د هېواد یوشمېر لرې‌پرتو سیمو کې لا هم ګڼې کورنۍ شته چې نه‌غواړي خپلو کم‌عمره ماشومانو ته د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین تطبیق کړي.

تر ډېره د ګوزڼ ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي نشتوالی د کورنیو له لوري ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین د نه‌تطبیقولو مهم لامل بلل کیږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د تخار اوسېدونکی ۱۸ کلن احمدالله یو له هغو کسانو دی چې کورنۍ یې په کوچنیوالي کې هغه ته د پولیو واکسین نه دی ورکړی او اوس په دواړو پښو معلول دی.

دی وايي، د ده په شمول دوه نورې خویندې یې هم چې ۲۵ او ۲۳ کاله عمرونه لري، ګوزڼ وهلي. «زه تقریبا په ۱۲ او ۱۳ کلنی کې په ډیر مشکل لږ لږ ګرځيدم او زما معلولیت تر ۵ کلنۍ پورې احساس کېده، خو چې عمر مې زیاتېده، وروسته له ۵ کلنې د وخت په تېرېدو سره چې زما عمر زیاتېده له ۱۳ کلنې وروسته زه له حرکت کولو او ګرځېدو ولوېدم، تقریبا ۵ کاله کیږي چې ځای پر ځای ناست یم.»

احمدالله چې له ۱۲ کلنې وروسته يې د معلولیت د ډیروالي له کبله ونشو کړای ښوونځي ته لاړ شي، اوس يې کورنۍ ورته د پولیو واکسین په نه کولو پښیمانه ده.

نوموړی زیاتوي: «تر ۱۲ او ۱۳ کلنی ښوونځي ته تلم او تر ۷ ټولګي مې ښوونځۍ ولوست، خو اوس په کور یم او نه‌شم کولی چې ښوونځي ته لاړ شم. اوس وخت کې چې کله هم د پولیو واکسیناتوران د کور دروازې ته راځي، مور مې وايي چې کاش هغه وخت مې درته واکسین کړی وی، اوس به داسې نه کېدل.»

کفایت‌الله بیا د هلمند د واشیر ولسوالۍ اوسېدونکی دی او هغه هم ګوزڼ وهلی. ده‌ سلام‌وطندار ته وویل، ډاکټرانو ډاډ ورکړی چې ناروغي به یې د وخت په تېرېدو ښه شي او دامهال لوړې زده‌کړې کوي.

کفایت‌الله له کورنیو غواړي چې خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین تطبیق کړي، ترڅو ماشومان یې راتلوونکې کې د بل یا د ټولنې د اوږو بار نه‌شي.

«زه په کوچني‌توب کې ګوزڼ وهلی یم، خو تېرو څو کلونو راهیسې مې درملنه روانه ده او ډاکټرانو راته ویلي چې په مرور د زمان سره ښه کېږې. نو هیله‌مند یم چې ښه شم. له نورو کورنیو غواړم چې خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړي، ترڅو بیا راتلونکې کې پېښمانه نه‌شي.»

د ملګروملتونو د روغتیا نړیوال سازمان WHO روان مېلادي کال افغانستان کې د ګوزڼ د ۱۱ مثبتو پېښو خبر ورکړی.

دغه سازمان د اګسټ په ۱۲مه یوه رپوټ کې ویلي، سره له دې چې تېر ۲۰۲۳ کال کې يې افغانستان کې د پولیو ۶ پېښې ثبت کړي، خو ۲۰۲۴م کال کې دغه ګراف ۱۱ پېښو ته رسېدلی دی.

افغانستان کې د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف د پولیو له منځه وړلو پروګرام د عامه اړیکو پخوانی مشر سیدکمال شاه بیا له پاکستان سره تګ‌راتګ، د پولیو واکسین د تطبیق په برخه کې خنډونه او د عامه پوهاوي نشتوالی، د دې ناروغۍ د زیاتېدو لاملونه ګڼي.

هغه وویل: «یو خو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خلکو تګ او راتګ او یو بل ته د دوی په واسطه د ویروس انتقال دی، دا يې غټ علت دی، ځکه که مونږ هغه جنیټیک لینک وګورو د پولیو ویروس د خپرېدو هغه له یو بل سره تړلی دی. دوهمه خبره دا ده، هغه سیمې چې د پولیو تر ګواښ لاندې دي، هلته اوس هم ډېر خنډونه شتون لري، په خاص ډول د پولیو واکسین د تطبیق په برخه کې ستونزې شته هلته د خلکو د پوهاوي کچه کې ستونزې شته، خلکو ته د واکسین اهمیت ډېر ندی څرګند، یا دوی په واکسین ځینې شکوک او شبهات لري، نو دا ټول هغه څه دي چې په دغو سیمو کې د پولیو ویروس اوس هم شتون لري.»

یوشمېر روغتیايي ‌کارپوهان د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ له منځه وړلو لپاره د سرپرست حکومت پر جدي هڅو ټینګار کوي.

د لندن پوهنتون استاد او د انګلستان په کیمبرج پوهنتون کې څیړونکی ډاکټر محمد نوروز حقمل وايي: «که د اسلامي امارت مشر د واکسین د تطبیق، خصوصا د ګوزڼ په باره کې یو فرمان ورکړي، دا به ډیر غټ رول ولوبوي، کومو هېوادونو کې چې قوي سیاسي حمایت ولري، هلته داسې ستونزې کمیږي، که سیاسی حمایت ونلري ناکامیږي. د واکیسنونو د تطبیق کچه باید لوړه شي، روغتیايي سیسټم کې باید داسې ابتکاراتو نه کار واخلي چې خلکو ته په هغې سره قناعت ورکړي.»

یوشمېر دیني عالمان هم د پولیو ناروغۍ له منځه وړلو او د واکسین د تطبیق لپاره د عامه پوهاوي پروګرامونو په ډېرولو ټینګار کوي. دیني عالمان سید ضیا حسیني وايي، د پولیو ناروغۍ په تړاو د عامه پوهاوي نه‌شتون د یوه سالم او روغ ماشوم برخلیک په یوه معیوب ماشوم بدلوي.

هغه وویل: «د افغانستان په څېر دوديزه ټولنه کې د علماوو رول مهم دی او د پوليو په لمنځه وړلو کې اغېزمن او رغنده رول لوبولی شي. کله چې ماشومان رشد وکړي او په دوی کې دا مرض ولیدل شي، باید د پولیو د ضررونو په اړه عامه پوهاوی وشي، د پولیو واکسین د ګټو او تطبیق په اړه دې د افغانستان بېلابېلو برخو کې د جوماتونو او رسنیو له لارې، د عامه پوهاوي ورکولو مسایل مطرح شي.»

بل لور ته د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي، د روان ۲۰۲۴ کال له پیل راهیسې يې د پولیو کومه رسمي مثبته پېښه نه‌ده ثبت کړې، خو په وینا یې چې مشکوکې پېښې تر پلټنې لاندې دي.

د دغه وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل سلام‌وطندار ته وویل، د روان کال له پیل راهیسې يې د پولیو ضد ۶ کمپاینونه ترسره کړي.

«تراوسه تایید شوي واقعات نشته چې هغه د عامې روغتیا وزارت له لوري تایید شوي وي. البته مشکوک واقعات دي چې له تثبیت وروسته به يې ارقام شریکوو، د ۲۰۲۴ م کال له پیل راهیسې په ټول هېواد کې د پولیو د واکسین شپږ کمپاینونه ترسره شوي چې په کې دوه ملي، درې فرعي او یو ځانګړی کمپاین و. په هر یو کمپاین کې ځانګړی شوی ټارګېټ و چې په همغه اندازه ماشومانو ته واکسین تطبیق کیږي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

پولیو ساري ناروغي ده چې د روغتیاپالانو په اند، له یوه شخص څخه بل ته د محیط له لارې انتقاليږي. د یادونې ده چې افغانستان او پاکستان یوازیني هېوادونه دي چې د پولیو ناروغي اوس هم په‌کې شتون لري.

د روغتیا نړیوال سازمان د رپوټ له مخې، ۲۰۲۴م کال پاکستان کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۳۹ ته لوړ شوی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام