د سپوږمکۍ انځورونه او پوځي سرچینې ښيي چې امریکا د پورتوریکو په «روزوېلت رودز» سمندري اډه کې د خپلو پخوانیو تاسیساتو د بیارغونې کار پیل کړی دی.

د «رویټرز» خبري اژانس د تازه څېړنیز راپور له مخې، دا هغه اډه ده چې د سړې جګړې پرمهال د امریکا د سمندري ځواکونو له سترو مرکزونو ګڼل کېده.

د راپور له مخې، د الوتنې د پټلۍ ترمیم، د موقتي کنټرول برجونو نصبول او د امنیتي وسایلو ځای پر ځای کول ښيي چې واشنګټن غواړي په کارابین سیمه کې پراخ پوځي عملیاتو ته زمینه برابره کړي.

په همدې لړ کې، امریکا د پورتوریکو او د ورجن ټاپوګانو په ملکي هوايي ډګرونو کې هم تاسیسات پراخوي چې له ونزویلا سره یې واټن نږدې ۸۰۰ کیلومتره دی.

شنونکي وايي، دا چمتووالی ښايي د ونزویلا پر ضد احتمالي هوايي یا سمندري عملیاتو ته زمینه برابره کړي. د ونزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو دا هڅې د خپل حکومت د نسکورولو لپاره د واشنګټن د پلان برخه بولي.

د سپوږمکۍ معلومات ښيي چې امریکا په وروستیو میاشتو کې ۱۳ جنګي بېړۍ، یو هستوي اوبتل، څو ملاتړ کوونکي کښتۍ او د «جرالډ فورد» هوايي بېړۍ ډله د لس زره سرتېرو او لسګونو جنګي الوتکو سره کارابین ته لېږلي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


شنونکي دا د ۱۹۹۴ کال را وروسته تر ټولو لوی پوځي مېشتېدنه ګڼي چې د امریکا پوځ هغه مهال د هایټي عملیاتو ته ورننوت.

د جګړې پرمختللي F-35 الوتکې،B-1  او B-52 بم‌‌غورځونکې الوتکې، او MQ-9 بې‌پیلوټه الوتکې هم د کارابین پر فضا الوتنې کوي.

سپوږمکۍ انځورونه ښيي چې په پورتوریکو کې د «رافایل هرنانډز» هوايي ډګر کې د مهماتو زېرمتونونه جوړېږي، یو اقدام چې د احتمالي بریدونو لپاره د وسلو د زېرمه کولو چمتووالی څرګندوي.

د سپینې ماڼۍ چارواکي وایي، دا تحرکات د ډونالډ ټرمپ د ژمنې برخه ده چې د نشه‌يي موادو له کارټلونو سره مبارزه وکړي، خو څېړونکي باور لري اصلي هدف یې پر رژیم مادورو پوځي او رواني فشار زیاتول دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام