هغه زلزله چې ۱۷ ورځې وړاندې د هېواد یوشمېر شمالي ولایتونه ولړزول، د ځاني او مالي زیانونو سربیره د سمنګان د پوهنې سېسټم هم سخت زیانمن کړی او لسګونه ښوونځي او مدرسې یې په بشپړه او جزوي ډول ویجاړې کړې دي.

مروه او رابعه د سمنګان د خلم ولسوالي د صیاد کلي دوه زده‌کوونکې دي. تر زلزلې وړاندې دوی له یوې نړۍ هیلو او خوښیو سره ښوونځي ته تلې، خو اوس یې هغه لېوالتیا نه ښکاري.

د ښوونځي دا زده‌کونکې وايي، د دوی د ښوونځي ودانۍ په زلزله کې زیانمنه شوې او دوی هره ورځ په ویرې، لړزې او تر فشار لاندې ښوونځي ته ځي.

مروه او رابعه د دوي ښوونځي ته د اوښتي زیان په اړه وايي: «زموږ ښوونځی په زلزله کې سخت زیانمن شوی او د ناستې وړ نه دی. موږ له وېرې او ډار سره ښوونځي ته ځو، موږ په سمه توګه زده کړې نشو کولی. له پوهنې وزارت څخه غوښتنه کوو چې زموږ ښوونځی ژر تر ژره ترمیم کړي ترڅو موږ په سکون، ارامۍ او خوشالۍ زده درسونه ووایو.»

رابعه وايي: «زه د شپږم ټولګي زده کوونکې یم. زمونږ د ښوونځي ودانۍ د زلزلې له امله زیاته زیانمنه شوې ده. په کار ده په بیړني ډول یې رغونې ته پام وشي. ځکه مونږ چې هره ورځ ښوونځي ته راځو وېره راسره وي او هره شېبه فکر کوو چې راباندې چپه نشي. په داسې ډول زمونږ لپاره ډېره سخته ده چې زده کړې وکړو.»

په ورته وخت کې د خلم ولسوالي د یوه دولتي ښوونځي مدیره سلما نوزادان سلام‌وطندار ته وویل چې انجینرانو ورته ویلي، د ښوونځي درسي خونې د نړیدو له جدي ګواښ سره مخ دي او څوک باید د ودانۍ داخل ته پرې نه‌ښودل شي.

نوموړې وايي، دا چې د زده کړو لپاره بل مناسب ځای نه لري، دوي اړ دي په همداسې خطرناکو ځایونو کې زده کوونکو ته تدریسي بهیر روان وساتي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه وویل: «انجینرانو موږ ته وویل چې هیڅوک باید د ښوونځي ودانۍ ته نه ننوځي ځکه چې دا یو جدي ګواښ دی. خو د ځای د نشتوالي له امله موږ مجبور یو چې دلته خپلو زده کونکو ته تدریس وکړو او له هغوي ازموینې واخلو.»

د سمنګان د خلم ولسوالي د پوهنې مسوولان هم په دې ولسوالي کې د یوشمېر زیانمنو شویو دولتي ښوونځیو وضعیت د اندېښنې وړ بولي او له مرکزي حکومت او مرستندویه ادارو غواړي، څو جوړونې ته یې بېړنۍ پاملرنه وکړي.

د یادې ولسوالي د پوهنې امر صبغت‌الله عکرمه وايي، دا چې ښوونځیو په زیاته اندازه زیان لیدلی نو رغونه یې ممکنه نه ده په کار ده له سره په معیاري ډول جوړ شي.

هغه وویل: «زموږ د ښوونځیو ودانۍ د ترمیم او بیارغونې وړ نه دي چې مونږ وکولای شو د پیسو په راټولولو هغه دوباره ورغوو. دا ودانۍ باید په معیاري له سره جوړې شي. د ښوونځیو ودانۍ باید د زلزلې پر وړاندې مقاومت ولري.»

له دې سره هم مهاله د سمنګان د پوهنې ریاست مسؤلین د دې ولایت د دولتي ښوونځیو او دیني مدرسو د ستونزو د حل لپاره له خپلو هڅو خبر ورکوي خو تاییدوي چې په دې زلزله کې له ۹۰ څخه زیات ښوونځي او دیني مدرسې زیانمنې شوې دي.

د سمنګان د پوهنې رییس محراب‌الدین اقبال وايي: «په وروستۍ زلزله کې ټولټال ۹۳ ښوونځي او دیني مدرسې ویجاړې شوې دي. له دې جملې څخه ۱۳ یې په بشپړه توګه ړنګ شوي چې بیارغونې ته اړتیا لري او ۸۰ نور یې په جزوي ډول تخریب شوي چې دا هم ترمیم ته اړتیا لري.»

د روانې لړم میاشتې په ۱۲مه د دوشنبې شپه، ۶.۳ درجې زلزلې د بلخ، سمنګان، کابل او یوشمېر نورو ولایتونو ځینې سیمې ولړزولې. د دې زلزلې له امله ۲۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ، له زرو څخه ډیر په کې ټپیان شول او شاوخوا ۲۰۰۰ کورونه یې ویجاړ کړل.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام