د روسیې د دفاع وزارت چارواکو اعلان کړی چې د دوی ځواکونو په اوکراین کې خپل کنټرول پراخ کړی او درې نور کلي یې هم نیولي دي.
د یاد وزارت د چارواکو په وینا، تازه نیول شوي سیمې ټیخه (Tykhe) او اودرادنه (Odradne) د ډنیپروپتروفسک په سیمه کې او پیتریوسکې (Petrivske) د دونېڅک په سیمه کې موقعیت لري.
دا پرمختګ په داسې حال کې اعلانېږي چې په ختیځ او سوېل اوکراین کې جګړې په وروستیو اوونیو کې زور اخیستی دی. د روسیې ځواکونو په ځانګړي ډول د دونېڅک په محور کې د ځمکنيو عملیاتو شدت ته دوام ورکړی او اوکرایني پوځ د دفاعي لیکو د ټینګېدو هڅه کوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
اوکراین تراوسه د روسیې د ادعاوو په اړه په رسمي توګه څه نهدي ویلي؛ خو له دې وړاندې یې، ټينګار کړی چې د جګړې لیکې دوامدارې بدلېږي او پایلې یوازې د میدان د سرتېرو په عملي پرمختګونو قضاوت کېدای شي.
نړیوالې څارونکې ادارې وايي چې د ژمي له نږدې کېدو سره د دواړو لورو عملیات بدلېږي او ښايي د سیمو د کنټرول په نقشه کې نور بدلونونه هم رامنځته شي.


