مقدمه

د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سنبلې په ۹مه چې د ۲۰۲۵ کال د اګسټ له ۳۱مې سره برابره وه، د یکشنبې په شپه یوې زورورې زلزلې د هېواد ختیځ په ځانګړي ډول کونړ ولایت ولړزاوه.

د زلزلې ټکانونه د کونړ شاوخوا ولایتونو کې هم احساس شول. نړیوالو زلزله‌پېژندونکو د هېواد په ختیځ کې د شوې زلزلې شدت د ریښتر په کچه ۶ درجې ښودلی چې افغانستان کې له بېسارې طبیعي پېښو بلل کېږي.

دغې زلزلې تر ډېره د کونړ نورګل، څوکۍ، خاص کونړ، چپه دره او ځینې نورې ولسوالۍ ځپلي دي.

د کونړ زلزله دې وروستیو کلونو کې تر ټولو مرګونو زلزلو څخه شمېرل کیږي. د دې پېښې له امله شاوخوا ۲۲۰۰ کسانو ژوند بایللی او تر ۴۰۰۰ زیات ټپیان شوي.

د راپورونو پایلې ښيي چې له ۸۰۰۰ څخه ډېر کورونه ویجاړ شوي.

د رسنیو راپورونو خلاف چې عموماً له څو ورځو تېرېدو وروسته حافظې وځي، دغې سروې کې هڅه شوې چې د ناورین د بېلابېلو اړخونو یو هر اړخیز انځور وړاندې کړي؛ له انساني تلفاتو او چاپېریالي زیانونو نیولې، د رواني روغتیا تر کړکېچ او د خوړو د خوندیتوب تر ننګونو پورې، دا ټول په‌کې رانغاړل شوي.

افغانستان کې د زلزلې او ځمکې پېژندو شالید

افغانستان د اوراسیا قارې یوه داسې سیمه کې چې تل په کې تغییرات رامنځ ته کیږي، موقعیت لري او د افغانستان شمال ختیځ کې له هندوکش څخه پاکستان سره تر پولې پورې داسې یو کمربند هم غځېدلی چې د فشار او جذب دی قوه یې ډېره ده(USGS). دغه جغرافیایي موقعیت افغانستان د نړۍ د هغو هېوادونو په ډله کې راوستی چې د زلزلې د پېښېدو امکان یې ډېر دی.

له ۱۹۵۰ میلادي کال راهیسې تراوسه، د افغانستان په زلزلو کې شاوخوا ۱۷ زره او ۴۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی (WorldData). افغانستان کې د زلزلې تر ټولو لومړنی ثبت شوی ریکارډ ۷۳۴ میلادي کال ته ورګرځي (GeoScienceWorld)، چې له زلزلو سره د دې هېواد اوږدمهاله تاریخي مخینه څرګندوي.

۲۰۲۵ کال د کونړ: د ځمک‌پوهنې ځانګړنې

د کونړ زلزله داسې ځانګړنې لرلې چې هغه یې په ځانګړي ډول مرګونې کړه:

  • کم ژوروالی: زلزله یوازې د ۸ کیلومترو په ژوروالي کې رامنځته شوه چې له امله یې د ځمکې پر سطحه ټکانونه قوي وو او زیانونه په بې‌ساري ډول زیات شول (United Nations University).
  • د پېښې وخت: زلزله د شپې ناوخته رامنځته شوه، هغه مهال چې خلک په خپلو له تیږو جوړو کورونو کې ویده وو.
  • موسمي بارانونه: د څو اوونیو موسمي بارانونو غرنۍ سیمې نرمې کړې وې او زلزلې د ځمکې ښویېدو امکان ډېر کړ چې له امله یې سړکونه او کلي تر خاورو لاندې شول (United Nations University).
  • د ځمکې بدلون: د اصلي زلزلې پر مهال د ۲۰۲۵ کال د اګست په ۳۱مه، د ځمکې د سطحې بدلون تر ۲۳ سانتي‌مترو پورې ورسېد (United Nations University).

د مسلې طرحه

د افغانستان په څېر وروسته پاتې هېوادونو کې طبیعي پېښې د نورو هېوادونو په پرتله پراخ انساني او چاپېریالي زیانونه رامنځته کوي او په داسې ټولنو کې هر ډول طبیعي پېښه د خلکو د زیانمنېدو کچه لا پسې زیاتوي.

کونړ کې زلزله داسې حال کې رامنځته شوه چې د دې ولایت اوسېدونکي له پرله‌پسې چاپېریالي بحرانونو او روغتیايي خدمتونو ته د محدود لاسرسي له ستونزو سره مخ وو. وروستیو وچکالیو، د اورښت او کرنیزو حاصلاتو کمښت، د کونړ اوسېدونکي تر بل هر وخت ډېر زیان‌من کړي.

اخوا، د کونړ اوسېدونکي په ځانګړې توګه ښځې تر زلزلې وړاندې هم روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې له جدي محدودیتونو سره مخ وې.

سره له دې چې ملي او نړیوالو ادارو له زلزلې وروسته د انساني تلفاتو شمېر شریک کړی، خو دا لا نه ده روښانه شوې چې دغه پېښه کې زیانمن شوي له کوم ډول رواني وضعیت سره مخ دي او دا هم مالومه نه ده چې ورکړل شوو مرستو تر کومه حده د خوړو او سرپناه په څېر بنسټیزې اړتیاوې پوره کړي.

همدارنګه، دا هم څرګنده نه ده چې تر زلزلې وروسته ښځې تر کومه حده اړینو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی لري.

دغه سروې د سلام‌وطندار راډیو د خبریالانو د ګډو هڅو پایله ده چې په ترڅ کې یې هڅه شوې د کونړ څوکۍ ولسوالۍ کې د زلزله ځپلو غږ انعکاس پیدا کړي.

په دې نظرپوښتنه کې هغو کسانو ګډون کړی چې کورونه یې ویجاړ شوي او خپل خپلوان یې له لاسه ورکړي. په دې احصاییوي څېړنه کې هڅه شوې چې څوکۍ ولسوالي کې د ناورین له ژوروالي څخه یو روښانه انځور وړاندې شي.

د پېښې د تلفاتو او ټپیانو شمېر، ویجاړ شوي کورونه، چاپېریالي زیانونه او د بشري او روغتیايي مرستو له پیل وروسته د ښځو د وضعیت ارزونه، د دې نظرپوښتنې مهمې برخې جوړوي.

همداراز هڅه شوې د مرستو رسولو بهیر او د زیانمنو شوو خلکو بنسټیزې اړتیاوې وڅېړل شي چې جزییات به یې په دوام کې د ګرافونو او احصاییو په بڼه وړاندې شي.

د څېړنې ارزښت

تر اوسه پورې د کونړ زلزلې د زیان‌منو شوو کسانو په اړه کومه سروې نه‌ده خپره شوې. ډېری راپورونه د دولتي شمېرو او یا د نړیوالو بنسټونو د مالوماتو پر اساس جوړ شوي او په مخامخ توګه په کې د قربانیانو غږونو ته ډېر کم انعکاس ورکړل شوی. دا سروې د لومړي ځل لپاره:

  • د ۱۰۶۱ زیانمنو کورنیو مستقیم غږ ثبتوي
  • د ناورین څو اړخونه څېړي؛ له تلفاتو او بې‌ځایه کېدو نیولې، تر چاپېریال، زده‌کړې، روغتیا، د خوړو خوندیتوب او رواني روغتیا پورې.
  • د ښځو او ماشومانو ځانګړې ستونزې مستندوي
  • د مرستو رسولو تشې او نیمګړتیاوې په ډاګه کوي

دا راپور کولی شي له سیاستوالو، مرسته‌رسوونکو بنسټونو او څېړونکو سره مرسته وکړي، څو د بیارغونې او د راتلونکو طبیعي افتونو لپاره د چمتووالي پروګرامونه لا ښه او اغېزمن طرحه کړي.

اصلي پوښتنې

۱- زلزلې د کونړ د څوکۍ ولسوالي څومره اوسېدونکو ته مرګژوبله اړولې؟

۲- زلزرې د ښځو او ماشومانو په رواني روغتیا څه اغېزې لرلي؟

۳- څومره کرنیزې ځمکې زیانمنې شوي او څومره څاروي له‌منځه تللي؟

۴- زیانمنو شوو خلکو سره د مرستو اندازه څومره ده؟

۵ـ د ماشومانو د ښوونځیو او زده‌کړو وضعیت څنګه دی؟

۶ـ اومېندواره او شیدې ورکوونکې ښځې کوم وضعیت کې دي؟

د څېړنې میتود

د دې نظرپوښتنې څېړنیز میتود د کونړ د «څوکۍ» ولسوالي د نفوس پر بنسټ چمتو شوی.

د مالوماتو راټولولو میتود

د دغې نظرپوښتنې مالومات سیمه کې په حضور او زلزله ځپلو ته د پوښتن‌لیکونو په وېشلو سره ترلاسه شوي.

موردي مطالعه

د کونړ د څوکۍ ولسوالي زیانمن شوي د بېلګې په توګه ټاکل شوي او په دې نظرپوښتنه کې د دغې ولسوالي ۱۰۶۱ اوسېدونکو ګډون کړی.

د نظرپوښتنې مهمې ننګونې

چالش‌های مهم نظرسنجی

۱- د ګډونوالو د سواد ټيټه سطحه

  • د ځینو پېچلو پوښتنو درک ستونزمن وو
  • د ورته انتخابونو ترمنځ توپیر کول ګران وو
  • په تخنیکي پوښتنو کې د «بې‌ځوابه» ځوابونو کچه لوړه شي

۲- د پېښې رواني فشار

سره له دې چې ۸۳.۳٪ ځواب ورکوونکي جدي رواني ستونزو سره مخ شوي وو:

  • د مړینې علت او د وژل شویو دقیق شمېر په څېر د جزئیاتو بیانول، د ډېرو لپاره ستونزمن وو.
  • ځینو کسانو غوره بلله چې د حساسو موضوعاتو په اړه خبرې ونه‌کړي.
  • د «نور» ځواب (د بېلګې په توګه د مړینې په علتونو کې ۱۸.۲ سلنه) ډېر احتمال دا مانا لري چې «نه غواړم وضاحت ورکړم».

۳-فرهنګي حساسیتونه

  • د ژوند بایلونکو په اړه: ۲۰ سلنه «بې‌ځوابه» او ۰.۸ سلنه «نه غواړم ځواب ورکړم»
  • د اومېندوارو ښځو په اړه: ۱۳.۷ سلنه «بې‌ځوابه» او ۳.۷ سلنه «نه غواړم ځواب ورکړم»
  • د ځایي کلتور له مخې، د مرګ او د ښځو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې کول ستونزمن ګڼل کېږي

۴-د مرکې لپاره نامناسب شرایط

  • ۹۶.۶٪ خلکو ازاده فضا یا خیمو کې ژوند کاوه
  • د مرکې لپاره ارام چاپریال نه وو
  • د ورځنیو ستونزو له امله نه‌پام

 د راپور غورچاڼ

دغه نظرپوښتنه د سلام‌افغانستان رسنیزې موسسې (سلام‌وطندار راډیو) له لوري د کونړ څوکۍ ولسوالۍ کې پر ۱۰۶۱ زلزله ځپلو ترسره شوه. د ځواب ویونکو لویه برخه نارینه‌ وو چې (۹۷.۵٪) د ټیټې زده‌کړې کچه درلوده (۶۱.۳٪) بې‌سواد او (۳۲.۶٪) د کرنې او څارویو ساتنې په برخو کې کار کاوه.

د نظرپوښتنې موندنې ښيي چې ۱۳.۲٪ کورنیو لږ تر لږه یو وژل شوی درلود، په داسې حال کې چې ۴۲.۹٪ کورنیو ټپیان درلودل چې له دې ډلې د ۲۵.۵٪ ټپیان په جدي حالت کې وو.

د مړینې تر ټولو لویه لامل تر وران شوي کور لاندې پاتې کېدل او له لوړ ځایه غورځېدل وو.

د بېځایه کېدو بحران هم پراخ دی، لکه څنګه چې ۹۲.۴٪ کورنۍ اړ شوې چې خپل کورونه پرېږدي چې له دې ډلې ۶۷.۱٪ یې موقتي او ۲۵.۳٪ یې دایمي بې‌ځایه شوي. ۶۱.۷٪ په ازاده فضا او پرته له ‌سرپناه ژوند کوي او ۳۴.۹٪ یې په موقتي خیمو کې ځای پر ځای شوي. ۷۷.۶٪ زیانمنو شوو خپل هرڅه له لاسه ورکړي.

زلزلې پراخ چاپېریالي زیانونه هم رامنځته کړي. ۸۱.۵٪ د اوبو سرچینې له‌منځه تللي یا ککړې شوي، ۹۳.۲٪ کرنیزې ځمکې په بشپړ یا جزيي ډول ویجاړې شوي، ۵۹.۵٪ څاروي له‌منځه تللي. ۹۷.۹٪ لارې بندې یا خرابې شوي او ۸۳.۸٪ ځنګلونه زیانمن شوي.

د ښوونې او روزنې په برخه کې ۹۵.۳٪ ښوونځي په بشپړ یا جزیي ډول ویجاړ شوي او له همدې امله ۸۷.۱٪ ماشومان په موقتي خیمو کې زده‌کړې کوي.

د خوړو خوندیتوب او روغتیايي وضعیت هم اندېښمن کوونکی دی، ۷۶.۴٪ کورنۍ په بشپړ ډول خوراکي په مرستو تکیه کوي، ۴۲٪ یې د نس‌ناستې او کانګو له ستونزو سره مخ دي او ۳۲.۴٪ محدودو روغتیايي خدماتو ته لاسرسی لري.

د مور او ماشوم روغتیا هم په جدي خطر کې ده، ۲۹.۸٪ کورنیو کې اومېندواره ښځې د روغتیايي خدماتو په برخه کې محدود لاسرسي سره مخ دي او ۷۲.۳٪ کورنۍ کې شیدې ورکوونکې ښځې شتون لري. ۴۲.۶٪ زېږونونه په کور کې او بې له امکاناتو ترسره شوي او تر ۵ کلنۍ لاندې ۷۸.۷٪ ماشومان ناروغ، د تغذیې له کمښت یا دواړو ستونزو سره مخ دي.

د رواني روغتیا بحران د دغې زلزلې له نورو ناوړه پایلو څخه دی. ٪۸۳.۳ ښځې او ماشومان سختو رواني ستونزو سره مخ شوي. ٪۹۰.۳ سلنه د وېرې، خپګان او اضطراب نښې لري او مشخصه شوې چې د ٪۵۰ سلنه نورو ترمنځ د کورنۍ ستونزې ډېرې شوي. د ترلاسه کړو مرستو په اړه ٪۴۱.۳ سلنه کورنیو پوره مرستې ترلاسه کړي، داسې حال کې چې ٪۴.۲ هغو هېڅ مرستې نه دي ترلاسه کړي. ۷۵.۳٪ وايي، مرستې تر یوې اندازې ګټورې وې خو بسنه نه کوي او یوازې ٪۲.۲ سلنه وايي چې ستونزې یې په بشپړه توګه حل شوي.

څو لاملونو د دغې زلزلې د زیانونو کچه زیاته کړې چې په‌کې (۸ کیلومتره) د زلزلې کم‌ ژوروالی، د سیمې غرنی جوړښت (۹۴.۳٪)، د ځمکې ښوویېدل، له تيږو جوړ کورونه او د پېښې د رامنځته کېدو وخت چې نیمه شپه وو، شامل دي.

د کونړ زلزلې څو اړخیز بحران رامنځته کړ چې اغېزې یې د تلفاتو په پرتله پراخې دي. ډېری زیانمن شوي کسان لا هم په بحراني شرایطو کې ژوند کوي، دوی د مناسبې سرپناه نه‌شتون، د خوراکي توکو کمښت، روغتیايي خدمتونو ته محدودو لاسرسي او جدي رواني ستونزو سره مخ دي. ښځې او ماشومان په بې‌سارې توګه زیانمن شوي او بېړنۍ اړتیا ده چې پراخو مرستو او اوږدمهاله بیارغونې ته زمینه برابره شي.

د ځواب ویونکو نفوس

د اوسېدو ځای

په دې نظرپوښتنه کې ګډونوال د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ اوسېدونکي دي.

د ځمکې ډول

د سیمې لویه برخه (۱۰۰۰ کسانو، ۹۴.۳٪) غرونو، یوازې ۳۷ کسانو (۳.۵٪) دره کې او ۱۳ هغو (۱.۲٪) په ځنګل کې ژوند کاوه.

عمر

تر ټولو ډېر شمېر ګډون‌کوونکي د ۱۸ تر ۲۵ کلونو عمر لري چې ۳۵۳ تنه (۳۹.۳٪) جوړوي. له ۲۶ تر ۳۵ کلونو ۳۰۳ کسان (۳۴.۶٪) او له ۳۶ تر ۴۵ کلونو ۱۸۷ کسان (۲۳.۵٪) دي. له ۶۵ کلونو څخه پورته یوازې ۲۸ کسان (۲.۶٪) وو.

جنسیت

د ګډونوالو ډېره برخه نارینه وو (۱۰۵۷ تنه، ۹۹.۶٪). یوازې ۴ ښځو (۰.۴٪) ځوابونه ورکړي او ۲۳ نورو (۲.۲٪) ځواب ور نه‌کړ.

گراف……………………………..

د زده‌کړو کچه

ډېری ګډونوال بې‌سواد وو (۶۵۰ تنه، ۶۱.۳٪). ۲۲۹ هغوی (۲۱.۶٪) لومړنۍ زده‌کړې وې، ۸۶ کسانو (۸.۱٪) د لیسې زده‌کړې، ۴۴ تنه (۴.۱٪) دیني زده‌کړې او یوازې ۳۵ تنه (۳.۳٪) لوړې زده‌کړې کړي. 

دنده

ګډونوال په مختلفو کاري ډلو کې وو: د لرګیو پلورونکي او موټرچلوونکي (۳۴۶ تنه، ۳۲.۶٪)، څاروي ساتونکي او کروندګر (۳۴۶ تنه، ۳۷.۶٪). ۲۵۷ تنه (۲۴.۲٪) بې‌کار وو او ۵۰ تنه (۴.۷٪) ښوونکي یا دولتي کارکوونکي وو.

لومړۍ برخه: تلفات او ټپیان

مړه شوي

د کورنیو له دریو دوه برخې (۷۰۰ نفره، ۶۶.۰٪) هېڅ وژل شوی نه‌لري، خو ۱۴۰ کورنیو (۱۳.۲٪) وژل شوي درلودل. ۲۱۲ کسانو (۲۰.۰٪) بیا هېڅ ځواب ونه ورکړ.

گراف……………………………..

د هغو کورنیو له ډلې چې وژل شوي یې درلودل، ۶۵ کورنیو (۴۶.۴٪) یوازې یو کس، ۳۴ کورنیو (۲۴.۲٪) دوه تر درې کسانو، ۱۸ کورنیو (۱۲.۸٪) څلور تر پنځو کسانو او ۱۳ کورنیو (۹.۲٪) له اتو کسانو څخه زیات وژل شوي لرل.

گراف……………………………..

ټپیان

د ګډونوالو ترمنځ ۷۳۳ کسانو په خپلو کورنیو کې ټپیان درلودل.

۲۷۱ کورنیو (۳۶.۹٪) سخت ټپي کسان لرل چې په روغتون کې بستري شوي و، ۱۵۶ کورنیو (۲۱.۲٪) برسېرن ټپي درلودل چې خپله سیمه کې یې درملنه شوې او ۲۹ کورنیو (۳.۹٪) د منځنۍ کچې ټپي لرل.

گراف……………………………..

دویمه برخه: بېځایه کېدل

نږدې ټول خلک اړ شول چې سیمه پرېږدي: ۷۱۲ کسان (۶۸.۱٪) په موقتي ډول کډه شوي، ۲۶۸ کسان (۲۶.۳٪) دایمي کډه شوي او یوازې ۳۹ کسان (۴.۷٪) لا هم په خپل ځای کې پاتې وو.

گراف……………………………..

د ژوند کولو اوسنی ځای

اکثر ټپیانو په خورا سختو شرایطو کې ژوند کاوه: ۶۵۵ کسان (۶۱.۷٪) په ازاده فضا یا له کور پرته او ۳۷۰ کسان (۳۴.۹٪) د نړيوالو په مرستې تر خیمو لاندې او یوازې ۵ کسان (۰.۵٪) په خپل جوړ کور کې پاتې وو.

گراف……………………………..

د زلزلې زیانونه

اکثریت خلکو (۸۲۳ کسانو، ۷۷.۶٪) ویلي چې کور او ټوله شتمني یې له منځه تللې. ۱۰۰ کسانو (۹.۴٪) د کور او شتمنۍ لویه برخه له لاسه ورکړې او ۱۱۸ کسان (۱۱.۱٪) کم زیانمن شوي. یوازې ۱۴ کسانو ته (۱.۳٪) هېڅ زیان نه وو اوښتی.

گراف……………………………..

درېیمه برخه: چاپریال طبیعي سرچینې

د اوبو سرچینې

سیمه کې د اوبو وضعیت خورا بحراني و: ۵۶۰ کسانو (۵۲.۸٪) وویل چې زیاتره سرچینې له منځه تللي، ۳۰۴ کسانو (۲۸.۷٪) راپور ورکړ چې ټولې سرچینې وچې شوي او ۱۱۴ کسانو (۱۰.۷٪) وویل چې اوبه ککړې او د څښلو وړ نه دي. یوازې ۷۹ کسانو (۷.۴٪) په اوبو کې هېڅ بدلون نه و لیدلی.

گراف……………………………..

کرنیزې ځمکې

د کرنې وضعیت بحراني وو: ۷۷۹ کسانو (۷۳.۴٪) راپور ورکړ چې ځمکې یې جزيي ویجاړې شوي او ۲۱۰ کسانو (۱۹.۸٪) وویل چې ځمکې یې بشپړ له منځه تللي. یوازې ۴۱ کسانو (۳.۹٪) سالمه ځمکه درلوده.

گراف……………………………..

مالداري

اکثریت څاروي له منځه تللي (۶۳۱ کسان، ۵۹.۵٪). ۳۲۹ کسانو (۳۱.۰٪) سالم څاروي درلودل، د ۴۴ کسانو(۴.۱٪) څاروي ورک شوي او ۴۷ کسانو (۴.۴٪) هېڅ څاروي نه درلودل.

گراف……………………………..

 

څلورمه برخه: زده‌کړه

د ښوونځیو وضعیت

اکثر ښوونځي په بشپړه توګه ویجاړ شوي وو (۶۲۸ کسان، ۵۹.۲٪). ۳۸۳ کسانو (۳۶.۱٪) وویل چې ځینې برخې یې زیانمنې شوي او یوازې ۲۳ کسانو (۲.۲٪) سالم ښوونځي درلودل.

گراف……………………………..

د ماشومانو د زده‌کړو ځای

اکثریت ماشومانو (۹۲۴،  ۸۹.۱٪) په ګرځنده خیمو کې زده‌کړې کولې. ۸۴ کسانو (۹.۹٪) بیا د نورو کلیو ښوونځیو ته تګ درلود.

گراف……………………………..

پنځمه برخه: ترلاسه کړې مرستې

۴۳۸ کسانو (۴۱.۳٪) پراخې مرستې ترلاسه کړي چې په کې اوبه، خواړه، جامې، درمل او نغدي مرستې شاملې وې. ۲۴۹ کسانو (۲۳.۵٪) په عمده توګه خواړه، ۱۳۵ کسانو (۱۲.۷٪) نغدي او ۱۳۲ کسانو (۱۲.۴٪) محدودې مرستې ترلاسه کړي. ۴۵ کسانو (۴.۲٪) هېڅ مرسته نه وه ترلاسه کړې.

گراف……………………………..

د مرستو منبع

اکثریت مرستې د افغانستان حکومت، نړیوالو سازمانونو او د خلکو له لوري په ګډه ورکړل شوي (۶۱۶ کسانو، ۵۸.۱٪). ۳۱۴ کسانو (۲۹.۶٪) یوازې د نړیوالو سازمانونو او خلکو له خوا او ۹۴ کسانو (۸.۹٪) یوازې د حکومت له خوا مرسته ترلاسه کړې.

گراف……………………………..

د مرستو کیفیت

اکثریت (۷۹۹ کسانو، ۷۵.۳٪) وویل چې مرستې تر یوې کچې ستونزې حل کړي. ۱۷۶ کسان (۱۶.۶٪) سره له دې چې مرستې یې ترلاسه کړې وې، لا هم په ستونزو کې وو او ۴۷ کسانو (۴.۵٪) هېڅ مرسته نه وه ترلاسه کړې او په سختو ستونزو کې وو. یوازې د ۲۳ کسانو (۲.۲٪) ستونزې په بشپړه توګه حل شوې وې.

گراف……………………………..

شپږمه برخه: د خوړو او روغتیا خوندیتوب

خوړو ته لاسرسی

مرستو پورې د تړلي پاتې کېدو کچه لوړه وه: ۸۱۱ کسان (۷۶.۴٪) په بشپړه توګه پر مرستو متکي وو—که مرسته ور رسېده، خواړه یې درلودل، کنه‌نه. ۱۶۵ کسانو (۱۵.۶٪) ډېره تکیه لرله، خو تر یوې اندازې یې خپلې اړتیاووې تامینولې. یوازې ۶۵ کسان (۶.۱٪) په بشپړه توګه په ځان بسیا وو.

گراف……………………………..

ناروغۍ

ډېرې ناروغۍ د نس ناستې او کانګو وې (۴۴۶ کسانو، ۴۲.۰٪). ۱۵۵ کسانو (۱۴.۶٪) د بېلابېلو ناروغیو ترکیب درلود، ۹۵ کسانو (۹.۰٪) د ککړې هوا له امله د تنفس ستونزو سره مخ وو او ۸۹ کسانو (۸.۴٪) تب لرله. ۲۲۹ کسانو (۲۱.۶٪) هېڅ ځانګړې ناروغي نه درلوده.

گراف……………………………..

روغتیايي خدماتو ته لاسرسی

د لاسرسي کچه متفاوته وه: ۳۴۴ کسانو (۳۲.۴٪) ډېر محدود لاسرسی درلود او یوازې یې لومړنۍ خدمات ترلاسه کولی شول، ۲۹۴ کسانو (۲۷.۷٪) منځنۍ، ۳۰۴ کسانو (۲۸.۷٪) ښه او ۱۰۴ کسانو (۹.۸٪) هېڅ لاسرسی نه درلود.

گراف……………………………..

روغتیايي مرکز ته د رسېدو وخت

اکثریت خلک (۵۷۵ کسان، ۵۴.۲٪) په ۳۰ دقیقو کې، ۲۷۰ کسان (۲۵.۴٪) له ۳۰ دقیقو تر ۲ ساعتونو او ۱۸۷ کسانو (۱۷.۶٪) له ۲ تر ۵ ساعتونو کې روغتیايي مرکز ته رسېدل.

