د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن (یکشنبه، د کب ۲۶) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، افغانستان د روان لمریز کال پرمهال د کابل، کندهار او بلخ هوايي ډګرونو له لارې اُتریش، اردن، اسپانیې، متحده عربي اماراتو، اندونزیا، برتانیې، امریکا، سویلي افریقې، جرمني، چین، هند او یوشمېر نورو هېوادونو ته صادرات او واردات کړي دي.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې د روان کال پرمهال د هوايي دهلېز له لارې د افغانستان د صادراتو او وارداتو ټولیز ارزښت ۲۹۲ میلیون ډالرو ته رسیږي چې له دې جملې څخه ۱۲۵ میلیون یې صادرات او ۱۶۷ میلیون یې واردات جوړوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
خبرپاڼه کې راغلي چې: «صادراتي توکو کې وچه میوه، زعفران، وچ او تازه انځر، عناب، جلغوزې، لاسي صنایع او ځینې نور توکي شاملیږي او وارداتي توکو کې هم درمل او برښنايي وسایل شاملیږي.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت څه موده وړاندې ویلي وو چې افغانستان د روان لمریز کال له پیل راهیسې د دلوې میاشتې تر پایه یوشمېر هېوادونو ته یو زر او سل ټنه جلغوزې صادرې کړي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دغه وزارت ویلي چې افغانستان تېرو ۱۱ میاشتو کې د جلغوزې له صادراتو څه باندې ۱۴ میلیون ډالره عاید ترلاسه کړی دی.