روسیې د اوکراین پر بېلابېلو ښارونو د توغندو بریدونه کړي چې پرمهال یې ۴۱ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

رویټرز خبري اژانس نن سه‌شنبه، جولای نهمه راپور ورکړی چې د برید پرمهال پلازمېنه کیېف کې د ماشومانو یو روغتون هم په نښه شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ولودمیر زیلیسنکي چې امریکا کې د ناټو غونډه کې له ګډون مخکې پولنډ ته تللی، د روسیې د دې بریدونو له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۳۷ او د ټپیانو شاوخوا ۱۷۰ کسان یاد کړې دي.

زیلینسکي پر خپل ټیلګرام کې ویلي چې د بریدونو له کبله شاوخوا سل ودانۍ ویجاړې شوي چې په‌کې د ماشومانو او نویو زېږېدونکو ماشومان روغتون، سوداګریز مرکزونه له‌منځه تللي دي.

له دغه خونړي برید وروسته زیلینسکي په وارسا کې یوې خبري غونډې کې له خپلو لوېدیځو ملاتړو غوښتنه وکړه چې د روسیې دې برید ته غوڅ ځواب ورکړي.

نوموړي وویل: «موږ خپل غچ بېرته واخلو او ډاډه یم چې له خپل اړخه به روسیې ته کلک ځواب ورکړو. له خپلو ملګرو مو دا پوښتنه ده چې ایا دوی کولای شي، ځواب ورکړي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

دغه برید یوه ورځ مخکې د ناټو سازمان د درې ورځنۍ غونډې له پیل وړاندې کېږي چې د بحث وړ موضوع یې اوکراین کې روانه جګړه ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام