د نړۍ د کاتولیک عیسویانو مشر، پاپ لېو ویلي چې د اسراییلو او فلسطینیانو ترمنځ د کلونو اختلاف او شخړو یوازینۍ حل لاره د فلسطین د خپلواک دولت جوړول دي.

پاپ لېو چې د تاریخ لومړنی امریکایي پاپ دی، له ترکیې څخه لبنان ته د سفر پرمهال په الوتکه کې له خبریالانو سره په خبرو کې زیاته کړې چې واتیکان له کلونو راهیسې د فلسطین د خپلواک دولت د جوړېدو ملاتړ کړی دی.

هغه وویل: «ټولو ته معلومه ده چې اسراییل اوس مهال دغه حل نه‌مني، خو زموږ په نظر دا یوازینۍ لار ده. موږ له اسرائیله هم دوستانه اړیکې لرو او غواړو د منځګړي په توګه د خبرو یو غږ واوسو؛ هغه غږ چې ښايي دواړو خواو سره مرسته وکړي، څو یوه عادلانه حل ته ورسېږي.»

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو، یو ځل بیا د فلسطین د خپلواک دولت پر جوړېدو مخالفت څرګند کړی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام