د اوکراین چارواکي وايي، د روسیې د تېرې شپې هوايي بریدونو په پایله کې یو کس وژل شوی او لږترلږه ۱۸ نور کسان ټپیان شوي دي.

دغه بریدونه د پنجشنبې سهار د اوکراین د لوېدیځ زاکارپاتیا په سیمه کې شوي دي.

د بیړنیو حالاتو خدمتونه او سیمه‌ییزو چارواکو په یوه ګډ بیان کې ویلي چې د موکاچېوو په ښار کې د توغندیو برید د امریکا د برښنايي وسایلو پر یوې تولیدي کارخونې لګېدلی دی. د برید له امله د کارخونې ګڼ‌شمېر ګدامونه ویجاړ شوي او لږ تر لږه ۱۵ کسان په کې ټپیان شوي دي.

چارواکو زیاته کړې چې د سیمې د اوسېدونکو د ژغورنې لپاره بیړني ټیمونه ځای پر ځای شوي او د اور وژنې عملیات روان دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د اوکراین حکومت دا برید د ملکي تاسیساتو پر وړاندې ښکاره جنګي جرم بللی او ویلي یې دي چې روسیه د ملکي خلکو او اقتصادي بنسټونو په نښه کولو سره هڅه کوي د اوکراین مقاومت کمزوری کړي.

د یادونې وړ ده چې روسیه په وروستیو کې د اوکراین پر بېلابېلو برخو کې د توغندیزو او ډرون بریدونو کچه لوړه کړې چې د ملکي تلفاتو ترڅنګ یې د اوکراین زیربناوو ته هم پراخ زیان اړولی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام