د ټرانسپورټ او هوانوردۍ وزارت اړوند د هواپېژندنې ریاست د هېواد په اتو ولایتونو کې د سختو اورښتونو، تندو بادونو او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.
یاد وزارت نن پنجشنبه، چنګاښ پنځمه، په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې اټکل کړی چې یادو ولایتونو کې د باران او بادونه احتمال سبا جمعه، چنګاښ شپږمه شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، پنجشېر، پکتیا، خوست او پکتیکا هغه ولایتونه دي چې سبا جمعه پهکې د اورښتونو اټکل شوی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ټرانسپورټ او هوانوردۍ وزارت اړوند د هواپېژندنې ریاست په یادو ولایتونو کې د اورښتونو کچه له لسو تر ۳۵ ملي مترو اټکل کړې ده.
په ورته مهال خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د هېواد ختیځ، لوېدیځ او مرکزي ولایتونو او سالنګونو کې هم د تندو بادونو احتمال شوی دی.
د هېواد په بېلابېلو برخو کې بیا د بادونو د چټکتیا کچه له ۵۰ تر ۹۰ کیلومټره په ساعت کې اټکل شوې ده.


