د لوګر پوهنتون مسوولان وایي چې د لوړو زده‌کړو وزارت له لوري د دغه ولایت په پوهنتون کې د لومړي ځل لپاره د علمي څېړنو مرکز پرانېستل شوی دی.

د دغه ولایت د پوهنتون ریاست مطبوعاتي مسوول محمدنیسم ریحان سلام‌وطندار ته وویل، دغه مرکز د لوګر پوهنتون رهبرۍ پر وړاندې د لوړو زده‌کړو وزارت له لوري د دغه ولایت د پوهنتون په انګړ کې پرانېستل شوی دی.

ریحان وویل، دغه مرکز چې په هر ډول اسانتیاوو سمبال ده، استادان او محصیلین به پکې علمي څيړنې کوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ده وویل، له دې مرکز پرانېستلو سره د لوګر ولایت پوهنتون استادانو او محصیلینو ته پراخې اسانتیاوې برابرې شوې او دوي اوس مهال کولای شي چې د نورو ولایتونو پوهنتونو او علمي مرکزونو په شان څيړنې وکړي.

لوګر پوهنتون استادان او محصیلین هم خوښ دي چې د لوړو زده کړو وزارت له لوری په پوهنتونو کې د علمي څېړنو مرکز پرانېستل شو، خو ټینګار کوي چې لوړو زده کړو وزارت دې د لوګر ولایت پوهنتون استادانو او محصیلینو پاتې ستونزې هم هوارې کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام