د سمنګان په فیروزنخچیر ولسوالي کې له شوې زلزلې ژوندي پاتې کسان وايي چې د سړې هوا، ناروغیو، ککړچاپېریال او نورو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
په ورته مهال د سړې په هوا په زیاتېدو سره یاده سیمه کې موسمي ناروغي زیاتې شوي چې خلک یې اندېښمن کړي دي.
د سمنګان د فیروزنخچیر ولسوالي زلزلهځپلي چې کورونه یې د لړم میاشتې دولسمې زلزله کې وران شوي، اوس په نازکو خېمو کې د سړې هوا شپې او ورځې تېروي.
ماشومان او ښځې د دې ناورین تر ټولو زیانمنونکي قربانیان بلل کېږي. د سینهبغل، زکام، تبه، تنفسي ستونزې، ټوخی او نورې ناروغۍ د دې کورنیو ترمنځ خپرې شوې او هره ورځ د ناروغانو شمېر مخ پر زیاتېدو دی.
د سمنګان د فیروزنخچیر ولسوالي دوه اوسېدونکې، ګلچهره او بيبي، سلاموطندار ته خپلې ستونزې داسې بیانوي: ګلچهره وایي: «زموږ ماشومان او خپله ټول ناروغ شوي یوو. ماشومان مو واړه او شیدې خوړونکي دي، ټول یې سینهبغل شوي دي. غریب یو، پیسو ته محتاج یو. دومره پیسې نه لرو چې ډاکتر ته ولاړ شو. د ۳۰۰ افغانیو وس هم نه لرو چې د کاهي یوه بوجۍ واخلو او د کور خراب شوې برخې ترمیم کړو څو له یخنۍ مو وساتي.»
بيبي هم ورته اندېښنې لري او زیاتوي: «پنځه ماشومان لرم، ټول یې ناروغ دي؛ سینهبغل لري، تبه لري او ټوخی کوي، هېڅ شی نه خوري، ان نان هم نه خوري. کلینیکونو ته مو یوړل، یوه ډوله سپین درمل یې ورکړل، خو هېڅ ښه نه شول.»
دغو کورنیو ته د سړې هوا، د درملو نشتون، کمزوري روغتیایي خدمتونه او بېوزلي یوځای شوې او د هرې ورځې په تېرېدو سره یې ستونزې زیاتېږي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د سمنګان د فیروزنخچیر ولسوالي د فقراباد او رحمتاباد د کلیو اوسېدونکي د مالي سرچینو له کمښت شکایت لري او وايي، د کورونو او کرنیزو ځمکو له ویجاړېدو وروسته یې اقتصادي توان خورا راټیټ شوی دی.
د دوی په وینا، دغه وضعیت د ناروغیو درملنه او مخنیوی سخت اغېزمن کړی او خلک له جدي ستونزو سره مخامخ دي.
د یادې سیمې اوسېدونکي جانمحمد وویل: «دلته مخکې ګرځنده روغتیایي کمپ و، اوس نشته. دا زموږ لپاره یوه مهمه اړتیا وه، لږترلږه د ژمي درې میاشتې به خلکو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کول. موږ دومره بودجه نه لرو چې د سمنګان ښار یا مزارشریف ډاکترانو ته ولاړ شو. خلک دلته د خیمو لاندې اوسي، کاش دا کمپ درې میاشتې پاتې شوی وای.»
نوید هم ورته ستونزې بیانوي او زیاتوي: «د زلزلې په وخت کې زموږ کورونه ټوټه ټوټه شول، اوس دې شپو ورځې د خیمې لاندې ژوند کوو. زه خپله دوه ورځې کېږي ناروغ یم، دلته ښه درمل نشته. پیسې هم نه لرو چې شخصي ډاکتر ته ولاړ شو. د شپې ډېر یخنی خورو. موږ ته خیمه، د خوراکي توکیو مرستې او کمپلې راکړي، هېڅ شی نه لرو.»
په همدې حال کې، د سمنګان د فیروزنخچیر ولسوالي روغتیایي مسوولان هم د موسمي ناروغیو د پراخ خپرېدو موضوع تأییدوي. د دې ولسوالي د کلینیک سرپرست، عبدالرووف، وايي چې دوی د موجودو امکاناتو په چوکاټ کې خلکو ته خدمتونه وړاندې کوي او هغه کسان چې د سیمې په کچه یې درملنه ممکنه نهوي، د سمنګان ولایتي روغتون ته استوي.
عبدالرووف وايي: «دلته ډېر ناروغان د درملنې لپاره راځي. ډېری یې په ټوخي، سینهبغل او نورو موسمي ناروغیو اخته وي. موږ هر څه چې په وس کې لرو خلکو ته یې ورکوو، او که د ناروغ درملنه زموږ په امکاناتو ممکنه نه وي، هغه د سمنګان ولایتي روغتون ته راجع کوو.»
د فیروزنخچیر ولسوالي اوسېدونکي یوازې د ټولې سیمې یوازیني زیانمن شوي خلک نه دي چې د مناسب روغتیایي خدمتونو د نشتون له امله شکایت لري؛ بلکې په نورو سیمو کې هم خلک له ورته ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او د دې وضعیت د دوام په صورت کې د خلکو اندېښنې ورځ تر بلې زیاتېږي.


