د کونړ شنې درې، لوړې څوکې او بهېدونکي سیندونه یوازې د طبیعت ښکلا نه، بلکې د هغو ځوانانو د هیلو هینداره هم ګڼل کېږي چې غواړي خپل استعداد نړۍ ته وروپېژني.
په همدې چاپېریال کې داسې ځوانان هم روزل کېږي چې د هنر او خلاقیت له لارې د خپلې سیمې کیسې او واقعیتونه انځوروي.
یو له دغو ځوانانو څخه هارون درد دی چې هڅه کوي د کمرې له لارې د خپلې ټولنې ښکلاوې، ستونزې او ورځنی ژوند انځور کړي او خپل هنر تر نورو ورسوي.
هغه باور لري چې تصویر کولی شي د ژبې په پرتله ژور پیغام انتقال کړي او د ټولنې واقعي حالت څرګند کړي.
هارون درد د کونړ ولایت د مرکز اسداباد اوسېدونکی دی او له ماشومتوبه یې ژورنالیزم او عکاسۍ سره مینه لرله.
نوموړی د خپل هنري ژوند په اړه وايي: «زه هغه وخت چې په ښوونځي کې وم همیش به مې دا ویل چې زه باید ژورنالیزم پوهنځی ووایم. د دې لامل دا وو چې زما د عکاسۍ او خبریالۍ سره ډیر شوق وو او غوښتل مې هم چې باید یو ښه عکاس شم.»
له ښوونځي تر فراغت وروسته، هارون د ننګرهار ژورنالیزم پوهنځي د راډیو ټلویزیون څانګې ته بریالی شو او پوهنتون د هغه د هنري سفر پیل ته لاره هواره کړه.
«زه چې کله له ښوونځي فارغ شوم، سملاسي د ننګرهار پوهنتون ژورنالیزم پوهنځي راډیو ټلویزون څانګې ته کامیاب شوم، همغه وخت مې عکاسۍ سره علاقه زیاته شوه او همیش به مې د ملګرو عکسونه اخیستل.»
هارون درد وایي، طبیعت سره ځانګړې مینه لري او ډېر وخت د غرونو، سیندونو او د لمر لوېدو شېبو عکاسي کوي او ثبتوي.
هغه چې د Canon 80D او 7D ماډله دوه مسلکي کامرې لري وايي، عکاسي یوازې په شوق نه؛ بلکې ښه وسایل او دوامداره تمرین هم غواړي.
د رسمي دندې ترڅنګ هغه شخصي کار هم لري او کله ناکله د مالي ستونزو د حل لپاره ډېر او ان سخت کار کوي، خو هیلې یې له لاسه نه دي ورکړي.
«زه که مالي ستونزه ولرم نو کار ډیر کوم او کله کله ان ډیر سخت کار هم کوم څو ستونزې پرې حل کړم.»
کونړ چې اوسېدونکي یې د هېواد نورو لرې پرتو سیمو په څېر تر ډېره ټولنه کې دود رسم او رواجونو ته ارزښت ورکوي، د عکاسۍ فرهنګ په کې دومره عام نه دی.
ځینې خلک یې په اړه مثبت نظر لري او د هغه ملاتړ کوي، خو کله ناکله داسې سیمو او کسانو سره هم مخ کیږي چې عکس اخیستل په کې اسانه نهوي.
«داسې خاصه ننګونه نشته، خو ځینې وخت کله داسې ځایونو ته ځم چې عکس اخیستل په کې رواج نه دي، بیا هغه مهال یو څه ستونزو سره مخ کېږم.»
هغه زیاتوي، که څوک غواړي یو ښه انځور اخیستونکی شي، باید له خپل مسلک سره مینه ولري او له ستونزو ونه وېرېږي.
هارون باور لري چې یو تصویر کله ناکله تر اوږدو خبرو ډېر اغېز لري.
د جګړې یو عکس د خلکو درد ښيي او د ماشوم موسکا د خوښۍ احساس ژر انتقالوي.
«د عکاسۍ له لارې خلکو ته ګڼ پیغامونه وړاندې کیږي لکه موږ درسونو کې ویلي چې کله ناکله یو تصویر داسې معلومات، احساسات او پیغام رسوي چې بیان یې په ډېرو خبرو او لیکنو هم سخت وي.»
هارون اوس یوازې کار کوي، خو غواړي راتلونکې کې خپل دفتر هم جوړ کړي او له نورو ځوانانو سره ګډ کار پیل کړي.
هدف یې یوازې عاید نه، بلکې د خپل هنر له لارې د ټولنې خدمت دی.
د کونړ له غرونو تر ښار او کوڅو پورې، هارون درد هڅه کوي د ژوند رنګونه خوندي کړي.


