د تورخم دروازه له څه باندې یوې میاشتې راهیسې لاهم د ترانزیټ او تګراتګ لپاره تړلې، خو د افغان راستنېدونکو د راتګ لپاره د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې پرانستل شوې چې هره ورځ زرګونه راستنېدونکې کورنۍ د تورخم له لارې بېرته راستنېږي.
په تورخم کې راستانه شوي افغانان وايي چې پاکستاني حکومت ورته هلته نور د اوسېدو اجازه نهورکوله او په یوه او بله پلمه به یې د دوی په کورونو چاپې وهلې او بیا به یې بېرته د پیسو په مقابل کې پرېښودل.
عثمان چې د پښتونخواه د هریپور کمپ څخه تازه راستون شوی وایي چې د پاکستاني چارواکو له لوري ورته ویل شوي و چې له کیمپونو ووځي او خپل هیواد ته ستانه شي نومړی وایي چې پاکستاني پولیسو په عذابول او هر ځای به یې ترې پیسې اخیستې، نو مجبور شول چې هېواد ته راشي.
هغه وویل: «مونږ د هریپور په شلم کیمپ کې پراته وو چې د پاکستان حکومت امر وکړ چې نور ځئ نو مونږ راروان شو دا نن په تورخم راواوښتو خلک یې زیات په عذاب کړي پنډۍ کې یې کول، حسن ابدال کې یې کول خلک یې نیول او ډیپورټ کول یې که د هریپور نه به څوک هلته ورغلل هغوی یې هم نیول.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ورته مهال یوشمېر نور راستانه شوي وایي چې د پاکستاني ځواکونو به تنګول او د کار له ځایونو به یې له ځان سره بالاخره مجبور شول چې بیرته خپل هیواد ته راستانه شي
مسعود چې له پیښور راستون شوی، وايي: «پولیسو ورځ په ورځ تنګول کول که چا سره مارډ و خو ښه به و که چا سره به کارډ نه نو بیا به یې له چا لس زره او له چا شل زره اخیستې او یا به یې باډر پاس کړې د هغوی د زړه خوښه وه چې غیب به یې کړې او که ورک به یې کړې او که هر څه عمل به یې درسره وکوه.»
په ورته مهال تورخم کې محلي مسؤلان وایي چې هره ورځ په تورخم زرګونه کورنۍهیواد ته راستنیږي چې د مهاجرت د ثبت له پروسې وروسته نړیوالو مؤسساتو ته معرفي کیږي او همدارنګه د مالي کمېټې له لوري د یوشخص بر سر دوه زره افغانۍ ورکوي اوددېبترڅنګ د موټرو د کرایې پیسې هم ورکول کیږي چې د کرایې د پیسو له اخیستو وروسته خپلو ولایتونو ته لیږدول کیږي
په تورخم کې د ثبت او تثبیت کمېټې مسؤل سیدمحمد کریم وایي چې له تېرو اتلس ورځو راهیسې چې لاره خلاصه شوې څه باندې دولس زره کورنۍ هیواد ته راستنې شوې دي
هغه وویل: «د څوارلس سوه څلور کال د اتمې میاشتې له لسم تاریخ چې د راستنې و پروسه شروع شوې ده تر نن تاریخ پورې مونږ دولس زره دوه سوه دوه شپیته کورنۍ ثبت کړي دي او ټولږ ته مو د مهاجرت اسناد ورکړي دي او له مرستو اخیستو وروسته مو خپلو سیمو ته لیږدولي دي.»
د یادونې وړ ده چې تورخم دروازه وروسته لا هم د تحارت او عاديوتګ راتګ پر مخ تړلې ده چې دواړو خواوو ته یې ډیری خلک له ستونزو سره مخ کړي دي یاده دروازه وروسته له هغې د هر ډول تګ راتګ پرمخ وتړل شوه چې د پاکستاني هوایي ځواک پر کابل برید وکړ او پر ځواب کې یې افغان ځواکونو د ډیورنډ فرضي کرښې پر سر د پاکستاني ځواکونو سره جګړه وکړه چې پاکستاني لوري ته درانه زیانونه واوښتل.


