د ميدانوردګ د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رياست وايي، په تېر یوه کال کې دغه ولایت ته له ایران، پاکستان او ترکيې څخه ټول ۱۱۳۳ افغان کډوال بېرته ته راستانه شوي دي.
د دغه ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست ریيس مولوي عبدالرحمن هاشمي میدانښار کې خبریالانو ته وویل، له راستنېدونکو کسانو څخه ۲۸۳ کورنۍ او ۸۵۰ تنه انفرادي کسان دي.
نوموړي زياته کړه چې ياد هېوادوال له ثبت وروسته، د اسلامي امارت او اړوندو مرستندويه بنسټونو لهخوا ورته د ژوند لومړنۍ آسانتياوې هم برابرې شوې دي.
هاشمي زیاته کړه، «د راستنېدونکو ځوانانو لپاره يې حرفوي کورسونه برابر کړي، څو له فراغت وروسته د خپلواکه کار زمينه ورته برابره شي،همداراز، يو شمېر مېرمنو ته يې د کور دننه د چرګانو واړه فارمونه هم جوړ کړي، تر څو خپل عايد ولري.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د هغه په وينا، د راستنېدونکو لپاره په ميدانوردګ کې درې ښارګوټي ځانګړي شوي چې له ډلې یې، يو ښارګوټی ۲۷۳ جوړ کورونه لري او دوه نور ښارګوټي چې يو يې ۳۰۰ جريبه او بل يې ۵۱۰ جريبه ځمکه لري، د اړتيا پرمهال به پر مستحقو بيا راستنېدونکو کورنيو ووېشل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران هم اعلان کړی چې ناقانونه کډوال به ژر تر ژره بېرته افغانستان ته ستانه کړي.


