د روسیې د دفاع وزارت نن سه‌‌شنبه، اګسټ۱۹، اعلان وکړ چې د دغه هېوادTu-95MS  اټومي وړتیا لرونکې ستراتیژیک بمب‌غورځونکې الوتکې د یوې منظمې او له وړاندې طرحه شوې الوتنې له مخې، د جاپان سمندر د بې‌طرفه اوبو پر فضا الوتنې کړي دي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، دې الوتنې تر شپږو ساعتونو زیاته الوتنه کړې ده.

سرچینې زیاتوي چې د بمب‌غورځونکو د خوندي تګ‌راتګ لپاره، د روسیې د هوايي ځواک پرمختللي جنګي الوتکېSu-35S  اوSu-30SM  هم ورسره مل وې.

د دغو جنګي الوتکو ګډون نه یوازې د بمب‌غورځونکو الوتکو د امنیت تضمین دی، بلکې د روسیې د هوايي ځواک د چمتووالي او عملیاتو د همغږۍ څرګندونه هم کوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د روسیې دفاع وزارت ټینګار کړی چې دا ډول الوتنې د نړیوالو قوانینو او نړیوال هوايي حریم د اصولو پر بنسټ کېږي او هېڅ هېواد ته ګواښ نه جوړوي.

دغه ډول پروازونه د روسیې د ستراتیژیکو اټومي ځواکونو د روزنیز پروګرام برخه ګڼل کېږي چې موخه یې د ځواکونو د دوامداره چمتووالي ساتل او د هوايي ځواک د غبرګون وړتیا ارزول دي.

د یادونې وړ ده چې Tu-95MS د روسیې د اوږده واټن بمب‌غورځونکو الوتکو څخه شمېرل کېږي چې د اټومي وسلو د انتقال وړتیا لري او کولای شي له څو زره کیلومتره واټن څخه د اهدافو د نښه کولو توان ولري.

دغه الوتکه لا تر اوسه د روسیې د ستراتیژیکې دفاع یوه مهمه برخه بلل کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام