په یوشمېر ولایتونو کې کورنۍ وايي، د تنګسیې او ټولنیزو فشارونو له امله اړ شوي چې خپلې نجونې له وخت وړاندې واده کړي.
۳۵کلنه پروین د بدخشان اوسېدونکې ده، وايي، که څه هم غوښتل یې، ۱۵کلنه لور یې، زدهکړې وکړي، خو په وینا یې، د فقر له امله یې، خپله لور د هغې له خوښې پرته واده کړې ده.
هغه وايي: «ما غوښتل چې زما ۱۵کلنه لور زدهکړې وکړي، خو د خوراک، کالیو او روغتیايي اړتیاوو نشتوالي له امله مې هغه د خپل رضا پرته واده کړه. موږ دواړه د دې واده سره رضا نه وو، دا یوازې د جبر له امله وشول.»
۳۸کلنه خدیجه، د غور اوسېدونکې ده، وايي چې د ۱۷کلنې لور زدهکړې ته لېواله وه، خو اقتصادي ستونزو دوی اړ کړل چې هغه واده کړي. هغې وویل: «زه څلور لوڼې لرم، ټول د فقر او وږي کې مجبور شوي وو چې لور مې واده کړم.»
د هرات اوسېدونکې۲۵کلنه ثمرگل وايي چې د کورنۍ خراب اقتصادي وضعیت او د مور د درملنې لوړې لګښتونه د ۱۴ کلنې خور واده اړ کړي دي. هغې وویل: «خور مې د واده په اړه په څه نه پوهېده،، خو مجبور شول.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
۴۰کلنه سبزار چې د فراه اوسېدونکې ده، وايي: «زه مجبور شوم چې خپله ۱۶ کلنه لور واده کړم، که مجبور نه وایم، هیڅکله مې نه واده کړې.»
په ورته مهال د ښځو د حقونو فعالان وايي چې د واده اجباري کول د نجونو پر فزیکي او رواني روغتیا جدي اغېز لري او نابرابري په ټولنه کې زیاتوي.
د ښځو د حقونو فعاله تهمینه منگل وايي: «د ښځو جبري واده د ښځو حقوق نقضوي، رواني او جسماني زیان رسوي، تعلیم مخنیوی کوي او د کورنیو تاوتریخوالي زیاتوي. د دې ستونزې د مخنیوي لپاره باید جدي اقدامات او پوهاوی زیات شي.»
د امربالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت چارواکي بیا وايي چې په روان کال کې د درېو ربعو په ترڅ کې له ۱۵۰۰ څخه ډېرې اجباري ودونه مخنیوی شوی دی.
د جبري واده او له وخت وړاندې واده په افغانستان کې نوی پدیده نه ده، خو ناداري، وزګارتیا، د کاري فرصتونو نشتوالی او د کورنیو ټیټ پوهاوی د دې ستونزې دوام سبب ګڼل کېږي.


