Asset 1SWN

رمضان قدیروف: د لویدیځو ټانکونه به د ماریوپل کارخونه کې اوبه کړو

55631871781372677498a-nga-1685-1519-2393-1685521807

د چیچنیا مشر رمضان قدیروف وايي چې ډېر ژر به هغه پوځي تجهیزات او ټانکونه له اوکراین د نیول شوې سیمې ماریوپل په «ازوستال» کارخونه کې ویلې کړي چې لوېدیځو دغه هېواد ته ورکړي دي.

رمضان قدیروف چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته نږدې څېره بلل کېږي، ویلي، روسي ځواکونو اوکراین کې د لوېدیځ پرمختللي تجهیزات په عادي مرمیو له منځه وړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي همداراز اوکراین کې د لوېدیځو هېوادونو له لوري د لیوپارډ ټانکونو او نورو پوځي تجهیزاتو له‌منځه وړو ته په اشارې سره ویلي، ډېر ژر به د یادو ټانکونو زړې اوسپنې د روسیې له‌خوا په ازاده شوې ماریوپل سیمه کې ویلې کړي.

نوموړي ویلي: «د غرب پرمختللي پوځي تجهیزات ډېر ښایسته او ښه وسوځېدل او د روسیې د عادي مرمو له لوري د اور خوراک شول.»

بل‌خوا د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلېنسکي پر روسیې د ځوابي بریدونو خبر ورکړی دی. زیلېنسکي دغه څرګندونې کیېف کې د کاناډا لومړي وزیر جسټن‌ ټروډو سره له لیدنې وروسته کړي دي.

نوموړي په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي، خو زیاته کړې یې ده چې اوکرایني ځواکونه لوړه روحیه لري او پوتین باید په دې پوه شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د کاناډا لومړی وزیر په یو نااعلان شوي سفر اوکراین ته تللی، څو له دغه هېواد خپل ملاتړ اعلان کړي. د کاناډا لومړي وزیر جسټن‌ ټروډو د خپل سفر پر مهال اوکراین سره د ۳۷۵ میلیونه ډالرو په ارزښت دغه هېواد سره د پوځي مرستې اعلان هم وکړ.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام