د میدان‌وردګ مسوولان وايي چې د دغه ولایت د  چک ولسوالي – ټوپ دښتې د ۲۴ کیلومتره نښلوونکي سړک د بیارغونې چارې د لس میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې.

د میدان‌وردګ د ټولګيو چارو رییس مولوي عبدالستار محب جوړې شوې غونډې ته وویل، د دغه ولایت د سیداباد ولسوالي د ټوپ دښتې او چک ولسوالي ترمنځ د ۲۴ کیلومتره سړک د ترمیم چارې د ټولګټو چارو وزارت له پراختیايي بودیجې د یوه خصوصي شرکت له لوري پيل شوې دي.

 نوموړی وايي چې په دغه پروژه کې د ۱۶ پلچکونو رغونه، د شپږو واشونو، استنادي دېوالونو ترمیم او د سړک موجوده اسفالټو داغ‌نیونه شامل دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د هغه په خبره، د یاد سړک د بيارغونې چارې به په شپږو میاشتو کې بشپړې شي.

بل‌خوا جوړې شوې غونډې ته د ميدان وردګ والي ملاخیرالله خیرخواه وويل هڅه به وکړي، له شته امکاناتو څخه په ګټې‌اخیستنې د ولایت په کچه د ولسونو لپاره د بیارغونې پروژې پلې کړي.

هغه د قراردادي شرکت له مسؤولینو غوښتي چې د تړون اړوند ټولې چارې په پوره ایماندارۍ او کیفیت سره ترسره کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام