سلام‌وطندار له ۲۰ ځوانانو سره چې ۱۲ یې نجونې او اته یې، هلکان دي، مرکې کړي چې د مرکو موندنې ښيي، دغه ځوانانو د جلدي او ښکلا اړوند ناروغیو درملنې لپاره له سوداګریزو محصولاتو ګټه اخیستې چې ۱۵ یې، له منفي پایلو سره مخ شوي دي.

په وروستیو کلونو کې پر ټولنیزو رسنیو په ځانګړې توګه فېسبوک، انسټاګرام او نورو د ښکلا اړوند محصولاتو پلور اعلانونونه د پام وړ زیات شوي دي.

په دې محصولاتو کې د مخ د سپینوالي، د دانو کریمونو او د چاغولو او وزن کمولو درمل سربېره، نور توکي هم د ډاکټر له مشورې پرته خرڅېږي، هغه څه چې ډاکټران یې، د پایلو په تړاو خبرداری ورکوي.

د راپور موندنې څرګندوي چې د سروې له ګډونوالو څخه ۱۲ کسان د انلاین ښکلاو محصولاتو د غیرمسوولانه او بې‌نسخې کارولو له امله د پوستکي له ستونزو او د ویښتانو له زیان سره مخ شوي او یو تن بیا د هورموني ګډوډیو ښکار شوی دی.

۲۰کلنه دیانا احمدي، د پروان اوسېدونکې ده، هغه وایي، له شپږو میاشتو راهیسې د پوټکي د داغونو له ناروغۍ کړېږي او د درملنې لپاره یې د انټرنټ له لارې پلورل کېدونکي کریمونه کارولي دي، خو د هغې په خبره، دغو محصولاتو نه یوازې د هغې ستونزه نه ده هواره کړې، بلکې لا یې خرابه کړې ده.

دیانا وایي: «فیسبوک کې مې اعلانونه ولیدل. ویل یې چې درملنه کوو او دوا به درته انلاین درولېږو. دوه کریمونه مې واخیستل، راته یې وویل وې کاروه ښه کېږې، خو برعکس وشول. هېڅ ګټه یې ونه کړه او د مخ داغونه مې څو چنده ډېر شول.»

شل کلنه زینب عمران علي، د کابل اوسېدونکې ده، هغه هم ورته تجربه لري. نوموړې وایي، د مخ ځوانکیو د درملنې لپاره یې د انلاین محصولاتو کارول پیل کړل، خو د پام وړ ناوړه اغېزې یې ولیدلې.

زینب وایي: «نږدې دوه میاشتې کېږي چې د مخ لپاره یې کریمونه کاروم. فیسبوک کې یې اعلانونه ولیدل. وویل یې درملنه کوو او دوا درته استوو. خو هېڅ نتیجه یې ونه کړه، بلکې د مخ بخارونه مې ډېر شول او پوټکی مې پوستک پوستک شو، ډېر خراب شوم.»

۲۲کلنه هدیه زاهد د پروان اوسېدونکې او وایي له دوو کلونو راهیسې د یوې ملګرې په سپارښتنه د انلاین ښکلا توکو کارول پیل کړل، خو اوس له شدیدې پوټکي حساسیت سره مخ ده. په وینا یې، د هغو محصولاتو کارول د هغې روغتیا له جدي خطر سره مخ کړې ده.

هغې وویل: «ملګرې مې راته وویل چې یو آنلاین کریم واخله، د مخ بخار له منځه وړي او پوست سپینوي. یو کریم مې په ۳۰۰ افغانۍ اخیستی و. د وتسپ له لارې مې غوښتنه وکړه او کور ته یې راته ورسوه. خو چې مې وکاراوه، هېڅ ګټه یې ونه کړه، حساسیت مې پیدا شو او د مخ بخارونه مې څو چنده زیات شول.»

یوشمېر نور ځوانان وايي چې د انلاین درملو کارول نه یوازې ګټه نه‌لري، بلکې د پوټکي ناروغۍ څو برابره زیاتوي. یوه نجلۍ چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، وایي، د یوې ملګرې په مشوره یې د مخ د بخار او سپینولو لپاره انلاین کریم اخیستی و.

د پوټکي ستونزو ترڅنګ، ځینې ځوانان له نورو جدي روغتیايي عوارضو شکایت هم کوي. حلیمه بشري چې ۲۵کاله عمر لري، د پروان اوسېدونکې ده، وایي، د وزن د زیاتولو لپاره یې د انلاین توکو کارول پیل کړي و، خو دغه محصولات یې روغتیا ته سخت زیان رسولی دی. حلیمه زیاتوي: هغې وویل: «شاوخوا یو کال کېږي چې انلاين محصولات کاروم. یو چاغوونکی محصول مې اخیستی و چې جانبي عوارض یې درلودل. زما هورمونونه یې ګډوډ کړي وو. د دې توکو له لوړو بیو هم راضي نه یم.»

په ورته وخت کې د هلکانو شکایتونه هم ورځ تر بلې ډېرېږي. ۲۵کلن عبدالباسط امیري د پنجشیر اوسېدونکی دی. هغه وایي، د ویښتانو د توېدو لپاره یې انلاین درمل کارولي و، خو نه یوازې دا چې ګټه یې نه ده کړې، بلکې د ویښتانو تویېدل یې څو چنده زیات شوي دي. د هغه په وینا، ستونزه یې اوس د پخوا په پرتله ډېره جدي شوې ده.

نوموړي وویل: «ما ډېرې دواګانې انلاین اخیستې دي او پر ځان مې کارولې دي، خو هېڅ ډول مثبته پایله مې نه ده لیدلې. نه یوازې دا چې زموږ درملنه ونه‌شوه، بلکې ستونزې مو ډېرې شوې. له موږ سره هغه دواګانې شریکول کېدې چې یا یې کیفیت نه درلود او یا هم تاریخ تېرې وې. کور ته به یې راوسپارلې او موږ ته به یې پلورلې.»

۲۲کلن محمدحکیم حکیمي، د کابل اوسېدونکی دی. هغه هم ورته ستونزه لري. نوموړی وایي، د مخ د ځوانکیو او د ویښتانو د رالوېدو لپاره یې انلاین محصولات کارولي دي، خو د پایلې پر ځای یې د روغتیا وضعیت خرابه شوې.

حکیمي وایي: «ما دا محصولات انلاین واخیستل چې ستونزه مې حل شي، خو نه یوازې حل نه شوه، بلکې حساسیت او د پوستکي نورې ناروغۍ هم پیدا شوې. سور داغونه جوړ شول، د ویښتانو تویېدل مې زیات شول، شوره پیدا شوه او د سترګو لاندې مې توره کرښه ډېره شوه. هم پوټکی خراب شو، هم وخت او پیسې ضایع شوې. دا ټول د هغو بې‌کیفیته آنلاین محصولاتو له امله دي.»

د ټولو ځوانانو نظر یو شان نه دی. د سروې پنځه ګډونوال وایي چې انلاین محصولات د قیمت، کیفیت او وخت له پلوه ښه تجربه لري. هغوی باور لري چې انلاین پېر د وخت په سپما کې مرسته کوي.

عرفان احمدي د کابل اوسېدونکی او فېروزه عېني، د پروان اوسېدونکې ده. دوی وایي، د وخت د کمښت له امله انلاین درملنه او ښکلا محصولات غوره کوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


عرفان وایي: «زه هغه کریمونه، مرهمونه، د ویښتانو تقویتي سیروم او د رالوېدو پر ضد شیمپو یې له انلاین پاڼو اخیستي دي. کله ناکله وخت نه لرو چې دواخانه ته ولاړ شو، نو آنلاین اخیستل اسانه دي او بیې یې هم مناسبې وي.»

فېروزه هم ورته نظر لري: «زه اکثره عطریات له انلاین پلورنځیو اخلم. کیفیت یې ښه وي او وخت راسره سپموي. په ډېرو وختونو کې فرصت نه وي چې بازار ته ولاړ شم، خو له آنلاین پلورنځیو چې اخیستل کوم، په ټاکلي وخت یې تر لاسه کوم او تر دې دمه مې تجربه ښه وه.»

په داسې حال کې چې ګڼ‌شمېر ځوانان د انلاین محصولاتو د زیانونو تجربه لري، د دغو توکو پلورونکي بیا ادعا کوي چې لوړ کیفیت، د باور وړ درمل او وړیا روغتیايي مشورې وړاندې کوي. دوی وایي چې د خپلو پیرودونکو درملنه تر بشپړې ښه والي پورې تعقیبوي.

سمیع‌الدین عزیزي چې ځان د روغتیايي مشاور او د انلاین درملو د پلور بازارموندونکی معرفي کوي، وایي، شاوخوا شپږ میاشتې کېږي چې په دې برخه کې کار کوي او ادعا کوي چې پیرودونکي یې خوښ دي.

عزیزي وایي: «پیرودونکي له هغو طبی محصولاتو لکه د وريجو سبوس، تور هوږه او د بیزشات څخه ډيرې ګټې احساس کړي دي. تراوسه کوم شکایت نه دی ثبت شوی. ځینې یوازې تمه لري چې ژر نتیجه وویني، نو موږ ورته وایو چې منظم استعمال او صبر د پایلې لپاره مهم دي.»

لیلا عزیزي چې د ښکلا او پوټکي محصولاتو انلاین پلورونکې ده، وایي، محصولات یې له ایران څخه افغانستان ته واردېږي او تراوسه یې پیرودونکي خوښ دي.

هغې وویل: «زموږ محصولات له ایران څخه واردېږي. پیرودونکي مو هم حضوري دي او هم آنلاین، زیاتره د واتساپ له لارې اړیکه نیسي. تر دې دمه کوم شکایت نه دی راجستر شوی، بلکې پیرودونکي د خپلو اخیستو محصولاتو په کارولو راضي دي، هم د پوټکي لپاره او هم د ویښتانو لپاره. موږ د پلورلو وړاندې سمه مشوره ورکوو او که محصول ورته اړین وي، نو بیا یې سپارښتنه کوو.»

د پوټکي او ښکلا چارو متخصصین خبرداری ورکوي چې د پوټکي هر ډول ناروغي د ځانګړې پاملرنې اړتیا لري او باید یوازې د متخصص ډاکټر تر څار لاندې درملنه وشي.

داکتر محمد اسلم فواد، د پوټکي او ښکلا متخصص، وایي، د انلاین محصولاتو بې‌پروا کارونه د طبابت له اصولو سره په ټکر کې دی او د خلکو روغتیا ته ستر خطر پېښولی شي.

فواد زیاتوي: «د دغو درملو جانبي عوارض د پوستکي له سورېدو نیولې تر نري‌کېدو، داغونو او غیرطبیعي ډول د وېښتو رامنځته کېدو پورې رسېږي. د هر درملو زیان د هغه ډول، د استعمال مودې او د بدن د کومې برخې سره چې کارول کېږي، توپیر لري.»

په ورته مهال، داکتر رنا کمال هم ټینګار کوي چې د پوټکي او ویښتانو ستونزې باید هېڅکله سپکې ونه ګڼل شي. هغې وویل: «د پوستکي او ویښتو موضوع ډېره حساسې ده. ځانسرانه درملنه د سمې پایلې ضمانت نه لري. تر هغه چې د ناروغ نږدې معاینه او دقیق تشخیص ترسره نه شي، درملنه نه شي کېدای. یو تبلیغ یا ویډیو د درملنې لپاره کافي نه ده.»

بل‌خوا، د دغو شکایتونو په منځ کې د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي چې ټول وارداتي محصولات د هېواد په ګمرکونو کې ازمویل کېږي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند، شرافت زمان امرخېل سلام‌وطندار ته وویل: «په ګمرکونو کې زموږ لابراتوارونه فعال دي او ټول وارداتي توکي، که خوراکي وي او که ښکلايي، تر څار لاندې نیول کېږي. په دې وروستیو کې شاوخوا ۳۹۶ میلیونه افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې چې لابراتوارونه لا پیاوړي شي. په دې برخه کې کار روان دی او د مثبتو پایلو تمه لرو.»

د یادونې وړ ده چې په تېرو څو کلونو کې ګڼ‌شمېر ځوانان د وزګارتیا له امله د انلاین سوداګرۍ په ځانګړي ډول د ښکلا او روغتیايي محصولاتو پلور ته مخه کړې، خو لکه څنګه چې ډاکټران خبرداری ورکوي، دا ډول محصولات که د متخصص له سلا پرته وکارول شي، د جدي او دایمي روغتیايي ستونزو لامل کېدای شي.

 

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام