د لوګر محلي مسوولان وایي چې د ملګروملتونو تعلیمي او کلتوري ادارې (یونېسکو) له لوري د دغه ولایت په مرکز پلعلم او خوښۍ ولسوالي کې د نهه کاریزونو د بیارغونې چارې پيل شوې.
د دغه ولایت د اوبو او انرژۍ ریاست ریيس ملامحمداسماعیل اخندازه جوړو شویو مراسمو ته وویل، دغه پروژه کې به ۹ کاریزونه په راتلونکو درېوو میاشتو کې په اساسي توګه بیاورغول شي او له بشپړیدو سره به یې ۲زره جریبه کرنیزه ځمکه او باغونه خړوب شي.
ده وویل، د یادې پروژې له پیل څخه یې موخه د اوبو منابعو مدیریت او د کرنې سکتور ته پیاوړتیا ورکول دي. اخندازده زیاته کړه په یاده پروژه کې به شاوخوا ۲۲سوه وزګارو کسانو ته د کارکولو زمینه هم برابره شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بلخوا د لوګر مرستیال والي مولوي محمدانور دین پرور وویل، د کاریزونو بیارغونه د اوبو مدیریت برخه کې ځانګړی اهمیت لري او ټینګار یې وکړ چې ورته پروژې دې د لوګر په پاتې ولسوالیو کې هم عملي شي.
د لوګر د خوښۍ او مرکز پلعلم بزګران هم خوښ دي چې د یونېسکو نړیوال سازمان له لوري یې دکاریزونو د بیارغونې چارې پيل شوې، خو ټینګار کوي چې پاتې کلیو کې دې هم هغه کاریزونه له سره ورغول شي چې اوس مهال یې ډیری د اوبو څاه ګانې د وچکالۍ له امله له مینځه تللي دي.


