د پاکستان پوځ وايي چې تېرکال یې، دغه هېواد کې د وسله‌والو پر ضد ۶۰زره عملیاتونه کړي دي.

د یادو عملیاتو پرمهال څه باندې ۹۰۰ وسله‌وال وژل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په دې مانا چې پاکستاني ځواکونو د هرو ۶۶ عملیاتو پرمهال یوازې یو وسله‌وال وژلی دی. د پوځ په وینا، په ۲۰۲۴کال کې د وسله‌والو بریدونو، نښتو او چاودنو له امله څه باندې ۷۰۰ پاکستاني سرتېري هم وژل شوي دي.

په دغه کال کې وسله‌‌‌والو ترټولو ډېر بریدونه په خېبرپښتونخوا او تر ټول کمه هغه یې، په پنجاب کې کړې دي. ۲۰۲۴کال بیا دغه هېواد کې د ملکیانو لپاره هم خونړی وو او ۵۷۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، پاکستان کې خلک د پوځ پر عملیاتو بې‌باوره شوي او په وینا یې، ۲۰۲۵کال به دغه هېواد ته لا خونړی کال وي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

خلک وايي چې پوځ د امنیت ټينګښت پرځای خپل پام سیاست ته اړولی او ښايي، روان نوی کال هم د پراخو بریدونو او ناامنیو سره مل وي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام