Asset 1SWN

روسیه نږدې راتلونکې کې د افغانستان په تړاو څلور اړخیزه ناسته جوړوي

Mandatory Credit: Photo by SERGEI CHIRIKOV/EPA-EFE/REX (9971632h)
Russian Foreign Minister Sergei Lavrov (L) opens the Second Moscow round of Afghanistan peace settlement talks on the level of deputy foreign ministers in Moscow, Russia, 09 November 2018. Representatives of the Taliban, Afghan government, Russia, Pakistan, Iran, China, Uzbekistan, Tajikistan and the US are taking part in the negotiations.
Second Moscow round of talks  on Afghanistan, Russian Federation - 09 Nov 2018

تاس خبري اژانس نن «سه‌‌شنبه، سلواغې درېیمه» په یوه راپور کې ویلي چې روسیه به د روانې جنورۍ میاشتې تر پایه د افغانستان په اړه یوه څلور اړخیزه غونډه جوړه کړي.

تاس خبري اژانس دغه راپور کې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له قوله ویلي، دغه غونډه کې به د افغانستان د ټول‌ګډونه حکومت جوړولو، ترهګرۍ سره پر مبارزې او د مخدره توکو د قاچاق پر مخنیوي بحث او خبرې وشي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دغې غونډې د جوړېدو کره نېټې او ځای په اړه جزییات نه‌دي ورکړل شوي. یوشمېر بهرنیو رسنیو د ضمیر کابلوف په خبره لیکلي: «افغناستان کې د ټولګډونه حکومت جوړول، ترهګرۍ سره مبارزه او د مخدره توکو د قاچاق مخنیوی هغه موضوعات دي چې په جوړېدونکې غونډه کې به پرې بحث او خبرې وشي.»

روسیه داسې مهال د افغانستان په اړه د یوې غونډې جوړولو خبر ورکوي چې اسلامي امارت تر دې وړاندې څو ځله د ټول‌ګډونه حکومت جوړولو، ترهګرۍ سره د مبارزې او د مخدره توکو د قاچاق مخنیوي په اړه خپل دریځ څرګند کړی دی.

تازه د اسلامي امارت ویاند ذ.بیح‌الله م.جاهد افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت جوړولو په اړه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د څرګندونو په غبرګون کې د افغانستان اوسنی حکومت ټول‌ګډونه بللی او په دې اړه څرګندونې یې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه بللې.

ومو غوښتل په دې اړه د اسلامي امارت نظر هم ترلاسه کړو خو بریالي نه شو. دې ټولو سربېره، دا چې د سیمې هېوادونه د ورته غونډو په جوړولو سره د څه په لټه کې دي او دغه غونډې به د افغانستان لپاره څه پایلې ولري، سیاسي شنونکي بېلابېل نظرونه لري.

د سیاسي چارو شنونکي ویس ناصري په دې اړه سلام‌وطندار ته وویل: «دا کنفرانس د دې ښکارندوینه کوي چې هېوادونه د افغانستان وضعیت او تحولات څاري او افغانستان ته متوجه دي. دا ښکارندوینه کوي چې هېوادونه غواړي افغانستان کې بدلونونه راشي.»

سره له دې چې تېرو شاوخوا دوو کلونو کې یوشمېر هېوادونو افغانستان کې د ټولګډونه حکومت جوړولو غوښتنې مطرح کړي او د ترهګرۍ ګواښونو څخه یې اندېښنه ښوولې، خو د اسلامي امارت د ډاډ ترڅنګ، دغو برخو کې د نړیوالو قناعت نه دی ترلاسه شوی.

د نړیوالو چارو کارپوه ولي‌فروزان په دې باور دی چې نړۍ افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت څرنګوالي په اړه موثره نسخه نه‌لري. «هېوادونه د ټول‌ګډونه حکومت پر جوړېدو خبرې کوي او هدف یې اېتلافي حکومت چې تېرو څلوېښتو کلونو کې افغانستان کې و، خو پایله یې نه‌ده ورکړې»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یادونې ده چې تېرو څه باندې دوو کلونو کې د افغانستان په تړاو ګڼې ناستې ترسره شوي، خو کومه عملي پایله یې نه ده ورکړې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام