پاکستاني ځواکونو یو ځل بیا د خوست ګربزو ولسوالۍ کې د ملکي خلکو کورونه په نښه کړي.

د خوست ولايت وياند مستغفر ګربز نن شنبه وویل، پاکستاني پوځ تېره شپه د ګربزو ولسوالۍ اړوند بریخیلو سیمه کې د عامو خلکو پر کورونو د توپونو ډزې کړي.

هغه وويل، په ځوابي اقدام کې د اسلامي امارت ځواکونو له‌خوا د غلام خان سیمه کې د دښمن پوځي کلا په دقیق ډول په نښه او ووېشتل شوه.

دغه جګړه کې د اوښتې مرګژوبلې په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي.

دې سره د دفاع وزارت تېره شپه ویلي چې د ردالظلم غچ اخیستونکو عملیاتو په لړ کې د کندهار شورابک ولسوالۍ اړوند فرضي کرښه کې د پاکستان په یوې پوستې برید وشو.

دغه وزارت پر ایکسپاڼه لیکلي چې د دفاعي ځواکونو له لوري د پاکستان له دغې پوستې چې ۳۰ سرتیري هم په کې ووژل شول، ۲ هاوانونه، ۳ دهشکې، ۲ د شپې او ورځې دروبینونه، ۲ ثقیلان، ۱۸ لاسي بمونه، ۳۰ فیره د ثقیل مرمۍ، لس بکسې د دهشکې مرمۍ او یو شمېر نورې وسلې او مهمات ترلاسه شول.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام