په افغانستان کې د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایووا میدانوردګ ته د سفر پرمهال د دغه ولایت والي قاري بخیتار معاذ سربېره د یوشمېر ادارو له مسوولانو او په نرخ ولسوالي کې له روغتیايي مرکزونو څخه لیدنه کړې ده.
په یاده لیدنه کې د میدانوردګ والي قاري بختیار معاذ وویل، دغه ولایت کې د نړیوال بانک ۳۰۰ نیمګړې پروژې پاتې او اړتیا ده چې یادې پروژې ژر تر ژره بشپړې شي.
هغه وویل، اوس د هېواد په کچه سراسري امنیت ټینګ شوی او د ملګروملتونو اړوند نړیوالو بنسټونو او موسسو ته پکار ده چې په دغه ولایت کې د روغتیا، پوهنې، کرنې، بشري مرستو او بیارغونې برخو کې خپلې هڅې او پروژې دوه برابره کړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بلخوا افغانستان کې د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایووا وویل، افغانان د تېرو څلورو لسیزو جنګ جګړو له امله سخت زیانمن شوي او اړتیا ده چې په بېلابېلو برخو کې د افغانانو لاسنیوی وشي.
اوتنبایووا ټينګار وکړ چې هڅه کوي د بشري مرستو، پراختیايي او کاري فرصتونو برابرولو برخه کې د نړیوالو بنسټونو مرستې راجلب کړي.
هغې همدارنګه د میدانوردګ نرخ ولسوالي کې له روغتیايي مرکزونو او پراختیايي پروژو هم لیدنه کړې ده.