د مسلې بیان

انسان په هیله ژوندی دی؛ خو بېلابېل لاملونه له هغې ډلې، ټولنیزه هوساینه، د پرمختګ لپاره د زمینې برابرېدل، ښه دنده او اقتصاد لرل او ټولنه کې د امنیت ټينګښت، د یوه کس راتلونکې ته د هیله‌مندۍ پر کچې اغېز لري.

هیله‌مندي لرل د ذهن د مثبت حالت او هڅونکي په توګه، کولای شي، په ژوند کې د ستونزو سره په مبارزه کې مرسته وکړي او له همدې امله په دې څېړنه کې موږ راتلونکې ته د ځوانانو د هیله‌مندۍ کچه ارزولې ده. له دې څېړنې څخه، موږ لیدلی شو چې ځینې ځوانان د خپل راتلونکي په اړه هیله‌مند دي، داسې حال کې چې نور یې، د مختلفو دلیلونو له امله ناهیلي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د راتلونکي لپاره د ځوانانو هیله‌مندي د فرد په ژوند او ټولنه کې مختلفې پایلې لري چې په لوړه کچه به د ټولنې د خوځښت او پرمختګ لامل او په ټیټه کچه به د ټولنې د پرمختګ د درولو لامل شي.

په ټوله کې راتلونکې ته هیله‌مندي یوه کس ته د انګېزې او وړتیا ورکولو سرچینه ګرځېدای شي او کولای شي، مهم رول ولوبوي؛ خو د ځوانانو ښه ژوند او فرصتونو لپاره تګ‌لارې او پلان جوړولو ته اړتیا لري. راتلونکې ته د ځوانانو د هیله‌مندۍ ارزښت ته په پام او ټولنې اساینې ته یې، ونډې ته په کتو، دې څېړنه کې هڅه شوې چې راتلونکې ته د ځوانانو د هیله‌مندۍ کچه وارزول شي.

د څېړنې مخینه

په افغانستان کې وروستیو سیاسي تحولاتو او د کار او زده‌کړو محدودیتونو ښځې د نارینه‌وو په پرتله ډېرې زیانمنې کړې دي. د حکومتي ادارو څخه د یوشمېر نارینه‌وو ګوښه کول د ځوانانو ترمنځ مایوسي رامنځته کړې، پداسې حال کې چې نور د لګول شویو محدودیتونو سره سره د خپل راتلونکي په اړه هیله‌مند دي. د افغانستان د نفوس له ۶۷ سلنې څخه زیات ځوانان دي او دوی زده‌کړو، روزنې او کار ته مناسب لاسرسی نه‌لري.

په دې څېړنه کې د ښځو او نارینه‌وو په ګډون ځوانان د اماري ټولنې په توګه ټاکل شوي، څو راتلونکې ته یې، د هیله‌مندۍ کچه وارزول شي.

د نظام له بدلون مخکې یوشمېر رسنیو راتلونکې ته د ځوانانو د هیله‌مندۍ کچې ارزونې په اړه څېړنې کړي، خو وروستیو درېوو کلونو کې په دې اړه هېڅ څېړنه نه‌ده شوې او له همدې امله د سلام‌ افغانستان رسنیزې موسسې «سلام‌وطندار راډیو» د دې موضوع ارزونې لپاره د جنسیت په پام کې نیولو سره په ټول هېواد کې څېړنه کړې ده.

د څېړنې پوښتنې

  1. څومره ځوانان د خپل راتلونکې په اړه هیله‌مند دي؟
  2. راتلونکې ته د ځوانانو د هیله‌مندۍ دلیل څه دی؟
  3. راتلونکې ته د ځوانانو د ناهیلۍ دلیل څه دی؟

د څېړنې هدف

  1. راتلونکې ته د ځوانانو د هیله‌مندۍ کچې ارزونه؛
  2. په ژوند کې د هیله‌مندۍ اهمیت درک کول؛
  3. د هغو عواملو پېژندل چې د ځوانانو د هیله‌مندۍ یا ناهیلۍ کې رول لري؛

د څېړنې نېټه

دغه څېړنه د تېر کال د درېوو میاشتو «د فبرورۍ له دویمې د مې تر ۱۳مې» نېټې ترمنځ شوې ده.

د څېړنې بڼه

د یادې څېړنې کمیت ته په پام، معلومات د پوښتن‌لیکونو او له ګوګل‌ډاکومنټ څخه په استفادې جوړ شوي او د اېس‌پي‌اېس‌اېس پروګرام په مرسته تجزیه او تحلیل شوي دي.

د څېړنې متغییرونه

هیله، ناهیلي او ځوانان.

په دې څېړنه کې د ګډونوالو د عمر کچه ارزول شوې چې ۱۱.۹ سلنه ګډنوال له ۱۵ تر ۲۰ او ۵۳.۹سلنه هم له ۲۰ تر ۲۵ او ۳۴.۲سلنه بیا له ۲۵ تر ۳۰ کلونو عمر لري.

په دې څېړنه کې د ځواب ورکوونکو ۱٪ بې‌سواده دي، ۹.۶٪ ځواب ورکوونکي چې ۲۱ کسان پکې شامل دي، زده‌کوونکي دي، ۲۹.۷٪ چې ۸۶ کسان پکې شامل دي، لېسانس لري او ۴۰.۶٪، چې ۶۴ کسان پکې شامل دي، د لیسانس درجې لري. 

په دې څېړنه کې ۵۸.۸٪ ګډونوال مجرد دي، ۳۸.۸٪ واده شوي دي او نور ۲.۴٪ کوژده شوي دي.

د افغانستان اوسنیو شرایطو ته په پام سره، ۶۰.۳٪ ځوانان د خپل راتلونکې په اړه هیله‌مند دي، پداسې حال کې چې ۳۹.۷٪ ځواب ویوونکي چې ۸۷ کسان پکې شامل دي، د خپل راتلونکې په اړه ناهیلې دي.

۶۴.۲٪ ځواب‌ویونکي د خپلې راتلونکې لپاره لږ هیله‌مندي لري، ۲۵.۸٪، چې ۳۴ کسان پکې شامل دي، د خپلې راتلونکې لپاره ډېر هیله‌مندي لري او لس سلنه ځواب ورکوونکي چې ۱۳ کسان پکې شامل دي، د خپل راتلونکې لپاره ډېر لږ هیله لري.

د ځوانانو ترمنځ د لویې هیلې دلیل ټولنیز هوساینه، د ودې لپاره د فرصتونو شتون، ښه اقتصاد او امنیت دی چې د ځواب‌ویوونکو ۳۰.۱ سلنه جوړوي.

د ۳۳ کسانو په ګډون ۲۵٪ ځواب ویونکي امنیت د راتلونکي لپاره د خپلې هیلې دلیل ګڼي. د دوی په منځ کې، ۲۷٪، چې ۳۵ کسان پکې شامل دي، ښه اقتصاد ګڼي او ۱۷٪، چې ۲۴ کسان پکې شامل دي، ټولنیز هوساینه او د ودې لپاره چاپیریال د امید لامل ګڼي.

د ځوانانو ترمنځ د لویې هیلې دلیل ټولنیز هوساینه، د ودې لپاره د فرصتونو شتون، ښه اقتصاد او امنیت دی، چې د ځواب ویوونکو ۳۰.۱ سلنه جوړوي.

د ۳۳ کسانو په ګډون ۲۵٪ ځواب‌ویوونکي امنیت د راتلونکي لپاره د خپلې هیلې دلیل ګڼي. د دوی په منځ کې ۲۷٪، چې ۳۵ کسان پکې شامل دي، ښه اقتصاد ګڼي او ۱۷٪چې ۲۴ کسان پکې شامل دي، ټولنیز هوساینه او د ودې لپاره چاپېریال د امید لامل ګڼي.

۳۴.۵سلنه ځواب‌ویونکي چې ۳۱ کسان پکې شامل دي، ژوند ته کمه هیله‌مندي لري، ۲۱.۲سلنه چې ۱۸ کسان پکې شامل دي، ژوند ته ډېره هیله‌مندي او ۲۷.۱سلنه چې ۲۳ کسان کېږي، خپل ژوند ته ډېر او ۱۵ کسان چې ۱۷.۲سلنه جوړوي، ژوند ته ناهیلي دي.

د ۲۸ کسانو په ګډون ۳۲٪ ځواب‌ویونکو خپله ناهیلي ټولنیزې بې‌ثباتۍ، کورنۍ ستونزې، په ښځو باندې لګول شوي محدودیتونه او د ودې لپاره د فرصتونو نشتوالی بولي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

 ۲۸.۷٪ ځواب‌ویوونکو چې ۲۵ کسان هم پکې شامل وو، د ښځو په وړاندې لګول شوي محدودیتونه او د ودې لپاره د فرصتونو نشتوالی، د دوی د ناهیلي لامل ګڼلی و؛ په داسې حال کې چې یوازې ۲۱٪، چې ۱۸ کسان پکې شامل دي، کورنۍ ستونزې د خپلې نا امیدۍ لامل ګڼي.

ډېری ځوانان چې د ځواب ویوونکو ۵۰٪ جوړوي، د دندو، زده‌‌کړو او اقتصاد له پلوه د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن دي او نور ۲۱.۹٪ د خپلې زده‌کړې په اړه اندېښمن دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام