Asset 1SWN

د ا.ا او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته کې يو سرتېری وژل شوی

WhatsApp Image 2025-03-03 at 5.04.02 PM

خبریال: واصف‌الله عثماني

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع دوشنبه د (کب په ١٣مه) وویل، یاده جګړه د پاکستان له لوري وړمه شپه په ١٢ بجو پیل او تر دوشنبه ١١ بجو یې دوام وکړ.

ده وویل، په لومړیو کې افغان سرحدي پولیسو هڅه وکړه چې د تورخم دروازې پرانیستلو ستونزه د خبرو او تماس له لارې حل کړي، خو پاکستاني لوري د جنګ هڅه کوله چې وروسته اسلامي امارت دفاعي ځواکونو هم د دفاع په خاطر جګړه پیل کړه.

هغه وایي، د دغې جګړې په پایله کې د پاکستان ځینې پوستې له منځه وړل شوي او تلفات هم وراوښتي. د هغه په وینا، نښته کې د اسلامي امارت یو سرتېری هم شهید شوی او دوه ټپیان دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سیمې یوشمېر اوسیدونکي هم سلام وطندار ته وایي، جګړه تر سهاره وغځیده چې په کې دواړه لورو یو پر بل د سپکو او درنو وسلو ډزې هم کړي.

دوی وایي چې د پاکستاني ځواکونو له لوري پر افغان پوستو ډزې شوي او وروسته جګره رامنځته شوې.

د سیمې اوسیدونکو احمد امین او لال نظری یې په اړه داسې وویل:

«ټول خلک په خواږه خوب ویده و، دولس بجې جنګ شروع شو ډیرې سختې ډزې وې او خلکو ته تکلیف و، دا کورونو والا هم د شپی په دولس بجو کورونه پریښودل او لاړل.»
«جنګ کې زمونږ ګاډي هم پکې لګیدلي، خلک پکې ډیر زیات تکلیف شوي، ماشومان باران کې ډیر زیات تکلیف شوي، همدارنګه غوړکي کې کورونه لګیدلي، په تورخم کې لارۍ لګیدلي، دوکانونه لګیدلي، خلکو ته تاوانونه اوښتي.»

بل لور ته یوشمیر لارۍ چلوونکي وایي، داسې ویل کیدل چې نن تورخم دروازه د تګ راتګ لپاره خلاصه شي، خو د تیرې شپې  جګړې له امله یې یاده هیله هم له منځه لاړه. دوی وایي چې لس ورځې یې بار لارۍ ولاړې او د دروازې د خلاصیدو شیبې شماري.

خانزاده او راحت ګل چې تورخم کې یې موټر ولاړ دي وایي:

«نن دا لسمه ورځ ده چې ګیټ بند دی، دا پورې غاړه هم ډیر موټر ولاړ دي او ټول ډرایوران دا څلورمه ورځ ده چې ځي وایي ګیټ خوشې شو او بیرته راشي او لاړ شي ډیر په ستونزو کې دي.»
«زرګونه موټر په سړکونو او پمپونو کې ولاړ دي، زمونږه غوښتنه دا ده چې دا لاره خلاصه شي او دا دی لس ورځې مو وشوې چې ولاړ یو. مالونو او لاریو ته خفه یو.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

دا لومړی ځل نه دی؛ بلکې تر دې وړاندې هم پاکستاني لوري د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه له افغان ځواکونو سره نښتې کړي چې دواړو لورو ته په کې مرګژوبله هم اوښتې ده.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام