د پاکستان حکومت ویلي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یې د هند او پاکستان ترمنځ د کړکېچ پرمهال د مهم رول لوبولو له امله، د ۲۰۲۶ کال د نوبل سولې جایزې ته نوماند کړی.
د راپورونو پر اساس، د پاکستان حکومت ویلي چې پرېکړه یې کړې د هند او پاکستان ترمنځ د کړکېچ پرمهال د ټرمپ د ډیپلوماټیکې هڅو د مننې په توګه، هغه د ۲۰۲۶ میلادي کال د نوبل د سولې جایزې لپاره په رسمي توګه نوماند کړي.
د پاکستان دولت زیاته کړې چې د ولسمشر ټرمپ دغه لاسوهنه د «واقعی سولې غوښتونکي» په توګه د هغه د رول څرګند ثبوت دی، او دا ښيي چې نوموړی د شخړو د خبرو له لارې د حل په برخه کې ژمن دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
پاکستان وړاندیز کړی چې ډونالډ ټرمپ ته باید د ۲۰۲۶ کال کې د نوبل سولې جایزه ورکړل شي.
خپله د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم تېره ورځ د نوبل جایزې په اړه یوې پوښتنې ته ځواب کې ویلي، هغه باور لري چې د څو دلایلو له امله د سولې د دغې جایزې مستحق دی.
هغه وویل، د هند او پاکستان په ګډون، ده د کانګو ډیموکراټیک جمهوریت او روانډا ترمنځ د تړون منځګړیتوب کړی دی.


