Asset 1SWN

روسیه د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان د غړیتوب ملاتړ کوي

Zamir-Kabulov-13-px7jajqbfct5000hgtrob05ebybkrnth7xspyfxs3s

د راپورونو له مخې، د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د سې‌شنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته ویلي، مسکو د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان د غړیتوب ملاتړ کوي.

هغه ټینګار کړی چې د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان غړیتوب لپاره اړتیا ده چې د دغه هېواد په اقتصاد کې نسبي نظم راوستل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

کابلوف په دې اړه ویلي: «د افغانستان په اقتصاد کې باید یو نسبي نظم راشي، څو د شانګهای همکاریو نور غړي هېوادونه په دغه سازمان کې د افغانستان له غړیتوب سره هوکړه‌ وکړي.»

په همدې حال کې د ا.ا د اقتصاد وزارت د شانګهای همکاریو سازمان ارزښت ته په اشارې په دغه سازمان کې د افغانستان غړیتوب مهم بولي.

د دغه وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب وايي، د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان غړیتوب نه یوازې د هېواد، بلکې د دغه سازمان د نورو غړیو هېوادونو په ګټه هم تمامېږي.

هغه زیاتوي: «په دغه سازمان کې زموږ د هېواد غړیتوب له نورو غړیو هېوادونو سره د افغانستان د سوداګریزو او ټرانزېټي همکاریو د پراختیا لامل کېږي.»

د شانګهای همکاریو سازمان چې د چین او روسیې په ګډون، د سیمې له هېوادونو جوړ شوی، د اقتصادي او سیاسي همکاریو په برخه کې د سیمې په کچه یو مهم سازمان دی.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر رښتیا د شانګهای همکاریو سازمان اقتصادي ارزښت ته په اشارې وايي، که په دغه سازمان کې افغانستان ته غړیتوب ورکړل شي، اړتیا ده چې په ورته نورو سازمانونو کې هم د افغانستان حضور لپاره اسانتیاوې برابرې شي. هغه زیاتوي د دغه سازمان غړیتوب د افغانستان لپاره ګټور تمامېدای شي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یادونې ده چې افغانستان اوس د شانګهای همکاریو سازمان ناظر غړی دی، خو په وروستیو څو کلونو کې د سیاسي ستونزو له کبله نه‌دی توانېدلی چې د دغه سازمان په غونډو کې ګډون وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام