د غزې په شمال کې سلګونه کسانو د یوه لاریون پرمهال د جګړې پای ته رسولو او د حماس پر ضد شعارونه ورکړل.
د غزې شمال تر ټولو ویجاړونکې سیمه ده چې د هستوګنې ډېری ودانۍ ویجاړې شوي او پر کنډواله بدلې شوې دي.
د یادې سیمې ډېری اوسېدونکي د جګړو له امله په وار وار بېځایه شوي.
رویټرز خبري اژانس نن چهارشنبه، مارچ ۲۶مه راپور ورکړی چې ګڼشمېر کسان په یوه ویډیو کې د حماس د وتلو شعارونه ورکوي.
رویټرز په راپور کې د لاریون ځای بیتلاهیا سیمه ښودل شوې ده. په راپور کې ویل شوي: «پر اېکس خپره شوې ویډیو کې یوشمېر کسان چې د ویجاړیو شویو ودانیو ترمنځ سړک کې روان دي، د حماس،حماس، حماس ووځه، شعارونه ورکوي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د رویټرز له لوري په خپور شوي راپور کې همداراز ویل شوي چې یوشمېر نور کسان بیا په یوه بل اعتراض د جګړې د پای ته رسولو غوښتنه کوي.
پر غزې د اسراییلو برید راهیسې دا لومړی ځل دی چې یوشمېر فلسطینیان د حماس پر ضد شعارونه ورکوي.
حماس تراوسه د رویټرز راپور کې د دوی پر ضد د شوي لاریون په تړاو څه نهدي ویلي.
دغه لاریونونه داسې مهال کېږي چې اسراییلو پر غزې د بریدونو تازه څپه پیل کړې ده. غزه کې د روغتیا وزارت چارواکي وايي چې په دې بریدونو کې تر دې مهاله څه باندې ۷۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په وژل شویو کې ډېری ښځې او ماشومان دي.
د غزې په جګړه کې چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه پر اسراییلو د حماس له برید وروسته پیل شوه، تر دې مهاله څه باندې ۵۰زره کسان وژل شوي او له ۱۰۰زره ډېر ټپیان دي.