گراف……………………………..

د خدماتو کیفیت

د خدماتو کیفیت تر ډېره په منځنۍ کچه کې وو (۴۳۹ کسانو، ۴۱.۴٪) منځنی، ۳۴۷ کسانو (۳۲.۷٪) ښه، ۱۵۹ کسانو (۱۵.۰٪) ډېر ښه او ۹۱ کسانو (۸.۶٪) ټیټ ارزولی.

گراف……………………………..

اوومه برخه: رواني او د کورنۍ روغتیا

د ښځو او ماشومانو رواني وضعیت

رواني بدلونونه خورا شدید وو: ۶۰۰ کسانو (۵۶.۶٪) ډېر بدلونونه تجربه کړل، ۲۸۳ کسان (۲۶.۷٪) په بشپړه توګه رواني فشار لاندې وو، ۱۰۵ کسانو (۹.۹٪) لږ بدلونونه لرل او ۶۳ کسانو (۵.۹٪) هېڅ بدلون نه وو لیدلی.

گراف……………………………..

اتمه برخه: د مور او ماشوم روغتیا

اومېندواره ښځې

نږدې یو پر دریمې برخې کورنیو (۳۱۶ کسانو، ۲۹.۸٪) کې اومېندواره ښځې وې. ۵۶۱ کسانو کې (۵۲.۹٪) حامله ښځې نه‌وې. له هغو کورنیو چې حامله ښځې یې درلودې اکثریت یو کس (۱۸۳ کورنۍ، د ټولې ډلې ۱۳.۷٪) یا دوه کسان (۳۹ کورنۍ، ۳.۷٪) درلودل.

گراف……………………………..

 

شیدې ورکوونکې ښځې

له هغو کورنیو چې شیدې ورکونکې ښځې یې درلودې، ۴۰۷ کورنیو (له ټولو ۵۳٪) یو کس، ۲۵۱ کورنیو (۳۲.۷٪) دوه کسان او ۷۲ کورنیو (۹.۳٪) درې شیدې ورکونکې ښځې لرلې.

گراف……………………………..

….(ممممم)….

خوړو ته د شیدې ورکوونکو ښځې ولاسرسی

د خوړو وضعیت توپیر درلود: ۳۵۴ کسانو (۳۳.۴٪) تر یوې اندازې پوره خوړو ته، ۱۷۵ کسانو (۱۶.۵٪) پوره، ۱۵۶ کسانو (۱۴.۷٪) هېڅ ډول او ۸۷ کسانو (۸.۲٪) پوره نه وو.

گراف……………………………..

روغتیايي خدماتو ته د ښځو لاسرسی

نږدې نیمایي ګډونوالو (۴۹۴ کسانو، ۴۶.۶٪) وویل چې ښځې یوازې په بېړنیو مواردو کې لاسرسی لري. ۳۹۷ کسانو (۳۷.۴٪) بشپړ لاسرسی، ۹۳ کسانو (۸.۸٪) محدود لاسرسی او ۳۳ کسانو (۳.۱٪) هېڅ لاسرسی نه درلود.

گراف……………………………..

د جنین سقط

۲۴ کورنیو (۲.۳٪) کې د جنین ضایع کېدل ثبت شوی.

گراف……………………………..

تر پنځه کلنۍ کم‌عمره ماشومانو وضعیت

اکثریت ماشومان ناروغ وو (۷۲۲ ماشومانو، ۶۸.۰٪) چې نس‌ناستې، تبه او لړزه یې درلوده. ۶۵ ماشومانو (۶.۱٪) ناروغۍ سره د خوارځواکۍ ستونزه هم لرله او ۴۹ ماشومانو (۴.۶٪) یوازې خوارځواکي درلوده. یوازې ۱۱۱ ماشومان (۱۰.۵٪) سالم وو.

گراف……………………………..

څواړخیزې پایلې

۱. انساني بحران:

۱۳.۲٪ کورنۍ وژل شوي لري

۴۲.۹٪ کورنۍ ټپیان لري

۹۲.۴٪ د کورونو پرېښودو ته اړ شوي

۲. اقتصادي بحران:

۸۷٪ خپله ټوله شتمني یې له لاسه ورکړې

۹۳٪ کرنیزې ځمکې ویجاړې شوي

۶۰٪ څاروي تلف شوي

۳. د چاپریال بحران:

۹۲٪ د اوبو سرچینو زیان لیدلی

۸۵٪ ځنګلونه زیانمن شوي

۹۸٪ سړکونه تړل یا خراب شوي

۴. د زده‌کړو بحران:

۹۵٪ مدرسې ویجاړې شوي

۸۷٪ ماشومان سیارو خیمو کې درس لولي

۵. د روغتیا بحران:

۹۲٪ د خوړو شدید نه‌خوندیتوب

۶۰٪ اوبو پورې تړلې ناروغۍ

۷۹٪ تر ۵ کلنۍ کم‌عمره ماشومان ناروغ یا خوارځواکه

۶. رواني بحران:

۸۳٪ ماشومانو او ښځو کې شدید رواني بدلونونه

۵۰٪ د کورنیو شخړو زیاتېدل

۵.۴ د ښځو او ماشومانو خاص زیانمنېدل

ښځې نه‌شي کولی په وخت ډاکټر ته لاسرسی پیدا کړي

۴۲.۶٪ له امکاناتو پرته کور کې زېږون شوی

مرستو ته د ښځو لاسرسی محدود وو

نظرپوښتنه کې د ښځو ګډون ډېر کم وو (۰.۴٪)

۵.۵ مرستو رسولو کې خلاوې

اصلي کمښتونه:

۶۱.۷٪ هېڅ سرپناه‌ نه‌لري

۷۶.۴٪ په بشپړه توګه د خوړو مرستو پورې تړلي دي

یوازې ۲.۲٪ ستونزې په بشپړه توګه حل شوي

۴.۲٪ هېڅ مرسته نه ده ترلاسه کړې

خنډونه:

نړیوال محدودیتونه

د لارو بندښت

د مرستو وېشلو کې لاسوهنه

ښځو ته نه‌لاسرسی

 

پایله

د ۲۰۲۵ کال د کونړ زلزله د افغانستان په معاصر تاریخ کې له تر ټولو ویجاړونکو طبیعي پېښو څخه وه. د دغې سروې پایلې ښيي چې اغېزې یې له رسمي شمېرونو ډېرې ژورې دي:

انساني تلفات: زرګونه وژل شوي او ټپیان

په پراخه کچه بې‌ځایه کېدل: ۹۲٪ خلک له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي

د ژوند اسانتیاوو نه‌شتون: ۹۳٪ ځمکې او  ۶۰٪ څاروي له منځه تللي

د چاپریال ساتنې بحران: ۹۲٪ د اوبو سرچینې او ۸۵٪ ځنګلونه زیانمن شوي

د زده‌کړو بهیر ګډوډېد:  ۹۵٪ ښوونځي زیانمن شوي

د خوړو شدید نه‌خوندیتوب: ۷۶٪  په بشپړه توګه په مرستو پورې تړلي دي

رواني بحران: ۸۳٪ رواني ستونزو سره مخ دي

له زلزلې وروسته ډېری خلک له خوراکي توکو، صحي خدماتو او د رغونې لپاره له هیلو لرلو پرته، لا هم په ازاده فضا یا لنډمهاله خیمو کې ژوند کوي.

د دې سروې له لارې د ۱۰۶۱ کورنیو غږ واورېدل شو چې د یوه ناورین کیسه کوي چې له شمېرونو ډېر ژور دی. د هر سلنې شاته انسانان شته چې خپل کور یې له لاسه ورکړی، خپل خپلوان یې له لاسه ورکړي او اوس په بحراني شرایطو کې ژوند کوي.

د کونړ زلزلې یو ځل بیا وښودله چې افغانستان د طبیعي پېښو پر وړاندې ډېر زیانمنونکی دی ـ نه یوازې د جغرافیوي موقعیت له امله، بلکې د فقر، ناسمو جوړښتونو، ټولنیزو محدودیتونو او نړیوالې انزوا له امله هم زیانمنونکی دی.

دغه راپور د بېړنیو مرستو لپاره یو غږ او د راتلونکې لپاره یوه خبرداری دی. نورې زلزلې به هم راشي. افغانستان باید چمتو وي.

 

وړاندیزونه

۱. سروې د تعقیب لپاره: له زلزلې وروسته په ۶ میاشتو او یو کال کې بیا سروې ترسره کول

۲. په ښځو تمرکز: د ښځو لخوا ښځو سره مرکې کول

۳. مطالعه: د ژوند کیسې او د شخصي تجربو ثبتول

۴. د مرستو د اغېز ارزونه: د دې څېړل چې کومې مرستې ډېرې مؤثرې وې

۵. د زلزلې پېژندلو مطالعه: د سیمې په اړه علمي څېړنې

۶. مقایسوي مطالعې: د خوست او هرات زلزلې سره پرتله کول

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام