په داسې حال کې چې اوزلوبه د افغانستان ملي هویت او فرهنګي سمبول دی، د سلام‌وطندار د یاد راپور موندنې ښيي چې دغه لوبه له جدي ننګونو له هغې ډلې ځاني ګواښونو، د مالي ملاتړ کمښت او د ناکافي عوایدو سره مخ دي.

دغه راپور د هېواد د بدخشان، تخار، بغلان، کندوز او پنجشېر له ۱۸ چاپ‌انداز «د اوزلوبې لوبغاړو» سره د مرکو له لارې چمتو شوی او ټول مرکه شوي کسان د اوزلوبې پرمهال په یوه نه یوه ډول ټپیان شوي دي.

اوزلوبه چې سخته او له خطر ډکه لوبه شمېرل کېږي، اړتیا ده چې چاپ‌انداز یا د اوزلوبې لوبغاړی، زړور وي، د اس په کنټرول کې ماهر او د وزې په نیولو کې مهارت ولري. په دې لړ کې ډېری وخت لوبغاړي، په ځمکه لوېږي، ټپي کېږي او حتا تر دې چې د بدن غړي یې مات شي.

د ۱۸ مرکه شویو لوبغاړو په وینا، دغه لوبه لوړ فزیک او زړورتیا ته اړتیا لري.

۲۲کلن الیاس چې له شپږو کلونو راهیسې اوزلوبه کوي، وايي، د سیمه‌ییزې لوبې پرمهال یې سترګه ژوبله شوې. «یوه ورځ، کله چې زه وزې ته وزې ته ورښکته کېدم د اس په سپېږمو زما سترګه ولګېده. سترګه مې سخته زیانمنه او پړسېدلې وه، خو بیا هم مې کار ته دوام ورکړ. ټولو راته وویل چې ښکته راشه، خو ما بیا هم دوام ورکړ او ډاکټر ته ولاړم. نږدې یوه تر دوو اوونیو پورې مې هېڅ نه‌شو لیدلی.»

همداراز ۳۸کلن غلام  چې څه باندې ۲۲ کاله چاپ‌اندازي کوي، وايي: «کله چې په اس سپاره شو، زموږ پښې ټپي کېږي او لاسونه مو هم ژوبلېږي.  اوزلوبه اسانه لوبه نه ده او په دې ورزش کې ډېر ټپونه رامنځته کېږي. زموږ له ملګرو څخه د پهلوان بصیر غوږ څېرې شو او د نجیب مختار تندی ټپي شو او ډېر نور ملګري هم ژوبل شوي دي.»

سره له دې چې چاپ‌اندازان د اوزلوبې سیالیو پرمهال له جدي ټپونو سره مخ کېږي او د درملنې او ودې لپاره له کافي ملاتړ څخه بې‌برخې دي، خو بیاهم د ځوانانو لېوالتیا او شوق دې دودیز ورزش ته ورځ تر بلې زیاتېږي. د دې راپور موندنې ښيي چې اوزلوبې ته ژوره مینه ځوانان دې ته هڅولي چې د اسانتیاوو له کمښت او د بدني زیانونو له پایلو سره سره، خپل حضور په مېدان کې وساتي.

د راپور له مخې، له ۱۸ چاپ‌اندازانو څخه چې ورسره خبرې شوي، یوازې څلور کسان له لازم ملاتړ څخه برخمن دي، خو ۱۴ نور باور لري چې د مسوولو چارواکو او اړوندو بنسټونو بې‌پامي د دوی اساسي اړتیاوو ته د نه‌رسېدنې لامل شوې ده. سره له دې، دا بې‌پامي نه ده توانېدلې چې د دوی شوق او مینه دې فرهنګي ورزش ته کمه کړي.

۲۳کلن سمیع‌الله چاپ‌انداز د سمنګان اوسېدونکی دی چې شاوخوا دوه کاله کېږي، اوزلوبه کوي او همدارنګه شیرزاد چې ۲۴کلن پهلوان دی او نږدې ۱۲ کاله تجربه لري، وایي چې اوزلوبې په افغانستان کې خپل ځانګړی ځای موندلی دی.

دوی زیاتوي، که له دې ورزش او چاپ‌اندازانو سره جدي ملاتړ وشي، نو په راتلونکې کې به د اوزلوبې د لاپراختیا شاهدان واوسو.

سمېع‌الله وویل: «دولت د اوزلوبې د ورزش په برخه کې لازم ملاتړ نه‌دی کړی، ځانګړي میدانونه نشته او پاملرنه نه کېږي. موږ د دې ورزش راتلونکی روښانه وینو او باور لرو چې دولت باید ملاتړ ترې وکړي. په بهرنیو هېوادونو کې ورزشکارانو ته ځانګړې پاملرنه کېږي.»

شېرزاد وویل: «دا ورزش ډېرې ستونزې لري، وهل کېږو، پښې او سرونه مو ټپي کېږي، خو له دولته کافي ملاتړ نه‌لرو او غواړو چې ملاتړ راسره وشي. زما په اند دا ورزش د پرمختګ په حال کې دی او خلک او سوداګر ورته لېواله دي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د اوزلوبې ډېری ځوان چاپ‌اندازان د شخصي لګښتونو په وسیله ځان د سیالیو د لیګ کچې ته رسوي. سره له دې چې له رسمي او مالي ملاتړ څخه بې‌برخې دي، خو بیاهم د ملي او نړیوالو سیالیو لپاره خپل لګښتونه پر خپله غاړه اخلي.

۲۶کلن سمیع پهلوان چې اووه کاله کېږي د اوزلوبې په لیګ کې فعالیت لري، وایي چې د ملاتړ د نشتون سربېره یې، په ملي او نړیوالو سیالیو کې د ګډون لپاره شخصي لګښتونه کړي دي.

نوموړی وایي چې اوس د خلکو ترمنځ ښه پېژندل شوی او د دې ورزش د ودې او پراختیا لپاره مهم رول لري. سمیع زیاتوي چې درې ځله د لیګ اتل او یو ځل مرستیال اتل شوی او ان تر ترکیې پورې یې په نړیوالو سیالیو کې ګډون کړی، خو له دولته یې کوم مالي ملاتړ نه دی ترلاسه کړی.

په دې راپور کې له نورو چاپ‌اندازانو سره شوې مرکې ښيي چې د اوزلوبې عاید د دوی ورځنۍ اړتیاوې نه‌شي پوره کولی، خو د دې ورزش مینه او شوق دوی نه پرېږدي چې له میدان څخه لاس واخلي.

رامین، د بغلان چاپ‌انداز دی چې اته کاله کېږي اوزلوبه کوي او درې کاله یې په لیګ کې لوبې کړي دي. همدارنګه شمس، د تخار اوسېدونکی چې ۱۵ کاله تجربه لري، وایي چې یوازې د مني په فصل کې یې اړتیاوې تر یوه بریده پوره کېږي، خو په اوړي کې له جدي ستونزو سره مخ وي. دوی ټینګار کوي چې اوزلوبه مخ پر ودې ورزش دی، خو د دولت ملاتړ ته جدي اړتیا لري.

د اوزلوبې سیالي چې زیاتره د پسرلي او مني په موسمونو کې د افغانستان د شمال او شمال‌ختیځ په دښتو کې کېږي، د هېواد د فرهنګي میراث مهمه برخه ګڼل کېږي. چاپ‌اندازان وایي چې د دې دودیز ورزش ساتنه د ملي هویت نښه ده او باید د ودې لپاره یې لازم ګامونه واخیستل شي.

د بلخ اوسېدونکی ۲۵کلن سیدحسین وايي: «ما دا ورزش د فرهنګي دودونو سره د مینې او علاقې له مخې پیل کړ. زموږ نیکونو کلونه دا لوبه ساتلې او پاللې او زه هم د هغوی پر لاره روان یم. شاوخوا ۱۶ کاله کېږي چې په دې میدان کې فعالیت کوم او هڅه کوم خپل ارزښتمن فرهنګي میراث ژوندی وساتم او راتلونکو نسلونو ته یې ولېږدوم.»

د کندوز اوسېدونکی ۲۶کلن محمداسماعیل وايي: «دا ارزښتمن میراث مې له خپلو پلرونو او نیکونو څخه په میراث اخیستی دی. له لسو کلونو څخه زیات کېږي چې په دې ورزش کې فعالیت لرم. کار او تمرینونه مې له خپل پلار څخه زده‌کړي او تل مې هڅه کړې چې دا دود ژوندی وساتم.»

بل‌خوا د اوزلوبې فدراسیون او د بدني روزنې ریاست مسوولان وايي چې د اوزلوبې ودې لپاره یې، د سیالیو شمېر لوړ کړی دی. د بدني روزنې ریاست ویاند اتل مشواڼی سلام‌وطندار ته وايي چې هر کال د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د اوزلوبې درې ټورنمنټونه جوړوي، څو ځوانان په دې لوبه کې د ګډون فرصت پیدا کړي. دغه ریاست هڅه کوي چې د بېلابېلو پروګرامونو له لارې هېواد کې دې لوبې ته د ورزش او ودې زمینه برابره کړي.

اتل مشواڼی وايي: «اوزلوبه د افغانستان له زړو او ملي ورزشونو څخه ده چې موږ هڅه کوو، وده او پراختیا ورکړو. هرکال په هېواد کې درې لوی ټورنمنټونه کېږي: یو په بدخشان، بل په بلخ او درېیم په لیګ کچه، چې ولایتي ډلې پکې ګډون کوي. په دې لیګ کې شاوخوا ۶۰ ورزشکاران شامل دي او هدف مو د دې ورزش لا پرمختګ او پراختیا ده.»

د افغانستان د اوزلوبې، نیزه‌بازۍ او دودیزو ورزشونو فدراسیون رییس غلام سرور جلال وایي چې د څو ولایتونو په کچه د ټورنمنټونو په جوړولو سره یې د اوزلوبې په لوبډلو کې نوې څېرې پېژندلي او همدارنګه د ځوانانو لپاره میدانونه جوړ شوي دي.

هغه وايي: «موږ په ولایتونو کې کوچني ټورنمنټونه پیل کړي دي. د ځوانانو د ګډون لپاره په ټورنمنټونو او لیګونو کې د ځوانانو لوبډلې جوړې کړي چې مثبتې نتیجې یې ورکړي دي. له دې لارې په افغانستان کې نوې څېرې پېژندل شوي او ملي ټیم ته یې بلنه ترلاسه کړې ده. همدارنګه په بېلابېلو ولایتونو کې د ځوانانو او تنکیو جوونو لپاره د تمرین میدانونه جوړ شوي دي.»

د فدراسیون مرستیال، احمد فهیم نظري وایي چې اوزلوبه په هېواد کې وده کوي او فدراسیون هڅه کوي د کورنیو او بهرنیو سیالیو له لارې د ورزشکارانو لپاره د ودې او پرمختګ فرصتونه برابر کړي.

هغه وویل: «د چاپ‌اندازانو اوسنی وضعیت ډېر ښه دی، د ټیمونو وضعیت مناسب دي او هر ټیم قرارداد لري. فدراسیون هڅه کوي چې لیګ په غوره توګه ترسره شي او د کورنیو او بهرنیو سیالیو لپاره چمتووالی ونیسي او ورزشکارانو ته مناسب شرایط او میدانونه برابر کړي.»

د افغانستان د اوزلوبې ملي فدراسیون د نشراتو مسوول امید تاشقرغاني وایي چې د دې ورزش د پروګرامونو او خبرونو د خپرولو لپاره یې له رسنیو سره لازمه هماهنګي کړې ده

هغه وویل: «موږ له رسنیو سره اړینه هماهنګي کړې، څو د اوزلوبې ورزشي پروګرامونه او خبرونه په سراسري توګه خپاره شي. د لیګ اووم پړاو په جریان کې، د رسنیو سره د قراردادونو له لارې د راپور ورکولو پروسه اسانه شوه او همکاري مو ښه وه چې پایله یې اغېزمنه ثابته شوه.»

ویل کېږي چې اوزلوبه نهه کاله وړاندې په رسمي توګه د ملي ورزشونو په نوملړ کې ثبت شوې او خپلواک فدراسیون یې د ملي المپیک د کمیټې تر نظر لاندې فعالیت کوي.

د دې ورزش د لیګ اووم پړاو د روان کال د لیندۍ په ۲۱ نېټه د کابل د یکتوت په سیمه کې د ۱۱ ټیمونو په ګډون پیل شو او په پای کې د سرپل لوبډلې یې اتلولي خپله کړه.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام