د پاکستان په ستر ښار لاهور کې ګڼ‌شمېر خلک لارو او سړکونو ته راوتلي او د هند پر وړاندې د یاد هېواد بریا یې نمانځلې ده.

د پاکستان ډان ورځ‌پاڼې راپور ورکړی چې دغه کسان د هند برید ته د دغه هېواد د پوځ غبرګون ستایلی او دا یې، د هند پر وړاندې بری ګڼلی دی.

هند او پاکستان دواړه ځان د تېرې اوونۍ په پای کې د پیل شوې څلور ورځنۍ جګړې ګټونکي بولي.

په ورته مهال پر پاکستان د هند له برید وروسته د یاد هېواد لومړی وزیر نرېندرا مودي او نورو چارواکو د خپل پوځ بریدونه ستایلي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


بل‌خوا تېره ورځ د هند پوځ په یوې خبري ناسته کې وویل چې د هوايي ځواک پېلوټان له برید وروسته بېرته ورستانه شوي دي.

خو پاکستان ادعا لري چې د هند پنځه جېټ‌الوتکې یې، نسکورې کړې دي، هغه ادعا چې د هند له‌خوا بې‌بنسټه بلل شوې ده.

د هند او پاکستان ترمنځ څلور ورځنۍ جګړه د امریکا په منځګړیتوب پای ته ورسېده او اوس دواړه لوري د روان اوربند راتلونکي پړاو څرنګوالي په اړه خبرو ته چمتووالی نیسي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام