Asset 1SWN

د ګوزڼ ضد واکسین ورکولو کمپاین؛ دا ځل اته میلیونه ماشومان واکسینېږي

Polio-1-qqszc6p7ye24lvcpacinbzduepxv0x4l0p8n4pv1qg

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکو د دوشنبې په ورځ په ۲۳ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین ورکولو د څلورورځني کمپاین د پیل خبر ورکړ. د دغه وزارت ویاند شرف زمان امرخېل وايي، په پام کې ده چې په دغه پړاو کې به له پنځو کلونو کم‌عمره اته میلیونه ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورکړل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاتوي: «نن په لغمان، نورستان، کونړ، ننگرهار، کابل، کاپیسا، پروان، بامیان، دایکندي، بغلان، کندوز، تخار، هلمند، کندهار، نیمروز، روزګان، زابل، غزني، خوست، پکتیا، پکتیکا، فراه او هرات ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین ورکولو کمپاین پیل شو او څلور ورځې به دوام وکړي. ټاکل شوې په دغه پړاو کې اته میلیونه ماشومانو ته چې له پنځو کلونو کم عمر لري، د ګوزڼ ضد واکسین ورکړل شي. څو مثبتې پېښې ثبت شوي او پر وړاندې د مبارزې لپاره یې دغه کمپاین پیل شوی دی.»

په ورته وخت کې یوشمېر کورنۍ وايي چې خپل ماشومان د ګوزڼ ناروغي د مخنیوي لپاره واکسینوي. د ننګرهار اوسېدونکې منهاج وايي، څو مياشتې وړاندې په دغه ولايت کې د ګوزڼ مثبته پېښه ثبت شوې وه؛ ځکه يې خپل ماشوم هم واکسين کړ، څو پر دې ناروغي اخته نه‌شي.

د نورستان د دواب ولسوالي اوسېدونکى ميرزمان خان هم وايي چې په هره دوره کې خپل ماشوم ته واکسين ورکوي، څو پر ګوزڼ ناروغي اخته نه‌شي. نوموړی زیاتوي: «خپل ماشومان مو د دې لپاره واکسین کړي چې پر ګوزڼ ناروغي اخته نه‌شي؛ د ګوزڼ ضد واکسین هېڅ پړاو مو نه‌دی پريښی.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د عامې روغتیا وزارت د ګوزڼ له منځه وړلو عملیاتي مرکز د ورکړل شویو شمېرو پر بنسټ، د روان کال له پیل راهیسې په کندهار، ننګرهار او نورستان ولایتونو کې د ګوزڼ څلور مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د يادونې ده چې افغانستان او پاکستان يوازيني هېوادونه دي چې لا هم په‌کې د ګوزڼ مثبتې پېښې ثبتېږي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام