سلاموطندار د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې له ۳۶ مېرمنو سره چې له تاوتریخوالي سره مخ شوي، د مرکو پرمهال موندلې چې ډېری دغه مېرمنې د وېرې له امله خپل غږ نه پورته کوي.
یادې مېرمنې وايي، د کورنۍ پاشېدو، اولادونو ته یې د زیان رسولو، د کورني تاوتریخوالي ډېروالي او له خاوند د جدا کېدو یا طلاق ورکولو له وېرې یې، د تاوتریخوالي پر وړاندې خپل غږ نهدی پورته کړی.
۲۸کلنه تهمینه د تخار اوسېدونکې ده او له جسمي او رواني تاوتریخوالي ځورېږي. هغه د خپلو اولادونو راتلونکې ته د اندېښنې او د کورنۍ ثبات ساتلو لپاره هر ډول ستونزې ته چوپتیا غوره کړې ده.
هغې وویل: «کله ناکله د بې عدالتۍ پروړاندې غږ پورته کوم، خو غږ مې څوک نهاوري، وروسته سکوت کوم او د خپلو اولادونو لپاره مې نه غواړم چې بې موره شي، چوپتیا مې غوره کړې، د خپلو اولادونو لپاره چې له لاسه یې ورنکړم.»
د بادغیس اوسېدونکې ۲۰کلنه اسما د کورنۍ وضعیت خرابېدو له امله یې، تاوتریخوالي او فشارونو ته غاړه ورکړې او څلورم ټولګي کې یې، زدهکړې پرېښي دي. «زه غلې پاتې کېږدم چې ډېر وهل ونهخورم، وېرېږم چې له دې بدتر کار ونهشي، د تاوتریخوالی ډېری لامل زما په اند بېسوادي ده، ځکه که زه له خپل حق دفاع ونکړم، او که ورور مې زما له حق خبر وای، اوس به دا تاوتریخوالی نهوای.»
د ښځو د چوپتیا یوازینۍ دلیل د کورنۍ نظام د ړنګېدو او د تاوتریخوالي او جنسیتي نابرابرۍ د زیاتوالي ویره نه ده؛ بلکې د دوی له ډلې څخه ۸ مېرمنې د قانوني او کورنۍ ملاتړ نشتوالي له امله د تاوتریخوالي په وړاندې چوپ پاتېکېدو ته اړ شوي دي.
۵۰ کلنه نسیمه د جوزجان اوسېدونکې ده، د یوې لور مور ده چې د کورنۍ تاوتریخوالي، کاري فشارونو او په کورنۍ کې د بېثباته دریځ له امله له کلونو راهیسې په کمزوري فزیکي او رواني وضعیت کې ده.
هغه وايي چې د تاوتریخوالي پر وړاندې د هغې د چوپتیا اصلي لامل، د ملاتړ نشتوالی او وېره ده. «له پخوا راهیسې له تاوتریخوالي سره مخ یم، له بېمهري، سپکاوي نیولې، د کور په پرېکړو کې تر بېواکه کېدو، فشار زیات دی. وېرېږم که غږ مې پورته کړم، له همدې ژونده به هم خلاصه شم، ځکه پلار او مور نهلرم، اړ یم چې وې زغمم.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د فاریاب اوسېدونکې ۲۲کلنه سکینه هم ورته کیسه لري. «دوی وايي چې ته نجلۍ یې، څه دې نهدي زده، یا یو شرې ږدي او فشار راولي د کور کارونو کې، د تاوتریخوالي پروړاندې چوپتیا غوره کوم چې کورنۍ مې ده، که د تاوتریخوالي پروړاندې ودرېږم، څوک نشته چې راڅخه ملاتړ وکړي.»
د ښځو حقونو یوشمېر فعالان پر دې باور دي چې د اغېزمن ملاتړ نشتوالی او د عدالت غوښتنې لپاره د فرصتونو نهبرابرېدل، د تاوتریوالي پر وړاندې د مېرمنو د چوپتیا له اصلي لاملونو څخه دي.
د ښځو حقونو فعاله هما رجبي وايي: «افغان ښځې نن ورځ نه یوازې د یو ډول تاوتریخوالي سره مخ دي، بلکې د کورنۍ څخه تر ټولنې او دولت پورې له تاوتریخوالي سره هم مخ دي. د هغو قانوني ملاتړ نشتوالی چې د ښځو د حقونو او نابرابرۍ دفاع کوي، د ښځینه وکیلانو نشتوالی چې په نهشتون کې یې، موږ تر ټولو سختې ستونزې زغموو، یو له هغو دلیلونو څخه دي چې ښځې غلې پاتې کېږي.»
بلخوا ارواپوهه حسینه محمدي بیا وايي: «د ژوند د ستونزو، فشارونو یا تاوتریخوالي پر وړاندې د کورنیو د چوپتیا ژور دلیل په کورنۍ کې ریښې لري، کوم چې په لنډمهاله کې د اضطراب، ذهني ستړیا، د هڅونې نشتوالي، د ژوند څخه د خوند اخیستلو نشتوالي او د یوازیتوب احساساتو لامل کیږي. په اوږدمهاله کې، دا د خپګان، د اضطراب اختلالاتو لکه د جنوني اجباري اختلال، پر ځان د باور کمښت او حتا د ځانوژنې تمایلاتو لامل کیږي.»
بلخوا یوشمېر ټولنپوهان بیا ټينګار کوي چې پر ټولنه د نرواکي دود لامل شوی چې ښځې په نه زړه چوپتیا غوره کړي. ټولنپوه شریفالله نیکويي وايي: «د یو فرد په ژوند کې د قصدي مسلو له امله چوپتیا په ټولنیز جوړښت کې ریښه نهلري، بلکې د ټولنې له کلتوري شرایطو څخه راپورته کیږي. د ښځو چوپتیا د ټولنیز نورم په توګه تشریح کول، یو روښانه وضاحت دی. د نورم څخه سربیره، چوپتیا د نارینه وو تمه او هیله هم ده. له همدې امله، چوپتیا د ښځو د خپل انتخاب مسله نه ده؛ د تاوتریخوالي پر وړاندې د چوپتیا یوه مهمه پایله په کورنیو کې د تاوتریخوالي بیا تولید یا دوام دی.»

په ورته مهال د امربالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت ویاند سیفالسلام خیبر وايي چې یاد وزارت له هغو مېرمنو سره چې له تاوتریخوالي سره مخ دي، همکاري کړې او په وینا یې، د دوی د قضیو ارزونې برخه کې یې، مرسته هم کړې ده.
هغه وویل: «د امربالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي سره د مبارزې لپاره په جدي توګه کار کوي. دا وزارت هڅه کوي چې د هر ډول ظلم او تاوتریخوالي مخه ونیسي او په هغه قضیو کې چې ښځې له تاوتریخوالي سره مخ شوي وي، سمدلاسه قضیې څېړي او اړینه همکاري کوي.»
د ملګروملتونو د ښځو څانګې د راپور له مخې چې د ۲۰۲۵کال په جون میاشتې کې خپور شوی، له جنسیتي پلوه، افغانستان په نړۍ کې دویم هېواد بلل شوی چې د روغتیا، تعلیم، مالي شمولیت او په پرېکړه کولو کې د ګډون په برخو کې د ښځو او نارینه وو ترمنځ ۷۶سلنه توپیر شتون لري.
د ملګرو ملتونو د ښځو د راپور له مخې، له لسو څخه اته افغان مېرمنې د زدهکړو، کارموندنې او مهارتونو روزنې ته له لاسرسي څخه محرومې دي چې دا شمېره په دې برخو کې د نارینهوو د محرومیت په پرتله څلور چنده لوړه ده.


