که څه هم د فقهې او شریعت چارو پوهان او دیني عالمان وايي چې د حنفي فقهې له مخې، عاقله او بالغه مېرمن کولای شي چې د اسلام شرعي احکامو په مراعتولو سره له کور بهر کار وکړي، خو یوشمېر مېرمنې سلاموطندار ته وايي چې د کورنۍ له لوري دوی ته د کارکولو حق نهورکول کېږي.
دیني عالمان ټينګار کوي چې د مېرمنې سرپرست یا ولي، کولای شي مېرمنو ته لارښوونه او مشوره ورکړي، خو هغو برخو کې چې شریعت یې، منع کوي «لکه اشتغال» نهشي کړای چې پر ښځو بندیزونه ولګوي.
د فقهې او شریعت چارو کارپوه موسی عیار وايي: «د حنفي فقهې له مخې، عاقله او بالغه ښځه بشپړ شرعي اهلیت او ذِمه لري او د کار کولو حق لري. ښځه کولای شي د کور دننه او یا هم له کوره بهر کار وکړي. اسلامي شریعت ټولو ته په مساوي ډول د کار اجازه ورکړې ده، خو دا اجازه د حلال او حرام، او د جواز او عدم جواز د اصولو په رعایت پورې تړلې ده. اسلام مبین دین بې له ضرورته د نارینهوو او ښځو اختلاط منع ګرځولی او ټینګار یې کړی چې کارونه دې په جلا دفترونو او چاپېریالونو کې ترسره شي.»
بل دیني عالم قطبالدین مجتهد وویل: «د اسلامي فقهو له نظره، علامه ابن عابدین وایي چې ښځه کولای شي د خپلې اړتیا لپاره له کوره ووځي، که چېرې د فتنې وېره نه وي. د حنفي فقهې له مخې، پر ښځو مطلق بندیز نشته، بلکې شرعي اصول ټاکل شوي دي؛ لکه د شرعي حجاب رعایت، د بدن پټوالی، د سینګار او ځانښودنې نه کول، له فتنې څخه خونديتوب، له نامحرمو سره د خلوت نه کول، د کار مشروع والی، او که ښځه واده کړې وي، نو کار یې باید د مېړه له حقونو، د ماشومانو له روزنې او د کور له چارو سره ټکر ونه لري.»
پر دې سربېره، حقوقپوهان پخوانیو قانونو له هغې ډلې، اساسي قانون او حنفي فقهې ته په اشارې سره وايي چې اصل مساوات او برابري ده او په وینا یې، کار او دنده په روښانه توګه پکې بیان شوی دی.
حقوقپوه پروېز خلیلي وايي: «د تېر وختونو په نافذه قوانینو کې، د پخوانیو حکومتونو د اساسي قانون په ګډون، د وګړو د برابرۍ اصل تصریح شوی. ښځې او نارینه د زدهکړو، کار او ټولنیز مشارکت له پلوه مساوي حقونه لرل او د جنسیت، عمر، ژبې او هر ډول تبعیض پېژندنه پکې نه وه منل شوې.»
بل حقوقپوه خواجه محمدعمر غوربندي وویل: «د «لا ضرر او لا ضرار» قاعده چې د حنفي فقهې له اصولو څخه ده او همدارنګه په اسلام کې د ظلم حرمت، دا اجازه نه ورکوي چې څوک د بل انسان د مشروع معاش لاره په ناحقه وتړي. محدودیت یوازې هغه وخت مطرح کېدای شي چې د ښځې کار کول یا تګراتګ له واقعي او ثابتې مفسدې سره تړلی وي، نه د ګومان، بدبینۍ او یا هم تبعیضي عرفونو پر بنسټ.»
یوشمېر نورې مېرمنې بیا سلاموطندار ته وايي چې د کورنۍ سرپرست یې اجازه نهورکوي چې دوی له کور بهر کار وکړي. دغه مېرمنې ټينګار کوي چې غواړي د ښځو برخه کې په فعاله توګه فعالیتونه وکړي او دغه چاره له مشروع لارې مخته یوسي، خو په وینا یې، کورنۍ یې اجازه نهورکوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د پنجشېر اوسېدونکې ۲۷کلنه نفیسه احمدي وايي: «ما کلونه کلونه زحمت ایستلی، څو وکولای شم کار وکړم او له هغه علم څخه ګټه واخلم چې زدهکړی مې دی. خو د دومره هڅو سره سره، کورنۍ او خاوند مې اجازه نه راکوي چې کار وکړم. هغوی وایي چې کار کول د ښځې لپاره مناسب نه دي، کاري چاپېریال مختلط دی او دا به ښه وي چې زه هېڅ کار و نه کړم.»
۲۶کلنه صدیقه سروري د پروان اوسېدونکې ده. هغه وايي چې له کار د مېرمنو محرومیت، په ناسمو دودونو او باورونو کې رېښې لري. «د دودونو او ناسم کلتوري برداشتونو له امله، ډېری ښځې له دې حقه بېبرخې کېږي. زیاتره مخالفت ځکه کېږي چې وایي په رسنیو او دولتي دفترونو کې کار د نجونو لپاره مناسب نه دی، چاپېریال مختلط دی، د امنیت او عزت خطر شته او خلک به خبرې وکړي.»
د کاپیسا اوسېدونکې مهسا افضلي چې دوه کاله یې، د واده کېږي او یو اولاد لري، وايي: «طبیعي ده چې کار د یو شخص په روان، اقتصاد او راتلونکي اغېزه کوي. له رواني پلوه، انسان نشي کولای ټول وخت په کور کې تېر کړي. لږترلږه باید څو ساعته په ورځ کې بهر ولاړ شي او خپلې دندې ترسره کړي. دا هم د روان لپاره آرامي رامنځته کوي او هم د راتلونکي لپاره ګټور دی.»
په همدې حال کې د ښځو حقونو برخې کارپوه تهمینه منګل وايي چې کورنیو ته باید پوهاوي ورکړل شي، څو ښځو ته د کار کولو اجازه ورکړي او حکومت هم باید کار کولو چاپېریال رامنځته کړي.
هغه وویل: «د حل لار دا ده چې کورنیو ته پوهاوی ورکړل شي، ښځو ته خوندي او باور وړ کاري چاپېریالونه برابر شي، او له هغوی سره قانوني او ټولنیز ملاتړ وشي. حکومت باید د ښځو د کار ملاتړ وکړي، څو کار د ښځو لپاره د خطر پر ځای یوه فرصت وي.»
افغانستان هغه هېواد دی چې د لسیزو په اوږدو کې له ژورو اقتصادي کړکیچونو سره مخ پاتې شوی دی. سره له دې، لاهم په ځینو برخو کې داسې ټینګ باور شته چې د ښځو او نجونو کار او اقتصادي فعالیت ننگ ګڼل کېږي، حتی کله چې د هغوی ګډون کولای شي، د کورنیو د ژوند د ښه والي لپاره مهم رول ولوبوي.


