د ایران چارواکو اعلان کړی چې د افغان ناقانونه کډوالو د اېستلو دویم پړاو به د روانې اوونۍ په ترڅ کې پیل شي.
د ایران د دولتي رسنیو د راپورونو له مخې، د تهران والي محمدصادق معتمدیان دا خبره پرون د یاد ښار د پوهنې شورا په ناسته کې کړې ده.
نوموړي ټینګار کړی چې د ناقانونه کډوالو شتون د هېڅ هېواد لپاره د منلو نهدی. د هغه په وینا، یوازې په تهران کې د افغانانو شمېر ۴۵۰زره کسانو ته رسېږي.
معتمدیان زیاته کړې چې د افغان ناقانونه کډوالو په شړلو سره په ایران کې تر درې زره ډېر ښوونیز صنفونه تش شوي او د کورونو د کرايې کچه هم شاوخوا ۳۵سلنه راټیټه شوې ده.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ده د ورکړل شوو شمېرو له مخې، د روان کال له پیل څخه تراوسه یو میلیون او ۴۰۰زره افغانان له دې هېواد څخه ایستل شوي دي.
د یادونې ده چې په وروستیو کلونو کې د ایران حکومت د افغان کډوالو پر وړاندې د فشار سیاستونه زیات کړي دي. بلخوا، د بشري حقونو فعالان او نړیوالې مؤسسې پر ایران غږ کوي چې د افغان مهاجرینو په اړه له زوریزو چلندونو ډډه وکړي او د هغوی د اساسي حقونو درناوی وکړي.


