Asset 1SWN

هېواد کې د هوا تودېدل او د برښنا پرچاوۍ په اړه د خلکو شکایتونه

برق-qfrsxpv1zgfc7xi8rl10oy9d3w1mjc7li166ixners

په ځینو ولایتونو کې د هوا تودوخه تر ۴۴ سانتي ګراد درجو پورې له لوړېدو سره هم‌مهاله د یوشمېر ولایتونو اوسېدونکي شکایت کوي چې د برښنا پرچاوي زیاته شوې او ژوند یې له ستونزو سره مخامخ کړی دی.

د کابل یو اوسېدونکی سمېع‌الله وايي، په یوه شپه او ورځ کې یوازې له درېوو تر څلورو ساعتونو پورې برښنا لري. نوموړی زیاتوي: «په دې اوړي کې چې د هوا تودوخه هم ډېره لوړه شوې، د برښنا پرچاوي ډېره ده؛ له دې اړخه ډېرې ستونزې لرو او دولت مسوول دی چې دا ستونزه حل کړي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د تخار اوسېدونکی اسدالله او د هرات اوسېدونکی روح‌الله وايي، سره له دې چې د تودوخې پر مهال برښنا ته اړتیا زیاته وي، خو په ۲۴ ساعتونو کې له پنځو تر شپږو ساعتونو پورې برښنا لري. دوی زیاتوي:

«په ډېرو تودو ورځو کې مو برښنا ځي؛ د تودوخې درجه ۳۷ درجې ده او برښنا د سهار په نهو بجو تللې وه، د مازدیګر پنځه بجې راغله. تودوخه ډېره ده، ناروغېږو.»

«موږ سمه برښنا نه‌لرو؛ خلک برښنا ته اړتیا لري او برښنا نشته. خلک سړې هوا ته اړتیا لري، خو برښنا نشته. د ورځې له درېوو یا شپږو ساعتونو څخه ډېره برښنا نشته.»

د دوی په وینا، سره له دې چې ډېری وخت برښنا نه‌لري او پرچاوي هم زیاته شوې، خو بلونه یې بیا ډېر لوړ راځي.

په ورته وخت کې د برښنا شرکت مسوولان وايي، په وروستیو اوونیو کې له برښنا د ګټې اخیستو کچې لوړېدل لامل شوي چې پرچاوي هم زیاته شي.

د دغه شرکت ویاند حکمت‌الله میوندي سلام‌وطندار ته ویلي: «په کابل او ځینو ولایتونو کې د هوا په تودېدو سره پرچاوي زیاته شوې. د دې ستونزې د مخنیوي لپاره مو په لنډمهال کې حرارتي دستګاوې فعالې کړي، څه‌ناڅه ترې کار اخلو او د صنعتي پارکونو برښنا مو لږ را کمه کړې ده.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یادونې ده چې هر کال د اوړي او ژمي پر مهال په پلازمېنې کابل او ځینو ولایتونو کې د برښنا پرچاوي هم زیاتېږي او هېوادوال د خپلو کورونو سړولو او تودولو برخه کې له ستونزو سره مخامخېږي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام