سلام‌وطندار د ځوانانو ترمنځ د روغ ژوند لرلو سبک ارزولو په موخه جوزجان، فاریاب، بامیان، بادغیس، لغمان، بلخ، هرات، تخار او کابل ولایتونو کې له ۳۶ ځوانانو سره مرکې کړي دي.

د دغو ځوانانو له ډلې ۲۱ هغو ویلي چې منظم ژوند لري او خپلې ورځنۍ چارې په سمه توګه مخته وړي، داسې حال کې چې ۱۵ نورو ویلي، د اقتصادي شرایطو او د فرصتونو نه‌شتون په څېر د ننګونو په دلیل یې سالمه ژوند څخه واټن اخیستی دی.

دغه رپوټ کې مرکه شویو ځوانانو د سالمه خوړو، منظمه بدني فعالیتونو او ټولنیزو اړیکو پر اهمیت ټینګار کړی دی. همدارنګه ځينې دغه ځوانان د غوره ژوند لرلو لپاره له مناسبو او سالمو خوړو څخه ګټه اخیستل مهم بولي او د دغو ټکو په مراعت کولو ټینګار کوي.

د فاریاب اوسېدونکې هدیه او د بادغیس اوسېدونکې حمیرا چې دواړه د سالمو خوړو په مصرف سره خپلې روغتیا ته ارزښت ورکوي وايي: «مونږ په خپلو ورځنیو خوړو کې له سالمو خوړو څخه استفاده کوو، وريجې، غوښه، منتو او لوبیا ډېره کاروو او ځینو خاصو مواردو کې له بهره هم خواړه راغواړو.»

حمیرا وویل: «زمونږ د خوړو پروګرام کې تر ډېره د وریجو او حبوباتو په څېر سالم خواړه شاملیږي. خو ځینې وخت له فسټ‌‌فوډ او بهرنیو خواړو څخه هم استفاده کوم.»

د دغو ځوانانو ترمنځ ځينې بیا د سالمه ژوند لرلو لپاره د بدني فعالیتونو په ارزښت ټینګار کوي او هره ورځ د بدني فعالیتونو په ترسره کولو سره خپل راتلونکی ژوند هوسا کوي.

د بلخ اوسېدونکې شبنم او د فاریاب اوسېدونکی رحمت‌الله چې دواړه له سپورت سره مینه لري، ورځ کې د خپلو بدني فعالیتونو په اړه وايي: «د ورځې له شلو تر دېرشو دقیقو پیاده تګ کوم. اونۍ کې درې ورځې کلپ ته هم ځمه او تمرین کوم. د خوښې وړ لوبه مې فوټبال دی.»

رحمت‌الله وویل: «سپورت د ژوند اساسي برخه ده او باید ټول ورته پام وکړو. دې وروستیو کې مې له رزمي لوبو سره علاقه ډېره شوې او د سپورت لپاره مې مشخص وخت ټاکلی دی.»

د سالمه ژوند سبک په مناسبو خوړو او بدني فعالیتونو نه خلاصه کیږي، بلکې داسې کړنې او عادات هم په کې شاملیږي چې د یوه انسان په ځانګړې توګه د ځوان جسمي او روحي وضعیت ښه کوي او ټولنیزې اړیکې پراخوي.

له جوزجان څخه زرغونه او له کابل څخه حلیمې چې دواړه د سټرس کنټرول لپاره بېلابېلې لارې کاروي وايي: «زه هڅه کوم چې ستونزې او سټرس مې د لمونځ کولو، مطالعه کولو، قدم وهلو او یا سپورت کولو له لارې حل کړم.»

حلیمې وویل: «پارکونو، کوڅو او بازار کې ګرځېدل مې سټرس ډېر کموي.»

دغه رپوټ کې یوشمېر نورو مرکه شویو ځوانانو ورځني ژوند کې د ټولنیزو اړیکو پر ارزښت ټینګار کړی دی.

د کابل اوسېدونکي محمد او د فاریاب اوسېدونکي احمد منیر د کورنۍ او دوستۍ اړیکو ارزښت په اړه وايي: «کورنۍ او د دوستۍ اړیکې راته ډېرې مهمې دي او هڅه کوم چې دغه اړیکې وساتم.»

«دوستانو او کورنۍ سره اړیکې ډېر ارزښت لري، ځکه چې انسان نه‌شي کولی یوازې ژوند وکړي او اړتیا لري چې نورو سره تعامل ولري او زه هم دغه اصول رعایت کوم.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د دغو ځوانانو ترڅنګ چې د سلامتیا او هوساینې لپاره د منظمو فعالیتونو په اړه خبرې کوي، داسې ځوانان هم شته چې د بېلابېلو دلایلو له مخې یې ورځني فعالیتونه ځنډېدلي دي.

دوی د ناسالمه ژوند لرلو لاملونه اقتصادي ستونزې او د وخت نه‌لرل بولي. له کابل څخه عبدالرووف او له لغمان څخه محمد فقیرزي په دې اړه وویل:«مونږ نه‌شو کولی ځان او خپلو کورنیو ته ګران‌بیه خواړه چمتو کړو. نو بنآ د ترکارۍ او کچالو په څېر له ارزان‌بیه خوړو څخه استفاده کوو.»

محمد فقیرزي وویل: «داچې ډېر مصروفه یم، د سپورت کولو لپاره وخت نه لرم، یوازې اونۍ کې یو ځل فوټبال لوبه کوم.»

ورته خت کې یوشمېر ډاکټران په دې باور دي چې ځوانان د سالمه ژوند لرلو لپاره لومړي ګام کې باید له سالمو خوړو ګټه واخلي او سپورت وکړي.

ډاکټر مداد دانشور په دې اړه وویل: «د سالمه ژوند لرلو لپاره تر هرڅه لومړی د میوو، سبزیو، پروټین‌لرونکو خوړو او کم‌غوړه خوړو په څېر سالمو خوړو څخه استفاده مهمه ده. همدارنګه ځوانان باید فسټ‌فوډ خواړه ډېر ونه کاروي. د مناسبې تغذیې ترڅنګ، اونۍ کې کم له کمه باید ۱۵۰ دقیقې په منظم ډول سپورت وکړي.»

د ټولنپوهانو په اند، سم انتخابونه کولی شي د سالمه ژوند لرلو سره مرسته وکړي او ټکنالوژي ه د ژوند سبک په بدلولو کې مهم رول لوبوي.

ټولنپوه شعیب احمدي وویل: «د سالمه ژوند سبک، صحیح انتخابونه دي او هرڅه چې د ژوند ښه‌والي سره مرسته کوي، سالم سبک شمېرل کیږي. له کړنو او عادتونو نیولې تر خوراک پورې، ټکنالوژي هم ډېر اغېز په کې لري، ځکه خلک ډېر وخت د ټکنالوژۍ له وسایلو سره تېروي.»

ارواپوهه سویتا حبیبي هم د سالمه ژوند لرلو لپاره ژوند کې د مشخصو موخو درلودو پر ارزښت ټینګار کوي.

هغې وویل: «لومړي پړاو کې د مشخص پروګرام لرل مرسته کوي چې سټرس کم شي، ځکه د راتلونکې په اړه اندېښنې کمیږي، د موخې پر اساس مشخصه لاره کولی شي د اضطراب په کنټرول کې ګټور تمام شي.»

د سالمه ژوند لرلو لپاره د ځوانانو دغه نظرونه داسې مهال دي چې د روغتیا نړیوال سازمان WHO ویلي، د سالمه ژوند سبک د هغو کړنو او اقداماتو مجموعه ده چې هر کس یې باید د جسمي او رواني سلامتیا خوندي ساتلو او د ناروغیو مخنیوي لپاره ترسره کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام