یوشمېر هغه ځوانان چې له طبیعي بوټو درمل جوړوي په دې باور دي چې په دغو درملو سره د هغو دردونو درملنه کېدی شي چې په کیمیاوي درملو سره یې درملنه ستونزمنه ده.
دوی په درسي نصاب کې د دودیز طب مضمونونو ته د ځای ورکولو غوښتنه کوي او وايي، اړتیا ده چې دودیز طب په عملي، پراخ او ښه ډول راتلونکو نسلونو ته ولېږدول شي.
څلورو ځوانانو له سلاموطندار سره خبرو کې ویلي چې له طبیعي سرچینو غوره ګټه اخیستل، د بومي زدهکړو ژوندي ساتل او د ناروغیو درملنه هغه لاملونه دي چې دوی یې د دودیز طب پرمختګ لپاره هڅولي دي.
ځوان حکیم عارفالله یوسفزی چې تېرو لسو کلونو راهیسې د کابل دهمزنګ سیمه کې د دودیز طب له لارو چارو په ګټې اخیستو د خپلو مراجعه کوونکو درملنه کوي وايي، نیکونو یې له طبیعي بوټو په جوړو شویو درملو سره د ناروغیو درملنه کوله او دی هم دغې کار ته دوام ورکوي.
هغه وايي چې د بواسیر، نهاومیندواره کېدو او د ملا ډسک په څېر د ناروغیو درملنې لپاره، له طبیعي بوټو درمل جوړوي او ډېری مواردو کې یې ښه پایله هم ورکړې ده.
«یوناني درمل عوارض نهلري، دا له طبیعي بوټو جوړیږي. ځینې خلک شک لري او بېباوره دي. دغه درمل ګاونډیو هېوادونو کې هم کارول کیږي، هېوادونو دې برخه کې ښه پرمختګ کړی دی، خالص یوناني درمل هېڅ عوارض نهلري. د عامې روغتیا وزارت له لوري مونږ ته جواز راکړل شوی.»
سمیعالله بل ځوان حکیم دی چې له ۱۳کلنۍ څخه دغه مسلک ته وارد شوی. دی وايي، سره له دې چې دومره عاید نهترلاسه کوي، خو له طبیعي بوټو په جوړو شویو درملنو سره درملنه لامل شوې چې دغه کار ته دوام ورکړي.
«ما ۸ یا ۹ کاله وړاندې ډېره مینه ورسره درلوده. ۱۳ یا ۱۴ کلن به وم چې له یوه سک سره د زدهکونکي په توګه مې کار پیل کړ، زیار مې واېسته، د یوناني درملو جوړول مې زدهکړل، دوه کاله کیږي چې خپله ځان ته دوکان لرم.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
داچې افغانستان یو غرنی هېواد دی د طبیعي بوټو ودې لپاره ښه چاپریال لري، خو د دودیز طب حکیمان له بوټو د درملو جوړولو لپاره د لومړنیو توکو له کمښت شکایت کوي او وايي، ډېری مواردو کې د درملو جوړولو لپاره د اړتیا وړ مواد له هند، پاکستان، بنګلهدېش او یوشمېر نورو هېوادونو واردوي.
«د دودیز طب لومړني مواد له دریو شیانو ترکیب کیږي، نباتات، حیوانات او معادن دي. ځينې مواد افغانستان کې شته، خو ډېری یې له هند، پاکستان او بنګلهدېش څخه واردیږي. پاکستان کې مواد ډېر دي، ځکه هلته عطاران ډېر دي او دې برخه کې ډېر کار کوي. د ګند، کتیره، کرکره په څېر مواد دي چې له دغو هېوادونو واردیږي.»
ورته وخت کې حکیم محمد قاسم مخلص چې شپږ کاله کیږي دې برخه کې فعالیت کوي وايي، حکومت دې درسي نصاب کې د دودیز طب مضمون ته ځای ورکړي، ترڅو د درملنې د دغې کړنلارې پرمختګ سره مرسته وشي.
«د یوناني طبابت په اړه که ووایم، مونږ د ابوعلي سینا روغتون لرو، پوهنتون لرو، خو همدغه روغتون کې یوناني طبابت نهلرو، ټول فوکس او کوښښ په همدې عصري طبابت دی. حکومت دې برخې ته ډېر کم پام کوي، یوازې د کنټرول او جواز ورکولو په برخه کې کار کوي. زمونږ ډېری ملګرو هڅه وکړه چې طبي انستیتوتونه ووسي، خو د روغتیا وزارت ونه منله. خام مواد لرو، روغتونونه لرو، خو د تجربو کمښت په برخه کې ستونزو سره مخ یو، د علمي څېړنو مرکز نهلرو.»
دې سره، یوشمېر ډاکټران ټینګار کوي چې د متخصصینو په توصیې دې له ګیاهي او کیمیاوي درملو ګټه واخیستل شي.
دوی وویل، هر ډول درمل جانبي عوارض لري، نو له خپلسره کارونې یې باید ډډه وشي.
متخصص ډاکټر رحیمګل دروېش په دې اړه وویل:
«که ناروغي تشخیص نه شي، نه داچې د ناروغ وضعیت نه ښهکیږي، بلکې نور هم خرابیږي، ځکه د بدن په متیابولیزم هرڅوک نه پوهیږي، مونږ چې کتنځایونو کې ډېری ناروغان ګورو، له یوناني درملو یې استفاده کړي وي، او د ځیګر پانقراس کولمې خرابې کړي وي او ناروغ یې د سنډروم طرف ته بیولی وي. طبابت یو علم دی، یو څه نه دي چې ویې پلورې، باید علمي څېړنې وشي، زه له یوناني طبابت سره مخالف یم، ځکه چې باید پوه شو چې یو څوک څومره پوهیږي. دغه حکیم باید په دې پوه شي چې له نباتاتو کوم درمل جوړیږي، باید ورسره بلد وي، بیا زه ورسره موافق یم چې توصیه یې کړي.»
ورته وخت کې د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت ویاند غلام محمد کاظم د هغو نباتاتو کښت چې د درمل ورڅخه جوړیږي، د کوکنارو د کښت ښه بدیل بولي.
دی ټینګار کوي چې سرپرست حکومت د کروندګرو لپاره د مشورې ورکولو په موخه مشخص پروګرامونه ترلاس لاندې لري.
هغه سلاموطندار ته وویل:
«د کرنې وزارت هېواد کې د طبي بوټو د کښت ساحو پراختیا او خوندیتوب لپاره مشخص پروګرامونه طرحه کړي. دغو پروګرامونو کې د طبي نباتاتو د تخم کښت، د طبي نباتاتو له ساحې څخه ساتنه، د کروندګرو لپاره د فني مشورو وړاندې کول او د کروندګرو لپاره د طبي نباباتو د تخمونو وېشل دا ټول هغه موارد دي چې د طبي نباتاتو په ساتنه او وده کې ګټور واقع کیږي. دغه پروګرامونه اوس عملآ هغو سیمو کې چې طبي بوټي لري تطبیق کیږي، د هینګ، زعفران او کورکمن په څېر طبي بوټي نورو هېوادونو ته صادیږي او له دې لارې ښه عاید ترلاسه کوو.»
د یادونې ده چې د عامې روغتیا وزارت سرپرست د ۲۰۲۴ کال د ډیسمبر په ۴مه نېټه چین کې د دودیز طب نړیواله غونډه کې غوښتنه کړې وه چې افغانستان سره د دودیز طب په برخه کې د تجربو شریکولو، د ظرفیت لوړولو او د ګډو څېړنو ترسره کولو کې همکاري وکړي.


