Asset 1SWN

پاکستان او ایران په یوه ورځ کې څه باندې ۲۰۰۰ افغان کډوال را اېستلي

afghan-refugees-qmzfqj4hnorncwjishuetoiu7z8cr4ldj85owe9ifc

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ایران په تېره یوه ورځ کې د هرات اسلام‌کلا له لارې ۱۷۷۳ افغانان په زوره هېواد ته را ګرځولي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې پاکستان هم په تېره یوه ورځ کې ۳۲۴ افغانان د کندهار د سپین‌بولدک له لارې هېواد ته په زوره راګرځولي دي.

په ورته وخت کې له ایران او پاکستان څخه را اېستل شوي افغانان له سرپرست حکومته غواړي چې د اوسېدو ځای او کاري بوختیاوو ورته برابرې کړي.

عبید چې د هرات اوسېدونکی دی او تېره ورځ د اسلام‌کلا له لارې په زوره هېواد ته راګرځول شوی، وايي: «له حکومته غواړو چې هېواد کې د کار اسانتیاوې برابرې کړي؛ تر څو به ایران، پاکستان او ترکیه ته روان یوو.»

د ننګرهار اوسېدونکی سمېع‌الله هم چې تازه له پاکستان څخه را اېستل شوی، له سرپرست حکومت څخه غواړي چې د اوسېدو لپاره یې تلپاتې ځای او د کار اسانتیاوې برابرې کړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان تر دې وړاندې ویلي و چې د روان زېږدیز کال په تېرو څه باندې څلورو میاشتو کې له ایران او پاکستان څخه شاوخوا نیم میلیون افغانان په زوره او خپله خوښه هېواد ته را ګرځول شوي دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام