د شپې ناوخته چې ګړۍ یوې بجې ته نږدې وه، د میرویس کلی زورورو ټکانونو ولړزاوه او د یاد کلي اوسېدونکي یې، له خوبه راویښ کړل. میرویس هم د نورو کلیوالو په څېر له خوبه پاڅېد، خو وړاندې له دې چې له کوټې ووځي، زلزلې چت پرې راوغورځاوه او دی ترې لاندې شو.
میرویس په توره شپه کې د کوټې له لوېدلي چت ځان ژوندی وایست، خو ذهن ته یې تنګی ورور او وراره ورغی چې په بله کوټه کې د ورانې شوې کوټې لاندې وو. هغه په منډه د هغه کوټې لور ته ورغی چې زلزلې په یوې کنډواله بدله کړې وه.
میرویس چې تر خاورو او ډبرو لاندې د خپل ۱۸کلن ورور چیغې اورېدلې، له شاوخوا ۴۰ دقیقو وروسته یې، خپل ورور او وراره له لوېدلي چت لاندې ژوندي راووېستل.
میرویس له هغې شپې دردمنه کیسه لري. «هېڅوک نه و چې مرسته وکړي؛ ځکه هر څوک په خپل حالت کې و؛ ګاونډیان راغلل او موږ هڅه وکړه چې خاوره او لرګي راټول کړو؛ کله چې د خاورې لاندې د دوی پښې ښکاره شوې، موږ بهر راواېستل؛ بې هوښه وو؛ خو خوشبختانه ژوندي وو.»
که څه هم میرویس ته د هغه د کورنۍ د دوو غړیو ژوندي راایستل یوه معجزه ده، خو اقتصادي ستونزو اوس له نوموړي لار ورکه کړې ده.
هغه وویل: «اوس د دوی یو یې سخت سردرد لري او بل یې له اوږې څخه زیانمن شوی دی. هره شپه چیغې کوي. موږ هم پیسې نهلرو چې دا دوه کسان کابل، مزارشریف یا سمنګان ته بوځوو، څو معاینه شي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د میرویس وراره ۱۲کلن یوسف وايي چې څه باندې شل ورځې کېږي چې د خپل درد درملنې لپاره ډاکتر ته نهدی ورغلی.
دغه ماشوم د هغې شپې کیسه کوي چې دی پهکې له مرګه ژغورل شوی دی. «کله چې زلزله وشوه، هر څه ویجاړ شول؛ زما پر سر چت راوغورځېد. زه ډېر وېرېدلی وم؛ د خاورو لاندې ویده وم. وروسته زما کاکاګان راغلل او زه یې راوویستلم؛ اوس هم زما لاس کار نه کوي.»
سمنګان کې د ۶.۳ ریښتر په کچه د شوې زلزلې وروسته میروس او د یاد ولایت د فیروزنخچیر ولسوالي د قوشمحلي کلي اوسېدونکي، بابهقره سیمه کې چې د دوی وران شوي کلي ته نږدې پروت دی، یوځای تر خېمو لاندې ژوند کوي.
د میرویس پلار عاشور وايي چې خدمتونو ته لاسرسی نهلري او د سرپناه نشتوالي او د ژمي راتلو یې، ژوند نور هم سخت کړی دی.
د بابهقره سیمې دښتې د زلزلهځپلو لپاره خوندي ځای نهدی، اوبه نشته، روغتیايي او ښوونیزو مرکزونو ته نه لاسرسی، د یادې سیمې اوسېدونکي له ارام ژوند محروم کړي دي.
عاشور وویل: «موږ ته یوه چهاردیواري جوړه کړي. تر خېمو لاندې ژوند کوو، هوا سړه ده، لاس او پښې مو یخ وهي. یو کور باید جوړ شي، اوبه هم نهلرو.»
میرویس چې توانېدلی د خپلې کورنۍ دوه غړي له مرګه وژغوري، اوس اړ دی چې د زلزلې له وېرې په جبري توګه له خپلې سیمې وکوچېږي؛ هغه زلزله چې د ده او د شاوخوا ۵۰۰ نورو کورنیو هستوګنیز کورونه یې ویجاړ کړي دي.


