شوخطبیعت د خوشحالۍ او مثبتو احساساتو خپرولو هنر دی چې مرسته کوي خلک یو بل ته نږدې او فشارونه کم کړي. په همدې موخه، سلاموطندار د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې یوه نظرپوښتنه ترسره کړې چې هدف یې د ځوانانو ترمنځ د شوخطبعیت او خوښۍ کچې معلومول دي.
د دغې نظرپوښتنې پایلې ښيي چې ۶۲ سلنه ځوانان ځانونه شوخطبعه بولي او ۸۱.۵ سلنه له طنز څخه د اسټرس کمولو لپاره ګټه پورته کوي.
نظرپوښتنه کې د ځوانانو کاري وضعیت هم څرګند شوی چې ۴۲ سلنه بېکاره، ۳۴.۴ سلنه دندې لري او ۲۳.۶ سلنه زدهکړیالان دي.
د جنسیت له نظره، ۶۹.۸ سلنه نارینه او ۵۶.۷ سلنه ښځې چې د نارینهوو شمېر ډېر دی، ځانونه شوخطبعه بولي.
د بادغیس اوسېدونکی ۲۷ کلن فېروز رحماني وايي، کله چې یو چا سره مخ کیږي یا ملګرو سره یو ځای شي، خوښوي چې فضا له خوشحالیو ډکه وي، څو خپلو ملګرو سره ښه وخت تېر کړي.
«زه یو داسې کس یم چې اکثره وخت په خپلو خبرو ملګري خندوم، ځکه زه دا خوښوم، د کورنۍ کشر زوی یم. له خپلې کورنۍ سره هم ډېرې ټوکې کوم او د خپلو ملګرو په منځ کې هم. دا راته خوند راکوي چې په هر څه ټوکې ووهم، ترڅو وخت مو ښه تېر شي. کله چې مې درسونه ویل، هڅه مې کوله چې زدهکړه هم راته په زړه پورې او خوندوره وي. زموږ په ټولګي کې به مو ډېرې ټوکې کولې او اوس هم هماغسې یم. زه دا خوښوم چې نور خلک خوشاله کړم او وختیې په خندا تېر کړم – البته داسې په شوخیو او خندا.»
د کابل اوسېدونکې ۲۴ کلنه روبینا سمیعزاده وايي، سره له دې چې له زدهکړو بېبرخې شوې، خو هڅه یې کړې چې خپله شوخطبعه روحیه او ټوکې ټکالې له لاسه ور نهکړي. که څه هم محدودیتونو دا احساس ورکړی چې نور د پخوا په شان خوشاله نه ده.
«ما انجنیري لوسته او په ډېر شوق سره مې دا څانګه انتخاب کړې وه. کله چې په لومړي سمستر کې کامیابه شوم، ټولو به ویل چې زه څنګه په دومره شوخطبیعت سره کامیابه شوم او څنګه مې درسونه ویل، اکثره خلک فکر کوي چې شوخطبعه کسان تنبل وي، خو زه داسې نه وم – هم مې ټوکې کولې او هم مې خپل درس او ژوند ته رسیدګي کوله. داسې خو نه ده چې درد او غم نه وي… اوس خو بېکاره یم، له درسه پاتې شوې یم، خلاصه هیڅ نه یم – نه انجنیره شوم او نه خپلو موخو ته ورسېدم. خو بیا هم هڅه کوم چې ډېری وخت څه ډېر جدي ونهګڼم. بله چاره هم نشته، ژوند همداسې دی. شوخطبعیت زما د فشار کمولو سره ډېره مرسته کوي.»
په مقابل کې یې ۳۸ سلنه ځوانان ځانونه شوخطبعه نه بولي. د دې اصلي لاملونه اقتصادي ستونزې، رواني فشارونه او د ژوند درانه مسؤلیتونه یاد شوي.
د جوزجان اوسېدونکې ۲۶ کلنه لیلا وايي: له زدهکړو پاتې شوې او له ګڼو کورنیو ستونزو سره مخ ده.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
«اکثر وخت مې ذهن د ژوند له ستونزو سره بوخت وي، دومره زیات فشار او فکر لرم چې د خندا او شوخۍ احساس مې له لاسه ورکړی. ان که ملګري هم ټوکې وکړي، نه شم کولی ورسره وخاندم.»
اقتصادي شرایط او د رواني ملاتړ کموالی هم له هغو مهمو عواملو دي چې د ځوانانو تر منځ په خوشالۍ او شوخطبیعت یې اغېز کړی او ځینې باور لري چې کم عاید او د کورنۍ او ټولنې لهخوا لوړې تمې، او محدود ټولنیز او فرهنګي چاپېریال لامل شوی چې ځوانان ونه شي کولی خپله خوشالي یا شوخي څرګنده کړي.
له کابل څخه فواد په دې باور دی چې د خلکو ډېری خوښۍ او غمونه د کار او عوایدو درلودو پورې تړلي دي. د ده په وینا، بیکاري د ځوانانو ترمنځ د ناهیلیو یو له اساسي عواملو څخه ده.
«کورنۍ او دوستانو کې ځينې شوخي نه خوښوي او یا ژر ناراحته کیږي، د همدې لپاره زه ترجیح ورکوم چې ډېری وخت چپ ووسم، څو زما له شوخۍ څو ناراحته نه شي.»
ورته وخت کې ارواهپوهان وايي، داسې شرایطو کې چې راتلونکې نامالومه ده، بېکاري، اقتصادي ستونزې، فقر او ټولنیز محدودیتونه موجود دي، د خوشحاله روحیې درلودل یو ډول مبارزه کول دي.
ارواهپوهه سومن محمدي وايي: «شوخطبعه خلک اکثره هغه کسان وي چې د ژوند له ستونزو سره یې کلک مقاومت کړی وي. دا یو ډول هنر او مهارت دی چې انسان کولی شي د تمرین له لارې یې زدهکړي. په ځانګړي ډول په افغانستان کې، اقتصادي او ټولنیزې ستونزې او د نجونو لپاره ځانګړي محدودیتونه، خلک د خپګان خوا ته بیایي. خو شوخطبیعت مرسته کوي چې دغه ډول رواني اختلالونه رامنځته نه شي. له شوخطبعو خلکو سره تعامل د ژوند ستونزې او رواني فشارونه کموي.»
ټولنپوهان په دې باور دي چې د ځوانانو خوشحالي د له ټولنیزې او اقتصادي پرمختیا سره مخامخ اړیکه لري.
ټولنپوه راشد صدیقي وايي: «هغه ټولنه چې ځوانان یې خوشحاله وي، له مثبتې انرژۍ او هیلو ډکه وي. په داسې ټولنه کې د زدهکړې او کار لپاره مساوي فرصتونه برابر وي. قوي ټولنیزې اړیکې او د کورنیو ملاتړ رواني ثبات رامنځته کوي. خلک هڅول کیږي چې پرمختګ وکړي او په ټولنه کې برخه واخلي. دغه ټولنه له اقتصادي او کلتوري پلوه روغه او مخ پر ودې وي. د ځوانانو خوشحالي د دوی د بدني او رواني روغتیا پورې تړلې ده. د تفریح او خوښۍ لپاره وخت درلودل د خوشحالۍ سبب ګرځي. همداراز، د آزادۍ احساس او د فردي حقونو درناوی د دوی د خوشحالۍ بنسټ جوړوي.»
دا موندنې په داسې حال کې خپرېږي چې د ۲۰۲۵ کال د خوشالۍ راپور له مخې، فنلنډ د اتم ځل لپاره پرلهپسې د نړۍ تر ټولو خوشحاله هېواد وټاکل شو. خو افغانستان لا هم د نوملړ وروستي او د نړۍ تر ټولو غمجن هېواد په توګه په ۱۴۷مه درجه کې راغلی دی.


