له ایران او پاکستان د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو بهیر له چټکوالي سره هم‌مهاله د اسلامي امارت اقتصادي مرستیال د روان کال د ثور پر لومړۍ نېټه په سپین‌بولدک ولسوالي کې له راستانه شویو افغانانو سره د لیدنې پرمهال ویلي و چې افغان کډوالو ته د کار کولو زمینه برابروي.

د سلام‌وطندار موندنې ښيي چې له ایران او پاکستان څخه له ایستل شویو ۳۴ ځوانانو سره په ۱۳ ولایتونو کې د مرکې پربنسټ، هېواد ته د دوی له راتلو له نږدې شپږ میاشتې وروسته هم دا ټول ځوانان وزګاره دي او په سختو اقتصادي او رواني شرایطو کې ژوند کوي.

د دغو ځوانانو له ډلې ۳۲ کسان د فقر او د ښې راتلونکې د موندلو په موخه ایران او پاکستان ته تللي وو چې له هغوی څخه ۱۶ کسان د نظام له بدلون وروسته کډوال شوي دي. هغوی اوس وایي چې نه یوازې د غربت او نارسېدلو هیلو له ستونزو سره مخ دي، بلکې د جبري اخراج له امله یې کلونه زحمتونه هم له‌منځه تللي دي.

ضیاالرحمن، ۲۸ کلن ځوان چې ۱۲ کاله یې په پاکستان کې ژوند کړی، وایي: «موږ په جبر اخراج شوو، اوس بې‌کاره یو او د کار هېڅ زمینه نه لرو. نه د ژوند لپاره لازم امکانات شته او نه هم کولای شو د کورنۍ لومړنۍ اړتیاوې پوره کړو. زموږ اقتصادي ستونزې ډېرې زیاتې دي.»

شېراحمد، بل ۲۸ کلن ځوان دی، د پنځه کسیزې کورنۍ نفقه‌ برابرونکی دی او له ۱۲ کلونو وروسته له ایران څخه راستون شوی، وایي: «له هغه وخته چې هېواد ته راستون شوي یو، هرچېرته مو د کار لټه کړې، خو کار مو نه‌دی موندلی. زه چې د پنځو کسانو مسوول یم، اوس هېڅ کاري زمینه نه لرم او نه پوهېږم د کورنۍ اړتیاوې څنګه پوره کړم.»

د سلام‌وطندار د څېړنې پایلې ښيي چې د دغو ځوانانو ستونزې یوازې هېواد ته د راستنېدو په عمل سره نه حل کېږي. هغوی ته د کار زمینې، د ژوند لومړنۍ اسانتیاوې او د بیا ادغام عملي برنامې اړینې دي. که دغه ملاتړونه برابر نه‌شي، د اخراج شویو ځوانانو حالت به لاپسې خراب او د بې‌کارۍ او ناهیلۍ کچه به نوره هم لوړه شي.

۲۶کلنه نبیله نادري چې د سرپل اوسېدونکې ده او نږدې یوه میاشت مخکې په جبري ډول له ایران څخه ایستل شوې، وايي اوس په بشپړ ډول د بې‌کارۍ او بې‌سرنوشتي له حالت سره مخ ده او د راتلونکي لپاره هېڅ هدف یا پلان نه‌لري.

نبیله وایي: «انګېزه دلته هېڅ معنی نه‌لري. افغانستان کې څوک د انګېزې له مخې نه راځي، بلکې د مجبوریت له امله. موږ لاهم له دې چاپېریال سره عادت نه یو. انګېزه هغه وخت مانا لري چې وکولای شې، د خپل راتلونکي د جوړولو لپاره هڅه وکړې او د راتلونکي په اړه ډاډه احساس ولرې. خو موږ داسې احساس نه لرو، د افغانستان لپاره مو هېڅ هیله نه ده پاتې. که د راتلونکي لپاره کومه هیله ولرم، هغه یوازې د بهرنیو هېوادونو پورې تړلې ده، ځکه موږ دلته په ټولنه کې هېڅ ځای نه لرو.»

په همدې حال کې ۲۳کلنه صدف د بامیانو اوسېدونکې او درې میاشتې وړاندې له ایران څخه اخراج شوې، وايي د خپلو هیلو د پوره کولو یوازینۍ لاره یې د بیاکډوالۍ هڅه ده.

هغې وویل: «رښتیا چې د بې‌ارزښته‌توب احساس لرم. نه کار شته او نه د راتلونکي هیله. رښتیا درته ووایم، هېڅ امید نه لرم، ځکه زمینه نشته. یوازینی هدف مې دا دی چې له هېواده وتښتم.»

د ۲۰۲۳ د اکتوبر راهیسې، د ګاونډیو هېوادونو له‌خوا د هغو افغان کډوالو جبري اخراج پیل شو چې د اقامت قانوني اسناد یې نه‌لرل. خو د دې ترڅنګ، ګڼ افغانان چې له کلونو راهیسې یې په ایران او پاکستان کې ژوند کاوه او د زده‌کړو سندونه او د اوسېدو اجازه یې لرله، هم په جبري ډول خپل هېواد ته ستانه شوي دي. دغه ځوانان اوس د راتلونکي د ناڅرګند برخلیک، د سرپناه د نشتوالي او د ژوند د ابتدایي اسانتیاوو له کمښت شکایت لري.

۲۸کلنه پروین د بادغیس اوسېدونکې ده چې له ایران ایستل شوی، د سرپناه نشتوالي په اړه وايي: «اوس له ډېرو ستونزو سره ژوند کوو. کله چې قلعه‌نو ته راغلو، څو ورځې د خپلوانو په کور کې پاتې شوو، خو د ګڼې ګوڼې له امله اړ شوو یو سرای کرایه کړو. اوس مو د کرایې ورکولو وس هم نه‌لري.»

۲۰کلن امید د لغمان اوسېدونکی دی، وايي: «د ژوند لپاره مناسب ځای نه‌لرو. په یوه زړې کرایي ودانۍ کې اوسېږو چې حالت یې ډېر خراب دی. نه بریښنا لرو او نه پاکې څښاک‌اوبې ته لاسرسی لرو.»

د بشري حقونو کارپوهان د افغان کډوالو د جبري اخراج یوه ښکاره بشري سرغړونه بولي او له نړیوالو اسنادو سره په استناد، د دې بهیر د درولو غوښتنه کوي. هغوی ټینګار کوي چې د ځوانانو جبري اخراج نه یوازې د نړیوالو معاهداتو خلاف دی، بلکې د هغوی د ژوند، کورنۍ او رواني حالت پر وړاندې جدي خطرونه رامنځته کوي.

د بشري حقونو کارپوه، نوراحمد خالدي وايي: «د مهاجرینو جبري اخراج، په ځانګړي ډول د ځوانانو، د بشري حقونو یو ښکاره نقض دی. دا عمل د ۱۹۵۱ کال د پناه‌اخیستنې کنوانسیون د درېیمې مادې خلاف دی، ځکه د اجباري بېرته‌ستنېدو اصل تر پښو لاندې کوي. همدارنګه د عدالت او محکمې ته د لاسرسي، د ازادۍ، د پناه‌اخیستنې او د قانوني مشورې حق نقضوي. جبري د کورنیو بېلتون د فردي او کورني حقونو ښکاره سرغړونه ده چې په ګڼو نړیوالو اسنادو، لکه د ملګرو ملتونو د مدني او سیاسي حقونو میثاق او د بشري حقونو په نړیواله اعلامیه کې پرې ټینګار شوی دی.»

په ورته مهال د کډوالو چارو کارپوه، عبدالحمید جلیلي د ځوانانو د جبري اخراج پر منع ټینګار کوي او وايي: «د کار نشتوالی، د ژوند د ناکامۍ احساس، اضطراب او رواني ګډوډي د هغو اصلي ستونزو له ډلې دي چې د اخراج شوو مهاجرینو ژوند یې اغېزمن کړی. دا حالت نه یوازې پر دوی، بلکې پر ټولنیز ثبات هم منفي اغېزه لري.»

کارپوهان له نړیوالو بنسټونو، د بشري حقونو له سازمانونو او له ګاونډیو هېوادونو غواړي چې د افغان مهاجرینو جبري اخراج ژر تر ژره ودروي، د هغوی د استوګنې، کار او رواني ملاتړ لپاره بنسټیزې برنامې عملي کړي، څو د زرګونو افغانانو انساني کرامت او حقونه خوندي پاتې شي.

هغه وايي:

«یو د اقتصادي راتلونکې په اړه شته بې‌باورۍ دي. درېیم ټکی دا دی چې دا کسان او داسې فکر کوي چې موږ ناکام پاتې شوي یو – یو ځل مو لاړلو او بېرته راستانه شو. دا حالت لامل کېږي چې د دوی هیلې له منځه لاړې شي. یو ډول ټولنیز فشار پرې وارد دی. څلورم دا چې ټولنه کې د دوی لپاره یو ډول امنیتي خطرونه هم شته، دا د هغوی د تېرو فعالیتونو له امله دي، دوی احساس لري چې کېدی شي نن یا سبا دولت ورته ستونزه جوړ کړي، ځکه دا پوښتنه شته چې دا ولې تللي وو؟ د دوی د تګ تر شا ډېرې پوښتنې راولاړیږي چې دوی فکر کوي موږ باید ځوابونه ورکړو. له همدې امله، ځوانان اوس په ډېر خراب حالت کې دي او یو ډول ټولنیز فشار پرې وارد دی.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


له دې ټولو سره، د اقتصادي مسایلو کارپوه محمد عیسی مبارز د هغو ځوانانو لپاره چې ایستل شوي، د کار زمینې برابرول د کار او ټولنیزو چارو وزارت له اساسي مسئولیتونو بولي.

نوموړی د خصوصي شرکتونو له خوا د پانګونې پر اړتیا ټینګار کوي او زیاتوي:«تراوسه د دوی برخلیک نه‌دی ټاکل شوی؛ نه ورته د کار زمینه برابر شوې او نه هم د هغو فعالیتونو او وړتیاوو لپاره چې لري یې، کوم کاري فرصتونه رامنځته شوي. دا اړتیا وه چې باید ورته د کار مسؤلیتونه او زمینې برابرې شوې وی، خو تر دې دمه دا کار نه‌دی شوی. دولت باید عملي لارې چارې په پام کې ونیسي. خصوصي شرکتونه، پانګه‌وال او هغه تولیدي فابریکې چې دننه په افغانستان کې فعالیت کوي، باید له دغو کسانو سره د کار په برخه کې همکاري وکړي. د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسؤلیت لري چې هغو کسانو ته چې تجربه او تخصص نه لري، د لنډمهاله مسلکي روزنو (کورسونو) زمینه برابره کړي. همداراز، دغه کسان باید د اقتصاد او صنعت و سوداګرۍ وزارتونو ته چې د تولید او پانګونې په برخه کې کار کوي، معرفي شي.»

له دې ټولو سره، د ښځو حقونو فعاله مژده عزیزي د اېستل شویو ښځو پر ملاتړ ټینګار کوي او وايي، د کار د زمینې برابرول او د ایستل شوو کډوالو ملاتړ د حکومت له اساسي مسئولیتونو دی.

«له بده‌مرغه، د ټولنې د بېلابېلو قشرونو غوښتنې تل مطرح کېږي، خو حکومت باید په رښتیني ډول کار وکړي. باید د کار فرصتونه زیات کړي او هم ځوانانو او نجونو ته په دولتي ادارو کې د کار زمینه برابر کړي، څو هغوی وکولی شي خپلې وظیفې ترلاسه کړي. هغه ښځې چې له نورو هېوادونو ایستل شوي، کولی شي دلته په افغانستان کې بېلابېلو سکتورونو کې جذب شي او کار وکړي. له بده‌مرغه، موږ په داسې یوه ټولنه کې ژوند کوو چې دامهال ښځې په هېڅ یوه سکتور کې فعاله ونډه نه‌لري. موږ له اسلامي امارت څخه غواړو چې د دغو ښځو لپاره د کار زمینه نوره هم زیاته کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولان وايي، یو کمیسیون یې جوړ کړی او دامهال په دغه وزارت کې له هېواده ایستل شوي ځوانان ثبت او راجستر کوي، څو ورته د کار زمینه برابره شي.

دوی زیاتوي، هغو ځوانانو ته چې په زور ایستل شوي، وزارت‌خونو کې لومړیتوب ورکول کیږي.

د دغه وزارت ویاند سمیع‌الله ابراهیمي سلام‌وطندار ته وویل: «له کله راهیسې چې له کوربه هېوادونو په زوره د افغانانو ایستل پیل شول، اسلامي امارت یو کمیسیون جوړ کړ، څو د ایستل شویو کډوالو ستونزو ته رسیدنه وشي. په دې کمیسیون کې بېلابېلې کمېټې کار کوي چې یوه هم د کاري زمینې برابرولو کمېټه ده، مشري یې د کار او ټولنیزو چارو وزارت کوي. دغه وزارت د هغو هېوادوالو راجستر او نوم‌لیکنه پیل کړې چې د بشري سرچینو یوه برخه جوړوي او کولی شي په راتلونکي کې استخدام شي. نږدې ۱۴۰ زره هېوادوال چې د زده‌کړو ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې مهارت او تخصص لري، په دغو لېستونو کې ثبت شوي. دا لېستونه وخت په وخت له دولتي ادارو او خصوصي سکتور سره شریکېږي، څو که په یادو ادارو کې د کار کوم فرصت موجود وي، نو لومړیتوب دې همدې کسانو ته ورکړل شي او استخدام دې شي.»

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولان هم وایي چې د ۲۰۲۳ میلادي کال له اکټوبر راهیسې د روان لمریز کال تر اسد میاشت پورې، له پاکستانه، ایران او ترکیې څخه شاوخوا ۲ میلیون او ۳۶۶ زره او ۶۱۲ افغانان په زوره اېستل شوي.

د کډوالو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني سلام‌وطندار ته وویل: «هم‌مهاله له ګاونډیو هېوادونو څخه د دغو کډوالو له ایستلو سره، دلته یو کمیسیون جوړ شو چې ۲۲ وزارتونه او خپلواکې ادارې پکې غړیتوب لري. له کډوالو د ثبت او راجستر له بهیر څخه نیولې، تر هغوی د تلپاتې ادغام پورې، په بېلابېلو برخو کې کمېټې جوړې شوي. د همدې کمېټو په همکارۍ، د کډوالو بحراني وضعیت په مناسب ډول مدیریت شو.»

د چارو شنونکي وایي، اقتصادي بحرانونه، سیاسي بې‌ثباتي، ټولنیزې ستونزې او د تعلیمي فرصتونو نشتوالی هغه مهم لاملونه دي چې ځوانان کډوالۍ ته اړ باسي.

د هغوی په وینا، د افغانستان د کډوالۍ بحران یوازې کورنی مسله نه‌ده، بلکې یوه نړیواله ننګونه ده چې د نړیوالې همکارۍ اړتیا لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام