په پنجشېر کې د ۵۰زره ډالرو په ارزښت د یوه سوداګر له لوري د یوه روغتیايي کلینیک د جوړېدو چارې پیل شوې.
د پنجشیر محلي چارواکي وايي چې د دې کلینیک بنسټ ډبره د حصه اول ولسوالي په جرویش سیمه کې کېښودل شوه. د پنجشېر د والي ویاند سیفالدین لتون نن چهارشنبه (تلې دویمه) سلاموطندار ته وویل چې د حاجي محمود په نوم یوه سوداګر په خپل شخصي لګښت دغه روغتیايي مرکز جوړوي.
لتون زیاته کړه چې کلینیک به پر نږدې یو جریبه ځمکه ودان شي او یو ودانۍ به یې شپږخونې او اړوند نور ضروري ملحقات ولري. د ویاند په وینا، دغه مرکز به معیاري او عصري بڼه جوړ شي او تر بشپړېدو وروسته به پهکې د داخله، د ماشومانو د تغذیې، جراحي او ارتوپیدي برخو کې خدمات وړاندې شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
یاد کلینیک په داسې سیمه کې جوړېږي چې تر دې دمه روغتیايي خدمات په یوه شخصي کور کې وړاندې کېدل.
همدا راز ویل شوي چې سږکال د پنجشیر د ولایتي روغتون د جوړېدو پروژه هم د ۱۴۷ میلیونه افغانیو په بودیجه د سرپرست حکومت لهخوا منظور شوې او د پليکېدو په درشل کې ده.


