د هېواد شمال کې د نفتي توکو او مایع ګازو اتحادیې مسوولان وايي، د سوداګرو لپاره د لا ډېرو اسانتیاوو برابرولو په موخه، له حیرتان بندر څخه د نفتي توکو بازار او د اتحادیې مرکز مزارشریف ښار ته لېږدول شوی.

د دغې اتحادیې رییس مومن ضیايي وویل، مزار ښار کې به د نفتي توکو لپاره سوداګریز مرکز په ۱۵ میلیون ډالرو ۱۲ پوړونو کې جوړ شي.

هغه وویل، د نفتي توکو او مایع ګازو بازار او د اتحادیې مرکز د لارې لرې‌والي په دلیل مزار ښار ته لېږدول شوی او موخه یې د سوداګرو او حکومتي مسوولانو ترمنځ د مناسبو اړیکو رامنځ ته کول، د بیو کنټرول او له احتکار څخه مخنیوی دی.

ښاغلی ضیايي وايي: «له ۲۳ کلونو وروسته سوداګرو ته د غوره اسانتیاوو رامنځ ته کولو لپاره مونږ د ۴۶۶ سوداګریزو شرکتونو په تفاهم چې اتحادیه کې غړیتوب لري، د تېلو او ګازو د پلورلو بازار مو له حیرتان څخه مزار ښار ته لېږدولی، څو سوداګر مجبوره نه‌شي د جلسو او د بیو کنټرول لپاره ۸۰ کیلومتره لاره طی کړي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


له حیرتان ښارګوټي څخه مزار ښار ته د نفتي توکو د پلورلو بازار لېږدولو د سوداګرو ترمنځ خوشبینۍ رامنځ ته کړي.

د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه پلاوي غړی اسدالله اسدي دغه اقدام د نفتي توکو د معیاري کېدو لپاره یو اغېزمن ګام بولي او وايي:

«دا مرکز د نفتي توکو د بیو په ټاکلو، د کیفیت په کنټرول او د احتکار په مخنیوي کې مهم رول لري. پخوا دا بازار په حیرتان کې و، خو د لارې د لرېوالي له امله ډېری سوداګرو نه‌شو کولی ترې په سمه توګه ګټه واخلي.»

د نفتي توکو سوداګر زیاتوي چې مزار ښار کې د نفتي توکو بازار رامنځ ته کول او د واردوونکو حضور کولی شي د نفتي توکو د پلور په برخه کې شفافیت رامنځ ته او بیې کنټرول کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام