سلام‌وطندار ښارونو او کلیو کې روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي څېړلو په موخه د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د ۱۱۳۶ ښاریانو ترمنځ سروې ترسره کړې.

دغه سروې کې له ۱۰ مختلفو شاخصونو د راټول شویو مالوماتو پر بنسټ، د ښاریانو او کلیوالو ترمنځ روغتیایي خدماتو ته د لاسرسي، کیفیت او رضایت په برخه کې ستونزې پرتله شوي.

پایلې ښيي چې که څه هم کلیو او ښارونو کې روغتیايي مرکزونو ته مراجعه کیږي، خو د خدماتو په کیفیت، درملو ته لاسرسی او د کلیو او ښارونو اوسېدونکو ترمنځ د پوهاوي او ملاتړ په برخه کې اساسي توپیرونه شتون لري.

دغه موندنې کلیوالي سیمو کې د زېربناوو په ښه‌والي او د پوهاوي ورکولو سیستم په پیاوړتیا ټینګار کوي.

د دې سروې د موندنو پر اساس، په ښارونو کې ۶۴.۹ سلنه ګډونوالو ویلي چې دوی دواړه ډوله روغتیایي خدماتو (خصوصي او دولتي) ته لاسرسی لري، حال داچې دا شمېر په کلیوالو سیمو کې ۵۳.۲ سلنه دی.

په کلیوالو سیمو کې دولتي وړیا خدمات د ۳۱.۹ سلنې له امله ډېر اهمیت لري، په داسې حال کې چې یوازې ۱۱.۴ سلنه ښاریان ورته مراجعه کوي.

برعکس، ښارونو کې ۲۳.۶ سلنه خلک له خصوصي روغتیايي خدماتو ګټه اخلي او کلیو کې ۱۴.۸ سلنه کسان ترې استفاده کوي.

۲۲ کلنه سحر او ۳۰ کلنه مینه چې دواړه د ننګرهار اوسیدونکې دي وايي، په خپله سیمه کې هېڅ دولتي روغتیایي مرکز نه‌لري.

«زموږ په سیمه کې هېڅ دولتي روغتون نشته، دولتي روغتونونه زموږ له سیمې څخه ډېر لرې دي او خلک ورته په ډېر ځنډ رسېږي. دلته یوازې یو څو شخصي کلینیکونه شته چې د پیسو په بدل کې درمل ورکوي او خلک درملنه کوي.»

«زموږ په کلیوالو سیمو کې هېڅ دولتي روغتون شتون نه‌لري. دا یوه ډېره جدي ستونزه ده، ځکه ډېری خلک روغتیایي خدماتو ته لاسرسی نه لري او د خصوصي کلینیکونو لګښتونه دومره لوړ دی چې زموږ د وس او توان مطابق نه دی.»

په دې نظرپوښتنه کې درملو ته د خلکو د لاسرسي وضعیت هم څېړل شوی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ښارونو کې ۳۳.۹ سلنه ګډونوالو ویلي چې درملو ته بشپړ لاسرسی لري، حال دا چې دا شمېر په کلیوالو سیمو کې یوازې ۱۲.۶ سلنه دی.

د تخار اوسېدونکې ۳۰ کلنه فرزانه او د بلخ ولایت اوسېدونکې ۴۲ کلنه نجیبه په دې اړه وايي: «زموږ د سیمې دولتي کلینیک کې په کافي اندازه درمل نشته. ډېری درمل موږ باید له شخصي درملتونونو څخه په پیسو واخلو او په مونږ ډېر لګښت راځي. ځینې وختونه ډاکټر درمل نه‌لري او موږ اړ یو چې پخپله یې واخلو.»

«نه، زموږ په کلینیک کې کافي درمل نشته او موږ مجبور یو چې درمل له شخصي درملتونونو واخلو.»

روغتیایي مرکزونو ته د تګ راتګ په برخه کې څېړنې ښيي چې په ښارونو کې د ګډونوالو اکثریت (۵۴.۷ سلنه) له موټر څخه کار اخلي، په داسې حال کې چې په کلیوالو سیمو کې زیاتره خلک (۴۰.۸ سلنه) پیاده تګ کوي.

د بامیان اوسېدونکې ۲۸ کلنه زینب د تګ راتګ ستونزو په اړه وایي: «زموږ له سیمې څخه کلینیک ته نیم ساعت پیاده لاره ده، ځکه چې موټر ته مناسب لاره نشته او سړکونه ډېر خراب دي، دا موضوع زموږ لپاره لویه ستونزه جوړوي.»

خو له دې سره سره، یو شمېر ډاکټران باور لري چې په لرې پرتو کلیوالو سیمو کې متحصص ډاکټران نشته او دا موضوع د روغتیایي خدماتو کیفیت کمزوری کوي.

ډاکټر مداد دانشور په دې اړه وايي: «په کلیوالو سیمو کې د متخصصو ډاکټرانو شتون ډېر اړین دی. باید ناروغۍ سمه تشخیص شي او خلکو ته کیفیت لرونکي درمل ووېشل شي، که نه‌نو درمل هم بې کیفیت ویشل کېږي.»

دې سره، د امارت اسلامي د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وایي، دغه وزارت په کلیوالو سیمو کې د روغتیایي خدماتو د وړاندې کولو لپاره ځانګړي پروګرامونه لري او په لرې پرتو سیمو کې ۳۱۸ روغتیایي مرکزونه بیا رغول کېږي.

«په روغتیایي برخه کې فعالیتونه په څرګند ډول زیات شوي. سلګونه روغتیایي کلینیکونه جوړ شوي او په هېواد کې په ۳۱۸ ولسوالیو کې نوي کلینیکونه په جوړېدو دي. د ناروغیو په تشخیص او نورو اړوندو برخو کې مهم ګامونه پورته شوي او پرمختګونه شوي. خلکو ته په اغېزناکه توګه روغتیایي خدمات وړاندې کېږي او د ښه‌والي لپاره یې هڅې لا هم دوام لري.»

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو کلونو کې هم افغانستان کې روغتیایي خدماتو ته لاسرسی یوه جدي ستونزه ګڼل کیږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام