فضل محمد د غور د تیورې اوسېدونکی، له څلورو کلونو کار او ژوند وروسته درې میاشتې مخکې له ایران څخه هېواد ته راستون شوی او اوس له خپلې کورنۍ سره یوځای خپل کلي کې اوسېږي.
هغه وایي، نه یوازې د کور او کار ټولې تیارۍ یې له لاسه ورکړې، بلکې هغه پیسې چې د کور د مالک او د کار د خاوند سره یې لرلې، هم ترې پاتې شوې دي.
فضل محمد له سخت ژوند شکایت کوي: «نه د خوراکي توکو لپاره پیسې لرم، نه د سرپناه لپاره امکانات. د ماشومانو راتلونکی مې خراب شوی، ښوونځي ته نه ځي. له یوې خوا وچکالي ده، له بلخوا د کار زمینه نشته. زموږ غوښتنه له دولت نه دا ده چې زموږ لاس ونیسي او له دې ستونزو مو وژغوري.»
د هغه په څېر نور افغانان هم چې له ایران او پاکستانه په اجباري یا داوطلبانه توګه هېواد ته راستانه شوي، د ژوند د بیاجوړولو لپاره د فرصتونو له نشتوالي شکایت کوي. فیضالله، د غزني اوسېدونکی دی چې له ایران راګرځېدلی.
هغه وايي: «هلته مې کار او ژوند درلود، خو اوس بېکاره یم، په کور کې هېڅ نه لرم. د کورونو کرايې هم د کډوالو د زیاتېدو له امله ډېرې لوړې شوې دي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
همدارنګه د ننګرهار اوسېدونکی شوکت چې له پاکستانه بېرته راګرځېدلی، وايي: «په پنجاب کې مې ښه کاروبار درلود، خو اوس بېکاره یم. زموږ غوښتنه دا ده چې د کار زمینه رامنځته شي تر څو خپل ژوند بېرته جوړ کړو.»
بلخوا د سرپرست حکومت مسوولان وايي، هڅه کوي د خپلو امکاناتو سره د بېرته راستانه شویو افغانانو اړتیاوې پوره کړي.
د بېرته راګرځېدونکو د ستونزو د حل کمیسیون ویاند حمدالله وثیق، وایي: «له هغه وخت راهیسې چې پاکستان او ایران د کډوالو د اخراج لړۍ پیل کړې، نږدې درې میلیونه کسان بېرته هېواد ته راستانه شوي دي. زموږ کمیټې د دوی حالت ثبتوي. وزارت کار او ټولنیزو چارو له ځینو هېوادونو سره تړونونه کړي چې افغان کارګران ور واستوي. همدارنګه د زدهکړو او روزنیزو پروګرامونو زمینه هم ورته برابره شوې ده.»
کارپوهان خبرداری ورکوي چې د اقتصادي، ټولنیزو او اقلیمي ننګونو ترڅنګ د میلیونونو افغانانو اجباري ستنېدل، د هېواد وضعیت لا پسې پېچلی کوي.
د هغوی په باور، که د بېرته راستانه شویو لپاره هر اړخیز پلان جوړ نهشي، فقر، وزګارتیا او بېسرپناه به لاپسې زیاتې شي.


