د کابل په یوه خصوصي پوهنتون کې نن یکشنبه، لیندۍ نهمه، د تخصصي ټکنالوژۍ یو ورځنی نندارتون جوړ شو چې مسؤولان يې وايي، د دې نندارتون هدف په هېواد کې د ټکنالوژۍ د ودې او د ځوانانو د نوښتونو ملاتړ دی.

د دې نندارتون یوه مسوول نظیف‌الله شیرزی وايي چې په دې نندارتون کې له ۲۰ څخه زیاتو نوښتګرو پروژو او ابتکارات نندارې ته وړاندې شوي چې په‌کې د څاڅکي اوبو ورکولو سېسټم، د کارګرو لپاره ځانګړې خولۍ، د ټرافیکي ګڼه‌ګوڼې د کمولو سېسټم او څو نور سافټویرونه شامل وو.

شېرزي وویل: «یو جوړ شوی موډل چې ډاکټر سره د ناروغیو تشخیص کې مرسته کوي او امنیتي سېسټمونه جوړ شوي، د بشري سرچینو پروژې جوړې شوي او دا چې له انټرنټي سېسټمونو څنګه ساتنه وکړو او دې نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوي دي.»

په همدې حال کې، یوشمېر ځوانانو چې خپلې لاسته‌راوړنې یې په دې نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړي، له حکومت او نړیوالو بنسټونو غواړي چې د دوی له نوښتونه او ابتکاري پروژو په مالي لحاظ ملاتړ وکړي.

عرفان‌الله، د باختر پوهنتون د کمپیوټر ساینس محصل دی چې د روغتونونو لپاره یې د ناروغیو د پېژندلو یو سیستم جوړ کړی.

هغه وايي: «په افغانستان کې د ناروغیو د خپرېدو د مخنیوي لپاره وړتیا شته او باید ورته فرصتونه برابر شي. موږ د دې نندارتون له جوړېدو څخه خوښ یو، ځکه دلته وړتیاوې ښه څرګندېږي او ځوانان هڅول کېږي چې په خپلې خوښې رشته کې هڅه او کار وکړي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د باختر پوهنتون د اتم سمستر محصل علاالدین بیا د لویو شرکتونو لپاره د بشري سرچینو مدیریت یو سېسټم ډیزاین کړی او له حکومت غوښتنه کوي چې د ځوانو خلاقو لپاره د مالي ملاتړ زمینه برابره کړي.

هغه وویل: «تکنالوژي په افغانستان کې یو ضروري امر دی او موږ له دولت څخه غوښتنه کوو چې تکنالوژۍ ته پام وکړي او همدارنګه د نوښتګرو ځوانانو د پروژو د عملي کېدو لپاره د مالي ملاتړ زمینه برابره کړي.»

بل‌خوا د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) مسوولان وايي چې د ټکنالوژۍ په برخه کې به د ځوانو نوښتګرو لپاره د کار زمینه برابره کړي.

د دې ادارې ویاند جلال‌الدین شمس وايي: «د مخابراتو وزارت او د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره هڅه کوي چې محصلینو او فارغینو ته د کار زمینه برابره کړي، څو هغوی وکولای شي خپل ابتکارات پکې څرګند کړي.»

د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) مسوولان زیاتوي چې په تېرو څو کلونو کې د مخابراتو او ټکنالوژۍ سکتور د پام وړ وده کړې، او اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا ۲۶ میلیونه د مخابراتي خدماتو ګډونوال او شاوخوا ۱۵ میلیونه د انټرنیټ کارکوونکي شتون لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام