د پاکستان مرستیال لومړی وزیر او د بهرنیو چارو وزیر محمداسحاق دار وايي چې هېواد یې د افغانستان په اړه د سولې، ثبات او هوساینې ته ژمن دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن چهارشنبه (تلې دویمه) پر خپله اېکسپاڼه د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان د تماس ډلې د لومړنۍ غونډې د جوړېدو خبر ورکړی دی.
دار په غونډه کې څرګنده کړې چې افغانستان باید له انزوا څخه وژغورل شي او د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو څخه یې وغوښتل چې له شرط پرته بشري مرستې د افغانانو لپاره برابرې کړي، د سوداګرۍ او بانکي سیستمونو بیارغونه وکړي، سیمهییزې اړیکې پراخې کړي او د نړیوالو ژمنو د تطبیق لپاره خبرې وکړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه همدارنګه د پاکستان د خوندیتوب په اړه د افغانستان له خاورې د احتمالي ګواښونو له امله اندېښنه څرګنده کړه او د امارت اسلامي چارواکو څخه یې وغوښتل چې د تروریزم پر وړاندې مشخص او د باور وړ اقدامات وکړي، څو سیمهییز امنیت تضمین شي.
محمداسحاق دار همدارنګه د اسلامي همکاریو سازمان د متخصصینو د یوې کاري ډلې د جوړېدو وړاندیز وکړ، څو د افغانستان د ثبات لپاره یوه تګلاره ترتیب کړي او ټینګار یې وکړ چې تلپاتې سوله یوازې د صداقت، متقابل درناوي او سیاسي ارادې له لارې ممکنه ده.


