دغه سړک چې د محمداغې ولسوالي واغجان بازار څخه پیل، د زرغون ښار سیمې پورې، جغل اچوونه او هوارېږي چې ورسره د شاوخوا لس زره کورنیو د تګ‌راتګ ستونزې به حل شي.

د محمداغې ولسوالي ښاروال، انجینیر نصیراحمد جبیر سلام‌وطندار ته وویل چې د یاد سړک ډېری برخې، ژمي موسم کې د ورستیو ورښتونو له امله ویجاړې او د څو کلیو اوسېدونکو ته ګڼې ستونزې ولاړې کړې وې چې اوس مهال یې د هموار کاري او جغل اچونې چارې پیل شوي دي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

جبیر زیاته کړه چې دغه سړک لس کیلومټره اوږدوالی لري او د محمداغې ښاروالي له شته امکاناتو، مشینرۍ او کارکوونکو څخه په ګټې‌اخیستنې جوړیږي.

 د نوموړي په وینا، نږدې راتلونکي کې به د یاد سړک چارې بشپړې شي او ورسره به د شاخوا لس زره کورنیو ستونزې هواره شي.

سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د محمداغې د زرغونښار سیمې اوسیدونکې بیا ټینګار کوي چې حکومت ته پکار ده چې دغه سړک په پاخه او اساسي ډول بیاورغوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام